Categories

اعلان

Loading…

د دوه او دریو بجو ترمینځ

لیکوال : جاوید چوهدری

ژباړن : محمد عارف

د ژباړونکي لنډه تبصره:

د څیړونکو له  علمی  څیړنو او  د ارقامو له تحلیل څخه زیاتره وخت عجیبې پایلې راوځي، چې نه یوازې دا چې د لارښود حیثیت لري، بلکې انساني ټولنه له راتلونکو تیروتنو څخه ژغوري. دلته مې د بیلګې په توګه یوه ډیره په زړه پورې موضوع د جاوید چودري له  لیکنو څخه راژباړلی ده:

د لوسي تانیا اصلي کیسه  څه وه ؟

لوسي تانیا Lusitania د ټایټانیک  نامتو  بیړۍ  څخه  وروسته په نړۍ کې دوهمه لویه بیړۍ وه چې په کال ۱۹۰۷  کې بشپړه جوړه شوه، او په همدغه کال د سپتمبر په میاشت کې یې خپل سفرونه شروع کړل. لږه موده وروسته د بریتانیا او جرمني تر مینځ لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه ، امریکا په دې جګړه کې بې پرې پاتې وه ، لیکن بریتانیا او جرمني دواړو هڅه کوله تر څو امریکا هم په جګړه کې ښکېله کړی، لوسی تانیا د بریتانیا او امریکا ترمینځ تګ – راتګ کاوه چې مسافر به يی له یوه ځای څخه بل ځای ته د یوی هفتی تر منزل وروسته رسول. لوسی تانیا د ۱۹۱۵ کال د مې د میاشتې په لومړۍ نیټه له خپلو ۱۹۶۰ مسافرو سره له نیویارک څخه لیورپول په لور حرکت پیل کړ، د بیړۍ لارښوونه ۵۸ کلن تجربه کار کپتان ولیم تهامس ټرنر په غاړه درلوده.  بیړۍ په اټلانټک سمندر کې له خپل پنځه ورځنی سفر وروسته ، د مې د میاشتې په شپږمه د ایرلنډ د اوبو حدودو ته په پوره خیریت سره ننوته، لیکن ناڅاپه د بیړۍ شا و خوا د نورو بیړیو غږونه واورېدل شول. لوسی تانیا د جرمن پوځونو د بیړۍ ترمینځ راګیرشوې وه، کپتان له پیښې څخه د خلاصون لپاره د بیړۍ د سرعت د زیاتیدو امر ورکړ او ور سره یی د خطر زنګ وواهه، بیړی ډیره هڅه وکړه چې د جنګی بیړیو له وار څخه ځان خلاص کړی، لیکن ونه توانیده، د جرمني جنګی بیړیو لوسی تانیا په نښه کړه، بیړی له ۲۰ دقیقو وروسته ډوبه شوه.  له ټولو سپرلیو څخه یی ۱۲۰۱ کسان ووژل شول چې له هغی جملی څخه  ۱۲۸ کسه امریکایان ول،  یواځی ۱۳ کسه امریکایان له بیړی څخه ژوندی پاتی شول، امریکا د پیښی د خبر په اوریدو سره په غصه شوه او د غصی پایله دا شوه چې امریکا هم په لومړی نړیواله جګړه کې ښکېل کړی.  د جګړی په ترڅ کې ۱۱۷ زره امریکایی سرتیری ووژل شول او په حدود د پنځه سوه زره ټپیان شول.

اوس له دی پیښی څخه ۱۰۴کاله تیر شوی، امریکا او بریتانیا د لوسی تانیا د پیښی د څیړلو لپاره بی شمیره کمیسیونونه وټاکل چې د پیښی اصلی لامل په ګوته کړی، د دواړو هیوادونو ۱۱ پوهنتونونو د لس هاوو څیړونکو په مرسته ډیری څیړنی وکړی، لیکن ونه توانیدل چې د پیښی اصلی لامل معلوم کړی شی، امریکا تر ۱۰۰ کلونو دا فکر کاوه چې بریتانیا او جرمني په جګړی کې د امریکا د ښکېل کولو په غرض په لوسی تانیا برید وکړ، امریکا غوښتل چې په جګړه کې بی پری پاتی شی لیکن برطانیه د یوه پیاوړی ملګری په لټه کې وه، او له امریکا پرته بل داسی هیواد نه ور بریښیدو چې په جګړه کې یی د جرمني په مقابل کې ملګرتیا وکړی. په همدی خاطر بریتانیا اوازه ګډه کړه چې لوسی تانیا له امریکا څخه بریتانیا ته په لویه پیمانه وسلی را انتقالوی جرمني ته دا خبر واقعیت و بریښیده او په لوسی تانیا یی برید وکړ. امریکا تر سلو کلونو بریتانیا او جرمني د پیښې اصلي عاملان بریښیدل لیکن وروسته  یوه نوې څیړنه وشوه او د لوسی تانیا سل کلنه معما یی حل کړه.

د قصی د پرمخ بیولو وړاندی غواړم د یوې بلې  ډیرې  په زړه پوری پلټنی په اړه یو څه درته ووایم:

په ۲۱ مه  پیړی کې د نړی ستر کمال ډیټا یا مالوماتو ته لاسرسی ده.  په نړۍ کې ۹۹ سلنه نوي ایجادیات(نوښتونه) د همدې مالوماتو د پس منظر په مټ کېږی، څیړونکي او پوهان  شته مالومات څیړی او په مټ یی سترو سترو پیښو ته حل لاری پیدا کوی.

 د بیلګی په توګه ډینګی در واخلئ، دا مرض په ختیځو هیوادونو کې په ډیری چټکی سره په خپریدو ده، ساینس پوهان د شته ډیټا یا مالوماتو له مخی داسی اټکل کوی چې کېدی شی ډینګی تر ۲۰۲۵ کاله تر اروپا پوری ورسیږی چیرته چې په دی اړه ددی وژونکی مرض سره د مقابلی لپاره وار له مخه تیاری روانی دی، اروپایی ډاکټران په دی هڅه کې دی چې د مرض تر را رسیدو وړاندی ورته واکسین جوړ کړی. دوی اټکل کوي چې تر ۲۰۲۵ کال دمخه به دا واکسین تیار او بازار ته وړاندی کړی او د مرض له رسیدو سره به پری مریضان واکسین کړی.

 نو دا د ډیټا کمال ده، تاسو شاید ددی خبر په اوریدو ډیر حیران شئ چې  د ډیټا تر ټولو ستره منبع ټولنیزی رسنۍ دي. ټویټر ۳۳۰ میلیونه استعمالوونکی او فیس بوک یو نیم میلیارد کاروونکی لری، په نړی کې یواځی په ټویټر په هره ثانیه کې ۶ زره خلک پوسټونه کوی،  په فی ثانیه کې دا ۶ زره پوسټونه د پلټنی او ډیټا لویه منبع ده ، د انسانی عاداتو پوهانو د همدی ډیټا او مالومات په بنا څیړنی کړی چې په نړی کې ۹۹ سلنه غلطی فیصلی د ورځی د دوه او  څلورو بجو ترمینځ شوی او کېږی،  د  ډیټا د لا ډیری څیړنی په ترڅ کې جوته شوه چې د همدی غلطو فیصلو په مینځ کې زیاتی غلطی فیصلی او تصمیمونه د ورځی د ۲:۵۰ د قیقو څخه واخله تر ۳:۰۰ بجو ترمینځ کېږی.

 دا یوه ډیره حیرانونکې څیړنه وه .

 دغې څیړنی د تصمیم نیولو( Decision making) ټولی تیورۍ په لړزه کړی.

 پوهانو چې کله د غلطو پریکړو پایلی او د انسانی  خواصونو په اړه نوری څیړنی وکړی، نو پدی و پوهیدل چې یو انسان تر اوه ساعته څخه زیات فعال نشی پاتی کېدی. یعنی که یو څوک د سهار په اوه بجی له خوبه را پاڅی  اوه ساعته بعد تر دوه بجو فعاله پاتی کېدای شی، له هغه وروسته ورو ورو  عصبی بیټری چارج کموی او غیر فعاله کېږی.  بیا له دی څخه وروسته د غلطو پریکړو او تصمیمونو نیول شروع کېږی.

 که غواړو چې په ځای پریکړی وکړو، نو باید له دوه بجو وړاندی تصمیم ونیسو او له اوه ساعته مسلسل  فعال پاتی کېدو وروسته پریکړی کول بندې کړی. همدارنګه که غواړی چې په ځای پریکړی وکړئ، نو د ورځی په ترڅ کې باید د یوه او یا هم نیم ساعت لپاره قیلوله وکړی، تر څو مو د ماغزو بیټری دوباره چارج او د پر ځای پریکړو کولو جوګه وګرځی.

 دا څیړنه د امریکا له ولسمشر، د کابنیی له غړو، مشاورینو، امنیتی ارګانونو او سترو سترو کمپنیو له مسوولینو سره شریکه کړی شوه، او دوی هم د دی څیړنی په پایله کې ورو ورو د فیصلو وختونو ته تغییر ورکړ او پوهانو د فیصلو او تصمیمونو پایلی څیړلی او ورځ تر بلی یی دا تیوری پسی تاید کوله.

 له دی وروسته پوهانو کاری ساعتونه په دری برخو وویشل، د دفتر لومړی دری ساعتونه یی د تصمیم نیونی، دری ساعته د پریکړو په عملی کولو او وروستی ساعتونه یی د پاتی کارونو لپاره لکه د حسابونو تړل یا داسی نورو کارونو لپاره په پام کې ونیول.

 ډیر کلونه وړاندی می له یوه سوالګر څخه پوښتلی وو چې څرنګه تاسو سهار وختی په خیرات پیل کوئ او له ماښام نه وړاندی ورک شئ؟ سوالګر په ځواب کې راته وویل چې خلک له دولس بجو وړاندی سخیان وی او له هغه وروسته بخیلان شی، په هغه وخت کې زه د سوالګر ددی خبری په مفهوم سم نه وم پوه شوی. لیکن چې کله می د دوو بجو څیړنه ولوستله نو د سوالګر په خبره می سر خلاص شو. تاسو به دی خبری ته متوجه شوی یاست چې له نن څخه ۵۰ کاله وړاندی د نن په پرتله خلک ډیر خوشحاله وو، دوی به ماښام له کورنی سره وخت تیراو، سپورټ به یی کاو، فلمونه به یی کتل، ولی؟ ددی لپاره چې په هغه وخت کې  قیلوله  کول عام رواج و. خلکو به په غرمه کې یوه ګړی دمه او لږ خوب کاوه مګر له هغه وخته چې خلکو قیلوله کول پریښی دی په خلکو کې د خوښی ماده په کمیدو ده او همدا د ناسمو پریکړو د نیولو ستر لامل هم دی. څیړنو ثابته کړی چې که مونږ سهار په اوه بجو له خوبه را پاڅیږو نو باید په دوه بجو د لږ وخت لپاره خوب وکړو، نو که د دوه او دریو بجو ترمینځ لږ هم ارام وکړو تازه کېږو او له وړاندی څخه به د ښه او ډیر کار کولو وړ وګرځو. په ټوله نړی کې د سهار وخت له تخلیقی لحاظه ډیر بیساری ګڼل کېږی، د دی دوه وجی دی، لومړی مونږ له پوره خوب کولو څخه وروسته را پاڅیږو او دوهم  سهار وختی په فضا کې د اکسیجن مقدار تر بل هر وخت زیات وی. په فضا کې د پریمانه اکیسجن شتون زمونږ د ماغزو لپاره تر ټولو اړین شی دی. پوهان داسی وایی چې که غواړی چې په ځای پریکړی وکړی نو دا کار د سهار له طرفه وکړی او هڅه وکړی چې د ورځی په مناسب وخت کې له پنځه ساعته فعال پاتی کېدو  نه وروسته حتما قیلوله وکړی او له دوه څخه تر دری بجو په مینځ کې ستری فیصلی مه کوی ځکه څیړنو جوته کړی چې په دی وخت کې شوی فیصلی اکثره غلطی وی.

اوس بیرته د لوسی تانیا بیړی لور ته را ګرځو:  پوهانو چې کله د نوی تیوری په مرسته د بیړی د پیښی څیړنه وکړه مالومه شوه چې د لوسی تانیا د پیښی اصلی لامل، نه برطانیا وه نه هم جرمني و.  د لوسی تانیا د ډوبیدو اصل لامل د بیړی کاپیتان ۵۸ کلن ولیم تهامس ټرنر وو، هغه په غلط وخت کې دوه غلطی پریکړی وکړی، هغه لومړۍ فیصله د ورځی په یوه بجه کړی وه ، د بیړی رفتار یی تیز کړی وو  ولی دومره نه چې باید تیز کړی یی وی، که یی د بیړی رفتار دری ناټه نور هم تیز کړی وی نوی قوی امکان موجود وو چې د جرمنيی بیړو څخه ځان خلاص کړی، هغه دوهمه غلطه پریکړه په یوه بجه ۴۵ دقیقو وکړه ، هغه بیړی د سیده په ځای باید په زیګ زاګ شکل یعنی یو لور بل لور بیولی وی چې د جرمني بیړیو د توپونو له نشانی څخه یی ځان بچ ساتلی وای، خو هغه داسی ونه کړل، له دی وروسته دا هم ثابته شوه چې د بیړی کیپتان ولیم تهامس ټرنر سهار په شپږو بجو وظیفی ته راغلی وو او له فکری لحاظه د غلطو پریکړو د نیولو فیز ته داخل شوی و، د یوه انسان دوه غلطې پریکړې نه یواځی  د بیړی د ۱۲۰۱ سپرلیو د وژل کېدو باعث شوې، بلکې دا پېښه په جګړه کې د امریکا د ښکېل کېدو سبب هم وګرځیده.

435 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸