Categories

اعلان

Loading…

امنیتي چارواکي وايي، د ناکامورا د وژلو په تور یې ۲ تنه نیولي

تاند- (دوشنبه، د قوس۱۸) د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د جاپاني الاصله افغان ډاکتر تیڅو ناکامورا د وژلو په تور یې ۲ تنه نیولي دي.

افغان امنیتي چارواکو تراوسه پورې د نیول شویو کسانو د هویت او تړاو په اړه څه نه دي ویلي.

ناکامورا، چې خلکو کاکا مراد باله، د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې له ۴ ساتونکو او همداراز موټرچلوونکي سره وویشتل شو.

۷۳ کلن ناکامورا، چې اوږده موده یې د طب په برخه کې وړیا خدمتونه کړي، په وروستیو کلونو کې خپل ژوند دې ته وقف کړی و چې یو شمېر افغانان له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودروي.

پر ده حمله کوونکي د پېښې له ځایه وتښتېدل او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو اکثره افغانان وايي چې دا برید پاکستان د خپلو افغان عواملو په وسیله کړی دی ځکه چې ناکامورا د اوبو د بندونو په برخه کې ډېر کار کړی و او لا یې هم هڅه کوله چې د افغانستان اوبه کنټرول او کرنیزې مځکې پرې خړوبې کړي.

د شنبې په ورځ د ناکامورا مړی په کابل کې له یو لړ رسمي مراسمو وروسته جابان ته ولېږدول شو. په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني هم ګډون کړی و او ژمنه یې وکړه چې د ناکامورا قاتلان به د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

په دې مراسمو کې، چې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې جوړ شوي وو، د ډاکتر ناکامورا مېرمن ناوکو او لور اکیکو هم ګډون کړی وو.

ناکامورا له افغانانو سره د بې ساري مرستو په خاطر په یوه اتل بدل شو او ډېرو افغانانو په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې د هغه په وژل کېدا وېر وکړ.

1,358 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"7940eb6e-f830-4f65-8fd2-4f0ac7a7e043","recipients":924,"external_id":"7c0b506b-f6d0-62b7-a948-5265104185e2","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
924

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸