Categories

اعلان

Loading…

ته شاعره یې! | لیکواله: هوسۍ وفا فرحان

ډېره ګڼه ګوڼه وه، او نن خو بیا د بهیر غونډې ته د معمول پرخلاف ډېرې نجونې هم راغلې وې! 

څټ ته مې وکتل…بل ځل مې هم وکتل…بیا بیا مې وکتل او په وروستي ځل مې ښه په ځنډ وکتل، چې بیا مې هغه ولیده. په خپلو سترګو مې باور ونه شو. سترګې مې ورو ورو او بیا بیا وموښلې، بېرته مې هغې خوا وکتل؛ هغه په رښتیا راغلې وه! غټو غټو بادامي سترګو یې را کتل او ما هم وروکتل. سمدواره د شعر ویلو احساس را پېښ شو. لکه شعر چې د هغې سترګو زما د خیال په تابلو کرلی وي. 

دا کومه نوې خبره نه وه. پوره دوه کلونه کېدل، چې هغه داسې را اورېده او په ما کې شعر کېده او زما له نامه سره د کاغذ پاڼو ته وروته. له کوم مهاله مې، چې لیدلې وه، زه شاعر یادېدم. او چې بیا پوه شوم شعرونه یې ډېر خوښ دي؛ نویو نیم به مې ورته اوراوه. هغه لکه چې پوهېده په شعر کې ځان اوري. سترګې به یې په عجیبه خوب کې وچې شوې. تا شکه به ویلې سترګې مجسمې شوې. سترګې به ودرېدې، نورې به نه خوځېدې. 

ویې ویل:«ډېر مې خوښ شو…زه په شعر مینه یم؛ خو شاعره نه یم!» بیا به سترګې ورڅخه بې واکه شوې او زما ناشنا دنیا کې به یې د بل شعر نیالګی کښیناوه. وبه یې ویل:«کاشکي زه هم شاعره وای!»

ورپسې به نو د پوښتنو دا لړۍ پیل شوه:

دا شعر دې له کوم کړ؟ ته شعر څنګه ویلای شې؟! او داسې نورې پوښتنې به را کتار شوې. خو ما به هېڅ مهال هغې ته رښتیا نه ویل. دا چې شعر مې څه مهال پېل کړ او دا شعرونه مې د چا د اوربل او سترګو د ستاینې لپاره ویلي او لیکلي!

زه حریص وم! د هغې د خبرو حریص وم، د لیدلو او شعر کېدلو حریص وم. د شعر په پلمه به مې هغه له وړاندې لیده. خبرې به مې ورسره کولې او ډېر ځله خو به مې د هغې خپلې خبرې په شعر اړولې. 

هغه نه پوهېده، چې زما شعرونه له هغې را اوري. له هغې را بهېږي او همهغه مې د شعر دنیاګۍ ده!

ما له هغې سره ډېره مینه درلوده او دا مې هم احساس کړې وه، چې هغه هم را باندې مینه ده…یا مې هسې ځان په دې خوشاله ساته! 

که رښتیا خبره شي نه ما څه وېلې نه هغې، یوازې خدای خبر و. ډېره حیاناکه وه، او زه هم د هغې د حیا اور سوی او بې خبرو کړی وم. څه مهال به مې چې له ځان سره را غوټه کړه، چې دا ځل به ورته وایم…هرڅه به ورته وایم! غږ به مې ورک شو. کلمې به کومې تورې بلا ووهلې، وشړلې زه به شرمېدلې پاتې شوم او نور به نه غږېدم. 

دوه کلونه همداسې را سره وه او ولاړل. خو نن مې چې ولیده؛ نو عجیبه راته په دې ښکاره شوه، چې ما ورته پرون وویل غونډې ته راشي او هغې بیا وویل «زه څه مې کوې، یا څه وایې، یا څه دې راته ویلې!!!» او زه به بیا بې خبرو شوم، وچ شوم، بیا هم ننګ واخستم او ټپ خوله پاتې شوم.

باور مې نه وه، چې په دې ورځ به راشي، اخر نه یې وه ویلي؛ خو نن راغله! د هغې په لیدو سره بیا شعر را پیدا شو او زه بیا شاعر شوم او شعر مې په کاغذونو کې پرایښی وه چې ویې وایم. څه شی و چې لا نه وه لیکل شوي. ما څه شی درلودل چې لا مې نه لیکل. زه هغه شعري ټولګه وم، چې مجازي دنیا ته نه وم راوتی. او دا ټوله هغه وه. هغه د ما له لارې غږېده او زما نه ویل شوي شعرونه له هغې څخه را روان وو.

د خوښۍ احساس راغی، دننه را په کې د شعرونو سپین اور بل و. شعرونو نڅاه کوله او زه ددې نڅاه غولی وم.

زه داسې وم لکه روباب چې هغې غږولم. کمال زما نه و. کمال د هغې وه. ځکه چې زما په غږولو پوهېده. زه په نا لیدلي دنیا کې د هغې په لاسونو ترنګېدم.

زه خپلې هنروالې ته هک پک پاتې وم. هغې د خپل روباب هر تار پېژانده او ما د خیال په اقلیم کې غږ ویسته، خو خلکو زما نوم یاداوه. خلک په نوم پسې سرګردانه وه. 

نور مهال خلک رباب غږوونکی ستایي؛ خو دممهال خلکو، همزولو، شاعرانو زه ستایلم. 

نه پوهېږم غونډه څرنګه پای ته ورسېده او بیا مې ولیدل، چې ټول له خپلو ځایونو جګ شول، په وتلو شول. هغه هم را ولاړه شوه، چې په خپله خوا ولاړه شي. ما له ځانه سره غوټه کړه، چې نن به ورته وایم! دا چې هغه څوک ده. او په همدې کې ورپسې ور روان شوم. تلوار مې درلود، وېره راسره وه، لکه هغه چې را څخه ځي، را څخه ورکیږي!

هغه له وره څخه بهر شوه، زه څو قدمه وروسته ورپسې وم. له لېرې مې څارله، چې بیا یو ګړړړړم شو…نور نو ونه پوهېدم.

سترګې مې چې پرانیستې؛ نو په روغتون کې وم. نارې او سورې پورته وې. چا له درده ژړل او چا هم په خپلو ورکو یا په مرګ ویددو خپلوانو پسې کوکې وهلې. څوک سوي، څوک په سپینو سانونو کې تاو شوي وو. د چا لاس او د چا هم پښه نه وه. څوک مړه او څوک لا هم بې هوښه پراته وو. 

ځان ته مې وکتل، لږ ټپي شوی وم. زړه مې لا هم ډوب، ډوب کاوه. د جګېدو وس را سره نه و. حواس مې ګډوډ او زړه مې په زوره زوره الوته. نه پوهېدم کومه خوا او چا ته ور وګورم؟! ددې هیله مې نه شوای کولای چې بیا به یې ووینم. او دا خبره په دومره اور سره وه، چې له ځان سره مې نه شوای تکرارولای. زړه را ته غږېده، غوږ شوم ما ګڼله که هغه بیا خپل یو شعر له ما څخه دنیا ته واوروي؛ خو شعر نه و! شعر و؛ خو د هغې وروستی شعر…ځان سره ورو ورو په ژړا شوم او ناڅاپه مې له خولې ووتل:

ته شاعره یې! ته شاعره یې!! ته شاعره یې!!! 

یو وخت د روغتون نرسانو او چوپړو ونیولم، زه د هغې په سره پورې ولاړ وم، خو هغې زما دا اعتراف نور نه اورېده، چې ته شاعره یې، ته شاعره یې، ته شاعره یېېېېېېېې.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"2743132c-da65-4962-9079-66b9c271f7f0","recipients":930,"external_id":"3f79e229-aed8-de99-0722-57ce03b1784a","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
930

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸