Categories

اعلان

Loading…

د محمد گل خان مومند د فرهنگي ـ ادبي هڅو یو لنډ جاج

پوهندوی آصف بهاند 

د جرمني په کولن ښار کې، د «کونړ کلتوري ټولنه» په نامه د افغانانو یو فرهنگي مرکز توانېدلی دی چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په اومه نېټه، د یو شمېر افغان پوهانو، څېړونکو او نورو فرهنگیانو په گډون د «محمد گل خان مومند ژوند ـ ژواک ـ اندونه» تر نامه لاندې یو علمي سیمینار جوړ کړي. د نورو څېړونکو او پوهانو تر څنگ له ما نه هم هیله شوې وه چې د محمد گل خان مومند د فرهنگي ـ ادبي کارونو په باب څه ولیکم. دا مقاله د دې علمي سیمینار له پاره لیکل شوې ده.

ما (آصف بهاند) د لومړي ځل له پاره په ۱۳۵۵ ام کال کې کله چې د کابل پوهتنون د لومړي کال محصل وم د محمد گل خان مومند نوم د خپلو استادانو له خولې واورېده. کله چې استاد پر تخته باندې د ډېرو مالوماتو د ترلاسه کولو له پاره د مأخذونو نومونه ولیکل، یو په کې د استاد بېنوا «اوسني لیکوال» و. د کابل پوهنتون له کتابتونه څخه مې یاد کـتاب تر لاسه کړ، هلته مې د محمد گل خان مومند راغلې بیوگرافي ولوستله. 

په لومړي سر کې زه ورته حیران وم چې یو سړی او څو مهم کارونه؛ هم سیاست، هم اداره، هم اقتصاد، هم ادبي فعالیت، هم ژورنالیزم، هم د بهرنیو ژبو زدکړه (روسي، ترکي، اوسني لیکوال، ۱۰۷۸ مخ)، څومره وخت، څومره انرژي، څومره استعداد او څومره حوصله. 

په اوسني لیکوال کې د افغانستان نومیالی فرهنگي شخصیت استاد عبدالرؤف بېنوا، د محمد گل خان مومند د ژوند او ادبي ـ فرهنگي هڅو په باب د خپلو لاسلرلو مالوماتو له مخې چې کومه لیکنه کړې ده، څو اړین ټکي یې دا دي:

«… ښاغلی محمد گل خان مومند د اوسنیو پښتـنو له نامتو شخصیتونو څخه و، چې په خپل وار او په خپل وخت کې یې د پښتـو ژبې له پاره د ستاینې وړ قلمي او نظري خدمتونه کړي دي، چې د پښتـو ژبې په تاریخ کې به په زرین خط ثبت پاتې وي…»

(بېنوا عبدالرؤف، اوسني لیکوال، بشپړ متن، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار، ۲۰۰۹ ام ع کال، ص ۱۰۷۷ ام مخ)

بېنوا د محمد گل خان مومند په باب د خپلو خبرو په ترڅ کې وايي چې ده د رسمي دندو په لړ کې د تنظیمیه ریٔس، د کورنیو چارو وزیر او د دولت وزیر په توگه دندې ترسره کړېدي، خو په «اوسني لیکوال» کې «… دی د ریٔس یا وزیر په توگه نه معرفي کوو، بلکې ده ته د پښتو او پښتونولۍ د یوه لیوال مشر او مبتکر لیکوال په نظر گورو.» (تېر اثر، تېر مخ)

د محمد گل خان مومند شخصیت څو اړخونه لري چې زه په دې لنډه مقاله کې یوازې د ده پر فرهنگي ـ ادبي اړخ خبرې کوم. 

مومند صاحب لکه زموږ د نورو تېرو فرهنگي شخصیتونو په څېر په څو برخو کې د کارنامو خاوند و. سیاست، اداره، نظامي برخه، اقتصاد او د دې ټولو تر څنگ ژبه، ادبیات او ژورنالیزم هم ورنه هېر نه وو او له دې سره ـ سره یې یو شمېر نور ټولنیز فعالیتونه هم کړي دي چې په ځانگړي ډول د ځینو ټولنیزو او فرهنگي ټولنو جوړول په کې د پاملرنې وړ دي. 

محمد گل خان مومند په شعر او نثر دواړو برخو کې قلم چلولی دی، چې په دواړو برخو کې د ملي روحيې رنگ غالب دی.

محمد گل خان مومند پښتـو ژبې ته د خپلو خدمتونو په لړ کې د ۱۳۱۱ ام هـ کال په لړم میاشت کې په کندهار کې «پښتو ادبي انجمن» تاسیس کړ چې د «پښتو» په نامه یې یو مجله هم خپروله. استاد بېنوا د محمد گل خان مومند د دې خدمت یادونه داسې کړېده:

«د پښتو ژبې د خدمت په لاره کې د مرحوم مومند یو بل مهم اقدام دا و، چې په ۱۳۱۱هـ ش کال یې د قوس پر نهمه د اعلیحضرت محمد نادر شاه شهید په لارښوونه په کندهار کې د پښتو ادبي انجمن تأسیس کړ، چې هغه انجمن د پښتو ژبې پر نور خدمت سربېره د پښتـو په نامه یوه مجله هم خپروله خو په پای کې هغه انجمن کابل ته راغی او د کابل د ادبي انجمن سره گډ او پښتو مجله هم د کابل مجلې سره یو ځای شوه.» 

(اوسني لیکوال، بشپـړ متن، ۱۰۷۷ــ ۱۰۷۸ مخونه)

د محمد گل خان مومند په باب په ټولو لیکل شو اثار او مقالو کې څېړونکي په دې باب په یوه خوله دي چې دی د پښتو ژبې د سوچه والی پلوي و. بیا هم استاد بېنوا وايي:

«مرحوم مومند په پښتو لیکلو او ویلو کې د سوچه والي کلک طرفدار و… دغه شان دی د متحد سبک او ادبي وحدت ملگری و، ده به ویل چې په لوستلو کې هر سړی آزاد دی، خو په لیکلو کې باید هېڅ توپیر نه وي.» 

(اوسني لیکوال، بشپـړ متن، ۱۰۷۸ ام مخ)

مومند صاحب په شعر کې هم خپله قریحه ازمیلې ده، خو انځور جوړونه او تخیل یې ضعیف دی. تر اوسه پورې د مومند صاحب پر تخلیقي برخې باندې څېړنه نه ده شوې. 

د مومند صاحب پر آثارو او ترسره کړو کارونو باندې دومره چې باید، کار نه دی شوي. زما د مطالعې او معلوماتو له مخې څو گوتې په شمار څېړونکو د ده باب یو څه لیکنې او یادونې کړې دي چې دلته یې د ځینو نومونه اخلم:

۱ ــ استاد بېنوا په اوسني لیکوال کې چې ما یې د همدې مقالې په ترڅ کې څو ځایه لیکنې را اخیستې دي،

۲ ــ د استاد حبیب الله رفیع ځینې مقالې او کتابونه چې د دې مقالې د لیکلو په وخت کې زما په واک کې نه شته،

۳ ــ ښاغلی اسمعیل یون چې د «د ﻣﺤﻤﺪ ګـﻞ ﺧﺎن ﻣﻮﻣﻨﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ» تر سرلیک لاندې یې د لیسانس دورې مونوگراف ورته وقف او لیکلی،

۴ ــ استاد سعدالدین شپون په «و، نه و، یو شپون و» د خپلو یادداشتونو په ترڅ کې څو ځایه د محمد گل خان مومند یادونه کړې ده چې ځینې برخې یې په همدې مقاله کې ما را اخیستې دي، 

۵ ــ د اکادیمیسین کاندید استاد صدیق روهي په «د پښتو ادبیاتو تاریخ، دویم ټوک» کې په دوو ځایونو کې د محمد گل خان مومند یادونه کړېده:

الف ــ د پښتو د معاصر ادب د ویښتیا د پړاو په شاعرانو کې، (۹۰ ام مخ)،

ب ــ د پښتو د معاصر ادب د ویښتیا د پړاو په ژبپوهانو کې، (۹۲ ام مخ)

(روهي، د اکادیمیسین کاندید سرمحقق محمد صدیق، دانش خپرندویه ټولنه، دویم چاپ، ۱۹۹۹م کال) 

لکه څنگه چې پاس یاده شوه چې ښاغلي یون یو بشپړ کتاب (د ﻣﺤﻤﺪ ګـﻞ ﺧﺎن ﻣﻮﻣﻨﺪ اﻧﺪ و ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ) د مومند صاحب د ژوند او کارنامو له پاره وقف کړی دی، یون صاحب د محمد گل خان مومند د ژوند په ټولو برخو یا لږ یا ډېره رڼا اچولې ده، زه له نورو برخو سره کار نه لرم، یوازې به یې په فرهنگي برخه لږ تم شم. یون صاحب د خپل لیکلي کتاب په پیل کې وايي:

«دا کتابگوټی ﻣـﺎ ﭘـﺮ ۱۳۷۰ل ﻛﺎل د ﺧﭙﻠـﯥ ﻟﻴﺴــﺎﻧﺲ دورې د ﻣﻮﻧﻮگراف ﭘﻪ ﺗﻮگه ﻟﻴﻜﻠﻰ دى او ﭘﺮ ۱۳۷۳ل ﻛﺎل ﻣﯥ ﭘـﻪ ﭘﯧښـﻮر ﻛﯥ ﭼﺎپ ﻛړى دى. دا اﺛﺮ ﻛﻪ څه ﻫـﻢ ﻳـﻮه ډﯦـﺮه ﻛـﻮچنۍ ﻟﻴﻜﻨـﻪ ده، ﺧـﻮ ﻫﻐــﻪ وﺧــﺖ ﻫــﻢ زﻣـﺎ ﻫـﺪف دا و ﭼـﯥ وزﻳـﺮ ﺻــﻴﺐ ﺗــﻪ د ﻧــﻮرو ﻟﻴﻜﻮاﻟــﻮ، ﻛﻠﺘــﻮري او ﻋﻠﻤـﻲ ټوﻟﻨــﻮ ﭘــﺎم راواوړي…»

(یون، محمد اسمعیل، د ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧـﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ، یون کلتوري ټولنه، ۱۳۸۷، ۳ ــ ۴ مخونه)

د غه راز یون صاحب د محمد گل خان مومند د فرهنگي کارونو په باب د خپل بحث په اوږدو کې خپلې       خبرې داسې غځوي:

د دې ﺗﺮڅنگ زﻣــﻮږ، ﻟﻴﻜﻮاﻟــﻮ او ﻋﻠﻤــﻲ ټوﻟﻨــﻮ ﺗــﻪ ﭘــﻪ ﻛــﺎر دي ﭼــﯥ د وزﻳــﺮ ﺻــﻴﺐ د اﻧﺪ و ژوﻧﺪ ﭘﺮ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ اړﺧﻮﻧﻮ څېړﻧﻪ وﻛړي او د ﻫﻐﻪ ﻟـﻪ اﻧـﺪ  دود څخه د اوﺳـﻨﻲ او راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻧﺴـﻞ د روزﻧـﯥ ﻟﭙـﺎره د روښـﺎﻧﻪ ﻣﺸاﻟﻮﻧﻮ په توگه گټه واخلي… 

وزﻳﺮ ﺻﻴﺐ ﻧﻪ ﻳﻮازې د ﻫﯧﻮاد ﺳﻴﺎﺳﻲ ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻣﺘﻮﺟﻪ و، ﺑﻠﻜـﯥ اﻗﺘﺼﺎدي او ﻓﺮﻫنگي ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ځانكړې پاملرنه ﻟﺮﻟﻪ. ﻫﻐﻪ ﭘښتاﻧﻪ د ښاري ﻛﯧﺪﻧﯥ او ﻧﻮي اﻗﺘﺼﺎدي ﺳﻴﺴﺘﻢ ﻟﻪ ﺟﻮړښت ﺳﺮه اﺷﻨﺎ ﻛړل او ﻫﻢ ﻳﯥ د ﻓﺮﻫﻨګ دروازې ورﺗﻪ ﺧﻼﺻﯥ ﻛـړې او د ﻳـﻮه ﻣﺨﻜښ ﻓﺮﻫﻨگي ﺟﺮﻳﺎن ﭘﺮ، روزﻟﻮ ﻳﯥ ﭘﻴـﻞ وﻛـړ، ﭘښـﺘﻨﻮ ﺗـﻪ ﻳـﯥ دا ﺣﻖ ﺣﺎﺻﻞ ﻛړ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠـﻪ ژﺑـﻪ ﻟﻴـﻚ او ﻟﻮﺳـﺖ، وﻛـړي ﺧــﻮ د ﭘښــﺘﻨﻮ  د دوﻣــﺮه ﻟــﻮى ﺧــﺪﻣﺘګار ﻟﻪ دوﻣــﺮه ﺳــﺘﺮو وﻳﺎړﻧﻮ او ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻮ ﺳـﺮه ﺳـﺮه ﺗﺮ اوﺳـﻪ ﭘـﻮرې د ﻫﯧـﻮاد ﭘـﻪ ﺧﭙﺮوﻧـﻮﻛﯥ د ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺑﺎب ډﯦﺮ ﻫﻐﻪ څه ﭼﯥ ﻻزم وو، ﭼـﺎ ﻧـﻪ دي ﻟﻴﻜﻠـﻲ.          

(یون، محمد اسمعیل، د ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧـﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ، یون کلتوري ټولنه، ۱۳۸۷، ۵ ــ ۷ مخونه)

یون په خپل کتاب (د ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧـﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ)  کې د مومند صاحب د فرهنگي هڅو یادونه په دې ډول کوي:

اﻟﻒ – ﭘﻪ ژورﻧﺎﻟﻴﺴﺘﻴﻜﻪ او ﺧﭙﺮنۍ ﺑﺮﺧﻪ کې، 

ب – د ادﺑﻲ ټوﻟﻨﻮ ﭘﻪ ﺟﻮړوﻧﻪ ﻛﯥ،

ج – د روزﻧﯥ او ﭘﺎﻟﻨﯥ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ،

د – د ژﺑﯥ په دﻓﺘﺮي ﻛﻮﻟﻮ او رﺳﻤﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ.

 (یون، محمد اسمعیل، د ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧـﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ، یون کلتوري ټولنه، ۱۳۸۷، ۱۳ ــ ۱۶ مخونه)

د محمد گل خان مومند د فرهنگي ادبي کارونه د هرې برخې ارزونه که وشي، له پیل نه تر نن پورې یې پایلې زموږ په ټولنه کې محسوسي او خورا مثبتې ارزول کېـږي.

 محمد گل خان مومند د خپل وخت غوښتنو او پوښتنو ته په پام سره د ژونالیـزم قوت او رول ته پام کړی و او د همدې اړتیا له مخې یې په شعوري ډول هڅې کولې چې داسې خپرونې رامنځ ته کړي چې د خلکو او ټولنې په ویښتیا او د ژبې په غنا کې په بشپـړه توگه مرسته وکړي. 

مومند صاحب د دریو مهمو خپرونو په چلولو او سمبالښت کې رول درلود:

۱ ــ عسکري مجله،

۲ ــ طلوع افغان اخبار،

۳ ــ پښتو مجله.

محمد گل خان مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړی، چې د دفاع وزارت لخوا خپرېده.

اسماعیل یون د ده پر ژورنالیزم داسې رڼا اچولې ده:

په کندهار کې پښتو ژبه باندې د طلوع افغان خپرول،

پښتو مجله چې په کندهار کې یې د «پښتو ادبي انجمن» له لوري خپروله.

محمد گل خان مومند د خپلو فرهنگي هڅو په لړ کې وتوانید چې په کندهار کې او لویه او موثره ادبي ټولنه جوړه کړي چې نوم یې ورته «پښتوادبي انجمن»  کېښود. 

ﻫﻤﺪا رﻧګـﻪ ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧﺎن ﻣﻮﻣﻨـــﺪ د ﭘښـﺘﻮ ژﺑﯥ او ادب د ﻻﻏﻮړﯦـﺪﻧﯥ ﻟﭙـﺎره ﭘﻪ  ﺑﯧﻼﺑﯧﻠـﻮ وﺧﺘﻮﻧــﻮ ﻛــﯥ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠــﯥ ادﺑــﻲ ﻣﺴــﺎﺑﻘﯥ او کانکورونه ﺟــﻮړول.

(یون، محمد اسمعیل، د ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧـﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ، یون کلتوري ټولنه، ۱۳۸۷،۱۵مخ)

د محمد گل خان مومند په قلم لیکل شوي آثار:

محمد گل خان مومند د خپلو فرهنگي هڅو په لړ کې گڼشمیر آثار او مقالې هم لیکلي دي چې ځینې چاپ او خپاره شوي دی او ځینې یې لا نا چاپ پاتې دي.

د محمد گل خان مومند د آثارو په باب په دوو مأخذونو کې د لومړي لاس مواد زما له نظره تېر شوي دي:

۱ ــ د استاد بېنوا  په «اوسني لیکوال» کې د مومند د پنځو کتابونو نومونه یاد کړي دي.

۲ ــ د اسماعیل یون په «د ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ» کې بیا د اوو کتابونو او څو مقالو یادونه شوې ده.

دلته زه د اوسنیو مالوماتو پر اساس د هر اثر په باب په جلا ډول خبرې کوم:

۱ ــ پښتو سیند:

محمد گل خان مومند په ۱۳۱۶ هـ کال د پښتو ویونو (لغاتو) یو لوی قاموس برابر کړ او نوم یې ورته «پښتو سیند» کېښود. په خپله خوښه یې یوه مقدمه ورته ولیکله، چاپ او خپور یې کړ. د مومند صاحب د دې کتاب په باب په انسایکلوپیدیا کې د رازمحمد ویښ په حواله داسې مالومات وړاندې شوی دی:

«قاموس افغاني يا پښتو سيند د يو ستر لغوي کتاب دی چې لومړی ځل په ۱۳۱۶ ل. کې د پوهنې وزارت په امر د کابل په عمومي مطبعه کې په لويه کچه چاپ شوی دی. دا سيند د محمد گل خان مومند په قلم ليکل شوی. د دې کتاب موضوع د پښتو رسم الخط ښودلو او پښتو لغاتو پرتله کولو په باب مردف بحث لري، په دې کتاب کې د پښتو ابېڅې، تهجي توري رموز او اشاراتو د پاره قاعدې پرانيستل شوي دي چې د پښتو قاموس لومړنۍ مسوده او د پښتو لغاتو د راټولولو او چاپولو په لار کې لومړنی اثر دی چې په افغانستان کې چاپ شوی. همدا ډول دا کتاب د پښتو ژبې د علمي هڅې لومړنۍ زېرمه او د پښتو ژبې د لغوي آثارو لومړنی پوړ دی.»

ویل کېـږي چې مومند صاحب د دې قاموس په لیکلو باندې ډېر وخت لگولی دی او ډیری لغتونه یې د خلکو له خولې اورېدلي او لیکلي یې دي:

«د مومند زياته بوختيا د لغتونو په څېړنه او پلټنه كې وه. تل به يې له كليوالو پښتنو څخه د نااشنا لغاتو پوښتنې كولې، تل به قلم او كاغذ ورسره وو چې نوى لغت به يې واورېدى نو هغه به يې وليكئ، گډه وډه او ناوړه پښتو يې نه خوښېده. چا چې به له پښتو سره بې پروايي كوله هغه يې ښه نه اېسيدى، د لغاتو په جوړولو كې يې پوره ملكه در لوده او ډېر نوي لغات يې جوړ كړي دي چي اوس بيخي دود شوي دي. لكه خج = د فشار اواز، د ژبي ليار و قانون، وتوځى، مخرج، ننوتوځى، ايره نۍ، (خاكستر دانۍ)، خو ځينې نور يې لا تر اوسه دومره دود شوي نه دي، لكه اڅل = گيلاس، هڅوب = كلچر»

۲ ــ د پښتو ژبې لیاره:

محمد گل خان مومند له «پښتو سیند» نه وروسته، پښتو گرامر ته ملا وتړله او «د پښتو ژبې لیاره» په نامه یې د گرامر په برخه کې یو کتاب ولیکه چې استاد عبدالرؤف بېنوا په خپل «اوسني لیکوال» کې «د پښتو د قواعدو او گرامر یو گټور کتاب» په نامه پېژندلی دی چې په لاهور کې چاپ شوی دی. 

(اوسني لیکوال، بشپـړ متن، ۱۰۷۷ ام مخ)

یون د دې اثر په باب داسې لیکلي دي:

پښتو گرامر ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ د ﻣﺤﻤﺪ گل خان مومند ډﯦﺮ ﻣﻬﻢ اﺛـﺮ دى ﭼﯥ ﭘـﺮ ۱۳۱۷ﻛﺎل د ﺳـﺎﭘﻲ ﻋﺒـﺪاﻟﻌﻈﻴﻢ ﭘـﻪ اﻫﺘﻤـﺎم او ﻟﻴـﻚ ﺑﺎﻧـﺪې ﭘـﻪ ﻻﻫــﻮر ﻛـﯥ ﭼـﺎپ ﺷــﻮى دى، ﻟــﻪ ﺳــﺮﻳﺰې ﭘﺮﺗــﻪ ۴۹۵ ﻣﺨﻮﻧﻪ ﻟﺮي…» 

 (د ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧـﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ اﻧﺪو ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻳﻮه ﻟﻨډه ﻛﺘﻨﻪ،۳۵مخ)

۳ ــ لنډکۍ پښتو:

مومند صاحب په دې اثر کې خپل هغه نظریات چې د پښتو او پښتونولۍ په باب یې درلودل لیکلي دي. بېنوا صاحب ویلي دي چې ده د مومند صاحب دا اثر په ۱۳۲۷ ام هـ کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپور کړی دی. بېنوا صاحب د محمد گل خان مومند د دې اثر په باب خپلې خبرې داسې غځولې دي:

«دا د مرحوم مومند یوه وړوکې رساله ده چې په ۱۳۲۷ هـ کال یې زما د هغې گیلې په جواب کې لیکلې وه، چې ما د کابل په مجله کې له پښتـنـو مشرانو څخه د پښتو ژبې د خدمت په لاره کې کړې وه…» 

(اوسني لیکوال، بشپـړ متن، ۱۰۸۰ ام مخ)

که د نورو خلکو له هر ډول تبصرو تېر شو، د نوي عصر د نظریاتو په رڼا کې ویلای شو چې په «لنډکۍ پښتو» کې ټول راغلي نظریات په محمد گل خان مومند پورې اړه لري. دا لاندې د پښتو په باب د ده د نظریاتو څو بېلگې دي چې ده له ښکلو ادبي تشبیهاتو او استعارو سره بیان کړي دي او د ده د فکر او قلم زېـږندنه غوره ادبي بېلگې یې گڼلای شو:«

ــ پښتو خورا خوږه وروري ده،

ــ پښتو صله رحمي ده،

ــ پښتو شفقت دی،

ــ پښتو مهرباني ده،

ــ پښتو ښېگڼه ده،

ــ پښتو د پښتنو معنویت دی،

ــ پښتو انسانیت ته خدمت دی،

ــ پښتو کار کول دي،

ــ پښتو هاند او کوشش دی،

ــ پښتو صداقت دی،

ــ پښتو پر ځان باور دی،

ــ علم په پښتو زده کېـږي،

ــ جهل په پښتو ورکېـږي…» 

(اوسني لیکوال، بشپـړ متن، ۱۰۸۲ــ ۱۰۸۷مخونه)

۴ ــ روزنه،

۵ ــ پخلی،

۶-  پښتني ﺗﺮﺑﻴﻪ:

د دې اثر په باب اسمعیل یون یادونه کوي چې:

«پښتني ﺗﺮﺑﻴﻪ ﻫﻢ د وزﻳﺮ ﺻﻴﺐ ﻣﺤﻤـﺪ ګـﻞ ﺧـﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ ﻳـﻮ ﺑـﻞ، اﺛﺮ ﺑﻠﻞ ﺷﻮى د اصلاح ورځپاڼې ۱۳۴۳ ﻛـﺎل د اسد میاشتې د اته ویشتمې نېټې ﭘـﻪ ګڼـﻪ ﻛــﯥ  ﻳـﯥ ﻳﺎدوﻧـﻪ ﺷــﻮې، ﺧـﻮ ﭘـﻪ ﺗﻔﺼــﻴﻞ ﻳــﯥ ﭘــﺮې څــﻪ ﻧــﻪ دي ﻟﻴﻜﻠﻲ.» 

(د محمد گل خان مومند ژوند او اند ته یوه لنډه کتنه، ۴۲ مخ) 

۷ ــ  ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﻣﻠﻲ او ادﺑﻲ اﺻﻄﻼﺣﺎت:    

د اﺻﻼح ورځ پاڼې د ۱۳۴۳ ام کال د اسد میاشتې د اته ویشتمې نېټې د ګڼـې له مخې د محمد گل خان یو بل اثر دی چې چاپ شوی نه دی…» 

(تېر اثر، تېر مخ)

دغه راز په پښتو انسایکلوپیدیا کې هم د محمد گل خان مومند د اوو آثارو نومونه یاد شوي دي، په دې ډول:

۱ ــ پښتو سیند (پښتو قاموس)،

۲ ــ د پښتو ژبې لیار (پښتو صرف او نحوه)،

۳ ــ لنډکۍ پښتو (د نظریاتو مجموعه)،

۴ ــ پښتني روزنه (تعلیم او تربیه)،

۵ ــ پښتو او پښتونواله (پښتني فرهنگ)،

۶ ــ د پښتو لویه نحوه (معاني او بیان)،

۷ ــ د پخلي ډولونه (د پخلي ښوونه).    

له محمد گل خان مومند نه د راپاتې لیکنو په ډله کې د ځينو لنډو لیکنو یادونه هم شوې ده. محمد اسماعیل یون د مومند د دې لنډو لیکنو په باب د خپل کتاب په یوه برخه کې وايي چې:

«دﻏﻪ راز د وزﻳﺮ ﺻﻴﺐ ﻣﺤﻤﺪ گل ﺧﺎن ﻣﻮﻣﻨـﺪ دوه ﻟﻴﻜﻨﯥ ﭼﯥ، د ده ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻻس کښل ﺷﻮي د ﻫﯧﻮاد ﻟﻪ ﻧﻮﻣﻴﺎﻟﻲ ﻣﺤﻘﻖ ﺣﺒﻴـﺐ ﷲ رﻓﻴﻊ ﺳﺮه ﻣﻮﺟﻮدې دي ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭼﺎپ ﺷﻮي ﻧﻪ دي.»

(د محمد گل خان مومند ژوند او اند ته یوه لنډه کتنه، ۴۳ مخ) 

دغه راز یون صاحب په خپل پاسني یاد اثر کې د دغو لیکنو نومونه هم یاد کړي دي:

ــ سیمه، د ﭘښـــﺘﻨﻮ د ﻫﯧـــﻮاد او ﺧﺼﻮﺻـــﺎ د ګـــډ ﻫﯧـــﻮاد ﺳﺎﺗﻨﯥ او ګډ ﻣﺪاﻓﻌﻴﺖ ﭘﻪ اړه ﻣﻄﺎﻟﺐ ﻟﺮي.

ــ میلمستوب، ﻣﯧﻠﻤﺴـﺘﻴﺎ او ﺑﻠﻨﻪ ده، ﭘـــﻪ ﻣﯧﻠﻤﺴـﺘﻴﺎﻋﻤﻮﻣﻲ ﺑﺤﺚ او دا ﭼﯥ ﭘښـﺘﺎﻧﻪ ﭘـﻪ ﻣﯧﻠﻤﺴـﺘﻴﺎ ﻛـﯥ ډﯦـﺮ ﻳﭙـﺎوړي دي ﺧﺼﻮﺻﻲ ﺑﺤﺚ ﻛﻮي. 

ــ ټوكې، ﭘﻪ دې ﻣﻀﻤﻮن ﻛﯥ ټوﻛﯥ ﭘـﻪ ﺟﺎﻳﺰو او ﻧﺎﺟﺎﻳﺰو ﺑﺮﺧﻮ وﯦﺸـﻲ، ﺟـﺎﻳﺰې ﻟـﻪ اﺳـﻼﻣﻲ او ﭘښـﺘﻨﻲ اداﺑـﻮ ﻣﺨـﺎﻟﻔﯥ ﻧـﻪ ﺑﻮﻟﻲ او ﻧﺎﺟﺎﻳﺰې ﻟﻪ دواړو ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻟﻔﯥ ګڼي. 

(د محمد گل خان مومند ژوند او اند ته یوه لنډه کتنه، ۴۴ مخ)

د محمد گل خان مومند د ژوند او کارنامو په برخه کې ښايي ډېر خلک رنگارنگ خاطرې ولري چې ځینې به یې منفي اړخ ولري لکه د غبار تاریخ دویم ټوک (غبار میر غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ، جلد دوم، ناشر: انتشارات جمهوري، ویرجینیا ـ امریکا، ۱۹۹۹، ص ص ۷۱ ـ ۸۰)  او ځینې خلک به ډېرې مثبتې او خوږې خاطرې هم ولري چې د سیمینار نور درانه گډون کونکي به د خپلو علمي مقالو په ترڅ کې خبرې پرې وکړي؛ خو زه به د خپلې مقالې د لا ښه پای له پاره، د محمد گل خان مومند په باره کې د پښتو ژبې د یوه مطرح او پیاوړي لیکوال استاد سعدالدین شپون څو لنډې خاطرې دلته راوړم چې ده د خپل پلار او مشر ورور له خولې اورېدلې دي او ده په خپله هم محمد گل خان مومند له نږدې لیدلی دی:

د شپون صاحب په لیکلې بیوگرافۍ کې چې هیڅ ډول مأخذ ته اړتیا نه لري او ټول لیکلي شیان یې د خپلو سترگو لیدلی حال دی؛ د افغانستان د دریو لویو هستیو (عبدالهادي داوي، محمد گل خان مومند او شېر خان) مقایسه، شپون صاحب د خپل پلار او مشر ورور له خولې په داسې عجیب هنرمندانه ډول لیکلې چې سړی حیرانوي. د محمد گل خان مومند په باب د شپون صاحب بیان داسې دی:

«کالونه، کالونه پس، په ۱۹۷۳ کې چې داوود خان دویم ځل راغی، د پوهنې وزارت په سالون کې ناروېژي بې مثاله ژبپوهاند، مارگنشترنه، روسي ژبپوهاند دووریانکف او محمد گل مومند ته د پښتو ټولنې افتخاري غړیتوب د ورکولو په مجلس کې داوي هم بلل شوی و. عبدالرؤف بېنوا او ارسلان سلیمي له داوي سره وو. وزیر صیب (مومند) یو څه ناوخته راورسېد، ټول ورته ودرېدو، بې له داوي نه چې همداسې نېغ ناست و… 

محمد گل مومند او داوي دواړه پښتانه، منور، مغرور، مشروطه غوښتونکي وو، خو داوي د اتاتورک په شان یو څه افراطي او لبرال و او مومند عنعنوي، په اسلام او پښتونولۍ ولاړ او د نادر خان طرفدار و…

زما په خیال داوي په دې هم ځان تر مومنده بر گاڼه چې د ده په وینا څوارلس کاله یې سیاسي بند تېر کړی. دا هماغه شخصیت دی چې د امان الله خان په وخت کې ایتالیه کې سفیر و، خو چې سقاو راغی نو یې لنډه استعفا نامه ولیکله: 

«ما را مستعفی بدانید.» 

حال دا چې مومند ته نادر خان پنځم ورور ویلي وو. د پوهنتون په کالونو کې مې د وزیر صاحب مومند زیارت څو ـ څو ځلې کړی دی، اول د دهمزنگ په کور کې او وروسته په گذرگاه کې. په یو ځل د کلاوس فردیناند ډنمارکي کوچي پېژندونکي سره د ترجمان په حیث د ده کور ته لاړم.

د دې ملاقات یو ټکی مې په یاد دی. کلاوس ورنه پوښتنه وکړه، چې د کوچیانو په میله ځای کې انگور کېږي؟ 

چې ما ورته ترجمه کړ، نو وزیر صاحب وویل:«بچیه انگور مه وایه، کور وایه.»

پلار مې د مومند صیب سره د هغه وخت نه پېژندل چې هغه د قطغن او بدخشان د تنظیمیې ریٔس و. پلار مې ویل چې وزیر صیب یو څه زیاتی کوي، ما چې ورته د دوکان په باب څه ویل، نو هغه ویل: دوکان مه وایه، هټۍ وایه. ما اعتراض وکړ، چې هټۍ هم هندي توری دی. 

مگر پلار مې د وزیر صیب د تدبیر، عدالت او وطنپرستۍ ډېر صیپت کاوه او چې ما پوښتنه ترې وکړه، چې مومند صیب د شیر خان سره چې وروسته نایب الحکومه شو، څنگه مقایسه کوي، نو پلار مې وویل چې دواړه د پښتنو خدمتگاران وو. 

منشي قفسي چې د نادرخان په راتگ بېرته د ولایت په منشي گیرت ټاکل شوی و، زما د همدې پوښتنې په ځواب کې په تمسخر وویل: غر د مچ د وزر سره مقایسه کول نه دي سم.

گهیځ لالا مې بیا بل قسم حکم کاوه. هغه ویل، چې داوي د افغاني منورانو د شعور مخکښ و، مومند بیا همدا شعور پښتنو ته ورکړ او شیرخان  له پښتنو نه وژونکې وسله واخیسته، لور او یوم یې ورکړ، تربگني یې ترې واخیسته، علم او پوهه ـ مکتب ـ سړکونه ـ فابریکې یې ورکړې؛ نو دا درې واړه د یوې باغچې گلان دي.»

شپون سعدالدین، و نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۲۰۰۵ ام میلادي کال، ۵۶ ــ ۶۰ مخونه)

364 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸