Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان ویزې په پیسو او کمېشن ورکول کېږي

تاند، شنبه، د قوس ۱۶مه: که څه هم په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې په نهو میاشتو کې یې افغانانو ته ۴۵۰ زره ویزې ویشلې دي، خو د پاکستان د سفارت مخې ته له میاشتو راهیسې د ویزو په تمه ناست افغانان شکایت کوي چې له پیسو پرته د پاکستان ویزه نه شي ترلاسه کولی.

دوی وايي، پاکستان د ویزو وېش کم کړی دی او یوازې همغو کسانو ته ویزې رسېږي چې د پاکستان د سفارت کمېشنکارانو ته پيسې ورکوي.

دوی وايي، یوازې عاجلو ناروغانو او پیسه دارو خلکو ته ویزې رسېږي، خو نور خلک چې میاشتو راهیسې یې د سفارت مخې ته شپې ورځې سبا کړې دي، د ویزې حق نه ورکول کېږي.

 علي محمد له دریو میاشتو راهیسې خپل ناروغ پلار ته د ویزې په تمه دی: (( پلار مې سرطان لري، غواړم لاهور ته یې یوسم، خو دلته ویزه نه راکوي.))

حضرت ګل بیا له بهرنیو چارو وزارت، ارګ او اجرائیه ریاست څخه غواړي چې د پاکستان د ویزو ستونزه حل کړي، ګني خلک به له ډېرو ستونزو څخه د حکومت ګریوان ته لاس ور واچوي.

ببرک بیا خپله هم ناروغه دی، خو وايي له مودو راهیسې یې د پاکستان ویزه ترلاسه نه کړای شوه.

 خو په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصر الله خان بیا وايي، په نهو میاشتو کې یې ۴۵۰ زره ویزې افغانانو ته ورکړې دي او په دې پروسه کې یې هیڅ ډول فساد نشته.

 دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بیا وايي، د پاکستان له سفارت سره د ویزو د ستونزې د حل لپاره هلې ځلې کوي.

 نوموړی وايي، له پاکستاني چارواکو سره د افغان چارواکو په رسمي مجلسونو کې لومړنۍ خبره د ویزو د ستونزې د هواري په اړه وي.

629 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"76a1418f-6c00-4de5-b229-8a0c54f72bcc","recipients":929,"external_id":"0485b8b3-44eb-a8e4-6d5a-95fa29956db2","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
929

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    خپل روغتونونه په معیاري او نړیوال ستندرد جوړ کړئ . د طب په رشته کې ترټولو پوه او ذکي شاګردان وروزئ او افغانان د ګاونډیو له احتیاجه خلاص کړئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸