Categories

اعلان

Loading…

طالبان: نور په امریکایانو برید نه کوو

تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷ مه: طالبان وایي، له دې وروسته به یې وسله وال پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي او امریکايي ځواکونه به پر دوی حملې نه کوي؛ خو په نورو اړخونو چې افغان ځواکونه دي، د بریدونو نه کولو پرېکړه به وروسته کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، امریکا او دوی هوکړه کړې چې پر یو بل به بریدونه نه کوي.

د هغه په خبره، په قطر کې د نن ورځې مذاکراتو پر مهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم موجود و.

دا مذاکرات تېره ورځ له دوه میاشتني ځنډ وروسته بېرته پيل شول چې نن هم روان وو.

2,180 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"7688c8e8-d30f-46db-a1f1-93937ced06bb","recipients":928,"external_id":"2e296ccf-ccf2-7a90-e686-0143d8174dee","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
928

5 comments

  1. حسن Reply

    جهات ، نور ختم شو. فقط د چوکۍ لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ سیالۍ به روانه وي.

  2. razmohammed mohmend Reply

    american are saved and strong,they are in bases.
    i hope to stop attacks on afghans.
    stop killing of all afghans in any form
    stop service FOR ISI.
    ALWAYS BE UNITED AFGHANS.

  3. سرتور Reply

    مانا داچې کفار به نه وژنو خو دآی،.اس.آی په فرمان به افغانان وژنو – ولله چې عجب ښه مسلمانان یاست

  4. samad Reply

    ټولومسلمانو وروڼو ته سلام! دطالبانودا پریکړه داماناورکوی چې کفار به نه وژنو – ډالر به یې اخلو په کروزین کې به یې سپریګو ـ غوړه مړی به یې خورو – خو دپاکستان په ټونګ به دافغانانو له وژنې لاس نه اخلو – عجیبی مسلمانی اوانسانیت دی ددې موجوداتو

  5. ګل محمد نوری Reply

    لدی مخکی هم ولس پوهیده چی پاکستان امریکایانو ته ژمنه ورکړی وو چی طالبان به په تاسو برید نه کوی بلکه دوی له افغان دولت سره تر اخیره جنګ کوی نو همدا ډول څه موده مخکی ستانکزی ویلی وو چی موږ به اوسنی اردو له مینځه وړو چی دا پنجاب لوی ارمان دی ځکه تیره اردو د نواز شریف په لارښوونه کیدله چی یوه ورځ یی رسانیو ته وویل چی ما پآکستان ته لوی خدمت کړی هغه وویل چی دا خدمت می د افغانستان ۴۰ کلنه نظامی ځواک دی
    مګر بیا ګلبدین، سیاف او مسعودیانو ناری وهلی چی موږ له افغان دولت سره جهاد کړی بلکی دوی امریکا او پاکستان خدمتګار وو چی عمران خان د جولای میاشت کی امریکا کی یوه غونډی ته په روښانه توګه وویل چی مخکی موږ په افغانستان کی د مجاهدینو څخه نظامی او مالی ملاتړ کاوو مګر اوس هم زیاتره د طالبانو نظامی او سیاسی مشران په کوټه او پیښور او اسلام آباد کی اوسیږی چی پدی باندی آن امریکایی ځواکونه له افغان ولس څخه ښه خبر دی

    ځکه د امریکا ګټی په افغانستان کی په نفاق او ورور وژنی کی دی نو ځکه پدی سره هم د پاکستان ټولی موخی پوره کیږی ژوندی مثال یی د کاکا مراد وژل د مخکینی مجاهدینو پاتی شونکو او اوسنی طالبانو او داعشیانو په وسیله
    ځکه پخپله پنجابی له وسلی سره افغانستان نشی راتللای نو معمولآ همدا مزدوری کړی دا کار کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸