Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د استانبول پروسې په څنګ کې له بېلابېلو مشرانو سره وکتل

تاند- (دوشنبه، د قوس ۱۹) د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، چې د استانبول په پروسه یا د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی، د دې غونډې په څنګ کې د ترکیې له ولسمشر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې، د  ایران له بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره وکتل.

ښاغلي غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیرې الیس ویلز سره په کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې او د سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړې.

سیمه ییز اتصال د استانبول د پروسې یو اساسي هدف دی او غواړي چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې د سیمې د هیوادونو ترمنځ همکارۍ زیاتې کړي.

ولسمشر غني (دوشنبه) ماسخوتن د استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډه کې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره په خبرو کې د سولې اوه ماده ییز پلان ته په اشارې وویل، سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانانو اساسي غوښتنه ده.

ده زیاته کړه، «موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو چې پایله یې په حقیقي مانا د جنګ پای ته رسېدا او تلپاتې سوله وي.»

ښاغلي غني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله، ویې ویل، افغانستان د سیمې د څلورلارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.

ولسمشرغني په ټینګار سره وویل، د حکومتولۍ د ښه والي په برخه کې د ولسوالیو په انکشاف او اړوندو مسایلو تمرکز زیاتېږي او د افغانستان د خلکو د اقتصاد د ښه والي لپاره به اقتصادي پروګرامونه په افغاني محصولاتو او صادراتو لا متمرکز شي.

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازی سره هم د سیمه ییز اتصال او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر د ایران له بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف سره په کتنه کې د سولې په اړه خپل دریځ او پلان تشریح کړ او ویې ویل «سوله د افغان حکومت مهم لومړیتوب او زموږ د هیوادوالو اساسي غوښتنه ده، خو اساس به دا وي چې اوربند وشي او له هیواده بهر د طالبانو د پټنځایونو ستونزه حل شي.»

ده زیاته کړه، د نشه یي توکو او د سیمې د ستونزو د حل لپاره د ټولو ګډه همکاري حتمي ده.

ولسمشر غني د افغانستان امنیت او ثبات د ایران په ګډون د سیمې او نړۍ د امن او ثبات لپاره ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې حکومت به یې د هغو تروریستي ډلو پرضد چې په افغانستان کې فعالیت کوي مبارزه وکړي.

د ارګ له خبرپانې سره سم د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، دوی په دې باور دي چې د افغانستان دولت باید د راتلونکو مذاکراتو محور وي. دوی د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو په خوندیتوب ټینګار کوي او غواړي په افغانستان کې جنګ پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.

نوموړي وویل «موږ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغان دولت د دریځ چې د اساسي قانون په اصولو ولاړ دریځ دی، ملاتړ کوو.»

ولسمشر غني د کوربه هیواد ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کتنه کې د سولې پروسې، د افغانستان، پاکستان او ترکیې د ولسمشرانو په کچه د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو، په افغانستان کې د ترک پانګوالو او شرکتونو د پانګونې، د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت او د ترکیې له لوري په افغانستان کې د ښځو لپاره د پوهنتون د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

ترکیې ویلي چې د افغانستان په شمال کې یو ستر پوهنتون جوړوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل افغان ساري څخه د استانبول پروسې – اسیا زړه په کنفرانس کې د ګډون او وینا له امله مننه وکړه او ویې ویل، ترکیه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ وي. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ به ادامه ولري، ترک پانګوال او شرکتونه به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د استانبول پروسې یا د اسیا زړه کنفرانس ته د ولسمشر غني وینا:

570 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"e10a664a-8019-47dc-a29e-8fa55759a0d9","recipients":924,"external_id":"d8d78784-3215-9fac-28af-d240e313be8b","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
924

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸