Categories

اعلان

Loading…

د باندنیو چارو وزارت: افغان سوله د استانبول – اسیا زړه کنفرانس د بحث مهم ټکی دی

تاند، یکشنبه، د قوس ۱۷مه: د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وايي، سبا دوشنبه  به د استانبول د اسیا زړه اتم کنفرانس د ولسمشر غني او رجب طیب ایردوګان لخوا پرانیستل شي.

 د باندنیو چارو وزارت وايي، په دې کنفرانس کې به د افغانستان سوله د بحث مهم ټکی وي ا د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لخوا ترسره شوې ژمنې په کې وارزول شي.

 د باندنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد تاند ته په یو بیان کې وايي، په دې کنفرانس کې به د افغان سولې او په سیمه ییزه کچه د اقتصادي همکاریو د زیاتولو د لارو چارو تر څنګ له ترهګرۍ سره په مبارزه هم بحثونه وشي: (( دا کنفرانس به په یوه ګډه اعلامیه پای ته ورسېږي او ګډونوال هېوادونه به یې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې تازه کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې نن د ارګ د وینا له مخې ولسمشر غني انقرې ته په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره رسېدلی دی او د غونډې په حاشیه کې به له یو شمېر مشرانو سره لیدنې کتنې وکړي او ورسره به د افغانستان په استازیتوب تړونونه هم لاسلیک کړي.

 د اسیا زړه پروسه په ۲۰۱۱ کال کې ۶ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون پیل شوه تر څو د دغې پروسې د غړو هېوادونو تر منځ د اعتماد فضا رامنځته کړای شي.

527 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"24aab6b6-1af6-4e08-ae00-dbc4056221b5","recipients":928,"external_id":"ec625ba1-b84b-bb11-fdbe-144c2239aa23","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
928

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸