Categories

اعلان

Loading…

د عبدالله ډلې د ټاکنیزو پایلو د نه منلو ګواښ کړی

تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، که د ټاکنو کمېسیون د معترضو ټیمونو غوښتنې ونه مني او پایلې اعلان کړي، دوی به دا پایلې ونه مني.

 د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلګۍ په یوه  اعلامیه کې ویلي، د ټاکنو کمېسیون لخوا د پایلو اعلان ورته په هغه صورت کې د منلو نه دی چې د معترضو ټیمونو قانوني غوښتنې نه وي منل شوې، بلکې په داسې حالت کې به یې پر وړاندې بې تفاوته هم پاتې نه شي.

 دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې یو وار بیا په نن او سبا کې د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه غیر رسمي ګنګوسې اورېدل کېږي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون ګواښ هم کړی و چې که معترض ټیمونه یې د ۷ ولایتونو دفترونه خلاص نه کړي، دوی به د ټاکنو پایلې مجبورا اعلان کړي.

647 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"ba10ea93-17b9-40eb-9875-9abc4a4a54e3","recipients":924,"external_id":"50a046d8-0fe5-992e-423f-b955dd6e6122","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
924

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸