Categories

اعلان

Loading…

 قریشي: افغان سوله به ځمکنۍ سوداګریزې لارې ټولو ته خلاصې کړي

تاند، جمعه، د قوس ۱۵مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، افغان سوله، د پاکستان په شمول د ټولې سیمې پر ثبات مثبت اغېز کولی شي.

شاه محمود قریشي د اقتصادي پیوستون یو کنفرانس ته په وینا کې زیاته کړې که په افغانستان کې سوله راغله ورسره به د ټرانزیټ لپاره ځمکنۍ لارې خلاصې شي او د دې کار لپاره امریکا پخپله اعلان کړی چې مذاکرات به بیا پيل کړي.

 نوموړي زیاته کړې چې اوسني حکومت یې له امریکا سره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغولې او پاکستان به د افغان سولې د پروسې له بریا وروسته د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګریز پیوستون په برخه کې مهم رول ادا کړي.

 پاکستان په داسې حال کې د افغانستان د ځمکنیو لارو د پرانیستل کېدو او سولې خبره کوي، چې د دغه هېواد ګڼو پوځي مشرانو اعترافونه کړي دي چې دوی په افغانستان کې تر خپل تاثیر لاندې حکومت او له دغه هېواد څخه منځنۍ اسیا ته تېرېدونکې مفته ټرانزیټي لار غواړي.

846 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"dee11e84-0ce6-4e05-8340-aa2643a396d4","recipients":930,"external_id":"0eb83a66-aab2-e159-457b-b06408495b0e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
930

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    پاکستان اوس وخت کی ګاز او انرژی ته او همدارنګه د خپلو توکو د مرکزی آسیا د لیږد لپاره افغانستان مهم پل ګڼی کچیری په افغانستان قوی نظام وی او مالی او تخنیکی قوی کدرونه وی او داسی اشخاص په چوکیو وګمارل شی چی د ولس او هیواد ملی ګټو ته ژمن نه دی لوړ پوړو چارواکو غوښتنو او امرونو ته ځکه زیاتره چارواکی د بهرنیو هیوادونو په فرمایش مقرریږی او د بهرنیانو په خدمت کی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸