Categories

اعلان

Loading…

د بون د پوهنتون روغتون د زړه او رګونو څانګه  

    ډاکتر ماخان میږی شینواری

     ۲۶ جولاى ۱۹۹۸ جرمني بون

ميرمن مى د زړه عمليات كړي او زه ورته په كوټه كى ناست يم. د اكسيجن د بوتل شرار دی او ميرمن مى د خبرو نه ده. ښاپيرۍ (زما د ميرمن نوم دۍ) غوښتل چى ویده شي نو ما ورته د كاغذ څپوڼى په سترګو واچاوه (د ښاپيرۍ دا خوى دۍ چى ویده كيږي نو سترګى په څپوڼي تړي) چى رڼا بنده شي او ښه خوب وكړي. ما نو قلم او كاغذ راواخیستل او د افغانستان په جنګ او روغه مى په ليكلو پيل وكړ. په همدې وخت كى چى په افغانستان كى د مرګ او ژوبلى په فكر كى وم او ددې په بيان مى د كاغذ سپين مخ توراوه نو دې خپل حالت ته مى فكر شواو دا فكر مى بيا په هيواد كى ځوانانو، پيغلو او ځوانو واده شو افغانانو او ميندو او پلرونو ته شو چى زه په داسى حالت كى چى د ښاپيرۍ عمليات د خداى (ج) په فضل ښه تير شوي ځان داسى حس كوم نو هغه په هيواد كى موچى  په هيوادوالو تير شول اوتیریږي، هغه به ځومره دردونه وو او دا چى لاتيريږي نو دا حالت به څومره دردونكى وي. زموږ هيوادوال به د څومره ارمانونو سره له دې دنيا تللي وي او د څومره ارمانونو سره به دوي دې بدبخته ژوند ته دوام وركوي او يا به دا ارمانونه د توپ ، ټوپك او راكټونو ګوليو لاندې فاني دنيا ته د ځانونو سره وړي. 

زه غواړم چى دا راپيدا شوى احساس مى  د هغه عمل په بنسټ وڅيړم چى زه ورسره مخامخ شوم. دابه د پښتنولۍ يا زموږ د كلتور سره شايد مناسب نه وي خو زه نه غواړم چى دا زما د پاكى مينى احساس د جهان د ويرې يا بهتره د پروپاګندې د ويرې پټ او د ځان سره و هغه جهان ته يوسم. زه ځان ته د خوشال خان خټك د لاندې بيت په بنسټ جرآت وركوم او ددې لپاره چى ځان راته بى غيرته ښكاره شي ، ځان د ډار څخه ځغلوم.             

زه خواشال كمزورى نه يم چى به ډاركړم  په ښكاره نارې وهم چى خوله ئى راكړه.

رښتيا چى زه خپل اصل مطلب ته راځم نو خپل ځان لږ معرفي كوم. زه د يوپنځوس كالو يم او ښاپيرۍ د يو څلويشت كلونو، دواړه د پاسپورت له مخى. د ښاپيرۍ عمر خو زيات نه دۍ  او ځما په عمر كى زه شك نه ګڼم مګر د شواهدو او اسنادو له لور ئى راته نور خلك زياتوي .موږ دوه اتلس كلن اولادونه لرو چى څانګه او اباسين نوميږي دوی غبرګوني دي. دا په دي وښايم چى ځموږ د ژوند دوه په درې او د نيمائى څخه زيات تير شوى او  د هغو سره چى ځوانان دې ځانونه نه مقايسه كوو او نه مو د ميني احساسات دومره ځوان دي چى د هغو سره ئى د تلي په انډول كى واچوو (په ځوانۍ كى مينه ځوانه وي او بيا د وخت په تيريدو سره مينه عادت شي چى بى له دې عادت هم ژوند خپل مفهوم لكه  په ځوانه مينه كى د لاسه وركوي). دا چى زه ئى بيانوم نو نسبتآ زاړه احساسات دي نو تاسو فكر وكړۍ چى د ځوانو دا د مينى ځوان احساسات به څومره ليوني، ګرم او دردونكي وي. 

اوس نو راګرځم خپلى اصلي خبرې ته او نور اوږد په دې احساساتي خبرو د كاغذ په مخ كرښى نه راكاږم. زما ميرمن چى د زړه د عملياتو وروسته – عملياتو پنځه ساعته دوام وكړ او يوه ورځ هم په انتنزيو شتاڅيون كى- د روغتون د زړه او رګونو عادي برخى ته راوستل شوه نو زه ورته د دوه بجو په شاوخوا كي وګوټى ته چى يو نفري وه راننوتم، د ښاپيرۍ په سترګود كاغذ څپوڼي پراته وو. ما په ټنډه دوه واره ښكل كړه او د كاغذ ټوټى مى ئى د سترګو لرې كړې. يو ځل مى بيا هم چى دې سترګي راوغړولى په ټنډه ښكل كړه او د كټ څخه مى لږ فاصله ونيوله. ښاپيرۍ ماته سترګي راوغړولي او غوښتل ئى چى څه راته ووائي خو د زوره ئى پوره نه وه نو په پوره تكليف ئى په ګوته ايشاره وكړه چى ور نزدې شم . ښاپيرۍ بيا هم څه نه شو ويلى خو په لاس تكړه وه او په خپلو شونډو ئى ګوتى كيښودلې. زه نو بايد دستي پوه شوى وى او په خوله مى په پوره ليونۍ مينه ښكل كړه او دستي مي په سترګو كى – نه پوهيږم چى د خوشالى او كه د خپګان – اوبه راپيدا شوې) دا راته په دې وخت كى سخته ښكاره شوه چى اوښكى وليكم، ځكه چى ځموږ په كلتور كى خو د نر په سترګو كى بايد اوښكى راونه كرځي.)

د دې لپاره چى ښاپيرۍ پوه نه شي نو د كوټى دستي برنډې ته ووتلم (هره كوټه و شاته برنډه لري او ښه د كښيناستو ځاى هم) هلته مى د سترګو اوبه داسى ناشكه غوندې وچى كړې چى ښاپيرۍ دا ځما د مينى ليونى شوې اوښكى چى پښتون ئى بايد توي نه كړي ونه ګوري. دا چى دا ټول حالت د طبعي ناروغۍ باعث او پوره د كنترول لاندې دۍ، دومره تاثير لري نو هغه په ګوليو او راكټونو چى لګيدلي او لګيږي، د كومو لپاره چى نه ډاكتر شته او نه روغتون، د هغوي او د خپلوانو حالت خو فكر كوم چى څوك د كلم په څوكه نه شي څرګندولى. دا چى دا سهولتونه دلته ځموږ لپاره شته او دا ځموږ بركت نه دۍ نو دا فكر- په همدې حالت كى چى د افغانستان د روغې په هكله په الماني ژبه مى د المانيانو لپاره ليكنه كوله -نور هم ما سره قوي شوچى دا چى انسان يواجتماعي ژوى دۍ او د اجتماع څخه دباندې ژوند نه شي كولى نو لكه چى دلته نورو ځموږ مسئوليت په غاړه اخستى، موږ هم بايد ځانونه مجبور وګڼوچى د هيواد دخلكو لپاره چى دا اتلس كاله د راكټو او توپونو ګوليو لاندې مري او يا په ډار ژوندكوي، مسئوليت اخستلو ته ځانونه چمتو كړو. 

 لكه څنګه چى دا نړۍ مجبوره ده او افغانانو ته د ژوند امكانات برابروي او دا مسئوليت ئى په غاړه اخستى نو دا موږ افغانان او بيا هغه افغان چى ليك او لوست ئى كړى نو د هيواد د خلكو لپاره پوره مسئوليت لرو، ځكه چى دا ښونه موږ د ملت په پيسو كړې او دا قرض بايد ادا كړوكه نه نو دا پوښتنه خو بايد له موږ نه وشي. 

كه څوك غواړي چى د بل په درد پوه شي نو بايد خپل درد ته – كه څه هم د پرتلې نه وي-  متوجه شي. 

د هغو هيوادوالو په افتخار چى ځموږ سره يى ځانونه ځموږ په درد كى شريك كړي وو.

444 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"a4437d08-7596-4bd5-bf0b-0e4354912d3f","recipients":924,"external_id":"97378f64-bb04-974e-f710-0f8a429e7c8e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
924

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸