Categories

اعلان

Loading…

د ناکامورا مظلومانه وژنې، د افغانانو ټولنیزې رسنۍ ولړزولې

تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: پر افغانستان او افغانانو د مئین ناکامورا د وژنې له کبله په ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه روان دي.

ډاکټر ناکامورا چې د اوبو متخصص او په ننګرهار کې یې کښتونو ته  اوبو رسونې ګڼې پروژې پلې کړې وې، نن په یو ترهګریز برید کې د جلال اباد په لومړۍ ناحیه کې په نښه شو چې نوموړی په کې ټپي شو، خو ۴ ساتونکي او یو ډرېور یې ځای پر ځای ووژل شول.

وروسته ناکامورا هم چې د چارواکو له لوري بګرام ته د لېږدونې په حال کې و، د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

ناکامورا هغه څوک و چې افغانستان ورته په لومړي ځل د تابعیت تذکره ورکړه او افتخاري افغان وبلل شو، چې له کبله یې نن په مړینه د خلکو غبرګونونه هم زیات دي.

خبریال او فعال اکرام الله اکرام له جاپانیانو په انګلیسي ژبه بخښنه غوښتې او ویلي یې دي چې موږ درته ناکامورا ونه شو ساتلی.

د ننګرهار د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري بیا لیکلي: (( له ارام او پرمختللي جاپانه راغی، خړو دښتو ته یې اوبه برابرې کړې، خړې خاورې یې په شنو باغونو او پارکونو بدلې کړې، خو د دې ځای خلکو په بدل کې په ټنډه وویشت او ژوند یې ترې واخیست.))

ناکامورا چې په ننګرهار کې په کاکا مراد مشهور، لیکوال او شاعر بختیار تلاش ورته لیکلي: ((کاکا مراده! زموږ دښمن (ترهګر) ډېر پست دی، ترهګر بدذاته بوټی دی، په هیڅ صورت د دې وططن د بقا په پار راپورته شوی فکر ژوندی نه پرېږدي، وحشي ژوي که په دې پوه شي چې ژوبڼ یا ځنګل ته یې څوک ښېرازي راوړي، ژوي زیان نه ور رسوي، ترهګر له وحشته پورته بله مرداره پدیده ده.))

یو بل فیسبوک کاروونکي نظر محمد افغان بیالیکلي، ډاکټر تیتسو ناکامورا د افغانستان په تاریخ کې هغه نوم و چې پیدا په جاپان و خو مړ په افغانستان…

رضوان الله لرمل بیا د ناکامورا له اروا بخښنه غوښتې: (( موږ وبخښه تا د لیوانو به دره کې قدم وهل غوښتل، تا د هغه ملت لپاره کار کاوه چې هیڅ د دې وړ نه دی چې لوټه په لوټه ورته کېږدې. ویریږم چې په دې پوښتنه یې راټینګ نه کړي چې تاته چا ویلي وو چې دې غیور ملت ته کار وکړه؟))

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي چې له ناکامورا سره یې له نږدې کار کړی دی لیکلی: (( هغه تېره ورځ هم د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د مروارید کانال رغونه پیل کړه، خو نن د دې هېواد  ازلي دښمن لخوا په ترهګریز برید کې لومړی ټپي او بیا یې ژوند له لاسه ورکړ.))

عطا الله خان حیران بیا لیکي: (( د وحشت او بربریت ټیکه دار ته خپل تور بادار بیا دا خدمتګار هم په ګوته کړ چې ویې وژني،   ځکه هېواد ته یې خدمت کولو، د دې وطن هر خدمتګار د بربریت ښکار دی.))

شکر الله پاڅون بیا لیکلي، که د ضمیر په نامه څه شتون لرلای نو اوس به د ننګرهار ټوله امنیتي رهبري په محبس کې اچول شوې وای.

مدني فعال اباسین بهیر بیا کاږي چې منتظر دی چې اوس به د ننګرهار د کوم امنیتي بنسټ مشر لومړی استعفی ورکوي: (( چې ساتلی مو نه شئ نو ځئ.))

د ننګرهار یو بل فرهنګي مشر اصف شینواري لیکلي: (( موږ د یو میلمه (اسامه بن لادن) په ساتلو کې خپل وطن لوټې لوټې کړ، خو د بل میلمه په ساتلو کې بیا پاتې راغلو.))

غلام سرور ظهېر بیا د ناکامورا د وژنې پړه پر طالبانو ورا چوي او کاږي: (( هغه ملت یا قوم ته تاسې څه نوم ورکوئ چې خپل پنجابي او عرب ته د خبلې ښځې پرتوګ ور اغوندي، مګر د ډاکټر ناکامورا په څېر د خادم انسان سینه په مرمریو غلبیلوي.)

عبدالغیور وزیري بیا لیکي: (( کسیکه برای افغان ها خدمت میکند کشته میشود،اما کسیکه افغان ها را میکشد برایش خدمت میشود.))

سمیع الله پیوند بیا لیکلي: (( جاپان کې به اوس خلک له یو بل پوښتنه کوي چې ناکامورا په افغانستان کې څه کول؟ نور به ورته وايي، خدمت یې کاوه، شاړې دښتې یې ابادولې، د اوبه خور سیستم یې جوړاوه، ځمکې یې خلکو ته ارزښتمنې کولې؟ خو ولې یې واژه؟ ځواب به یې دا وي چې ددې وطن خلکو تیاره خوښوله.))

عزت الله شمسزی لیکي: (( یو جاپانی مې ملګری دی، هر وخت به مې ورته د ناکامورا د خدمتونو یادونه کوله، اوس به خبر شي، حتمن به راته وايي چې مننه ستاسې په وطن کې د ناکامورا د خدمتونو قدرونه وشوه.))

ثواب الدین مخکښ هم د ناکامورا په وژنه کې طالبانو ته اشاره کوي او کاږي: (( اوس به بیا وايي چې دا خو موږ نه دی وژلی، موږ تغییر کړی، د ټولو بدبختیو بستر برابروونکي تاسو یاست.))

خوشال خلیل هم په دې اړه اوږده لیکنه خپره کړې او لیکلي یې دي: (( ځان به نه سره غلطوو، په افغانستان کې چې هر څوک د ابادۍ، سرلوړۍ او د عام ولس د خېټې مړولو فکر او عملي مبارزه کوي، د طالب، تروریست، او د پاکستان د نورو اجیرانو قاتلان هدف ګرځي او وژل کېږي.))

کلثوم شګیواله بیا لیکي: (( دلته د خاین، مفسد او غل سر و مال خوندي وي، خو د رښتیني خدمتګار ژوند بیا کړاو او د ګوتو په شمار ورځې وي.))

د فرامرز تمنا د ټیم لومړی مرستیال سید قیاس سعیدي هم دغه غم دردولی دی او لیکي: (( د انسانیت او افغانیت پر مخ تور داغ، اوف سترګې مې درد کوی، د فرخندې له وژلو وروسته د ناکامورا غم سخت ودردولم.))

د ډاکټر ناکامورا په اړه مشهوره ده چې نوموړي باندې په ۲۰۰۹ کال کې په دره نور کې وسله والو برید وکړ، چې له کبله یې ځايي خلک راووتل او طالبان یې په غرونو کې وځغلول.

نوموړي ته له افغانستان سره د ډېرې مینې له کبله ولسمشر غني د افغانستان تذکره او تابعیت هم وربخښلی و، خو نن په یو تروریستي برید کې ټپي او بیا یې ساه ورکړه.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د هغه د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

1,609 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"fd736c4c-48a4-42d2-9dc8-3cbc24033f8b","recipients":930,"external_id":"5409fb37-0ae4-d50a-279a-830b47a00ddc","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
930

10 comments

  1. سلیمان زاهد Reply

    که د مشرقی ولس اقلا د ناکامورا په وژنه خپه وی او غواړی چه له قاتل څخه یی غچ واخلی نو اقلا د کلداره ترویج په خپله سیمه کی منع کړی

  2. حسن Reply

    کومې وژنې چې زمونږ خروړي ، انسان او اسلام دښمنه خوارج کوي ، دوی یې مسوولیت په منډه اخلي او په خپل جنایت د اعتراف ترڅنګ ویاړ هم کوي چې دا جرم مونږ وړکړ.
    اما د پنجاب او پردیو استخباراتي ډلې هېڅکله داسې جنایت باندې اعتراف نه کوي. د ډاکټر ناکامورا یا زمونږ د هېوادوالو په ژبه کاکا مراد په وژنه کې زمونږ د ګاونډي جهنمي استخباراتي څرک لیدل کیږي.

  3. بلال Reply

    ناکامورا دکنر د او بو قربانی دی اوس باید افغانان یوه ساسکها
    اوبه هم چاته و ر نه کری
    اوس فقط معلومه شوه
    چه جگره او بو باندی ده.

  4. دورانی Reply

    ډاکټر ناکامورا د پاکستان لخوا د ځینو افغانی جاسوسانو او د پنجابی مزدورانو لخوا وژل شوی دی.
    د کنړ دسیند څخه اوبه کمول د پاکستان د دالخورو لپاره غټ ګذار دی، ځکه چه اوبه نه وی نو دالخوران به بیا خپل …. خوری.

    د افغانستان حکومت ته پکار دی چه د ډاکټر ناکامورا قاتلین او دغه پنجابی بی غیرته مزدوران ژر تر ژره پیدا او سمدلاسه یی په عام محزر کی اعدام کړی.

    ډاکټر ناکامورا د مروارید په نوم د اوبو نوی او غټه ویاله جوړه کړه، چه د دغه ویالی یا کانال سربند د کنړ سیند د نورګل ولسوالی د زیړی بابا څخه سرچینه اخستی او د کوزکنړ او حتی پدی وختو کی کوښښ کیده چه دبهسودو ولسوالی ته هم وغزییږی. ددغه ویالی په شروع کی یو افغان انجنیر او وروسته یو جاپانی انجنیر هم د پاکستان د اجنټانو لخوا شهیدان شول، او نن یی راته پنځه افغان قهرمانان او قهرمان ډاکټر ناکامورا د پاکستان دشومو اهدافو لپاره قربانی شول.

    د هغی ورځی په امید چه دانګریزانو دغه ترهګریزه ځاله یا پاکستان چه ۷۰ کاله مخکی جوړه شویده، او نوره ژر تر ژره دغه ځاله د ځمکی دکری پر مخ د تل لپاره ورکه او پوپناه شی. تر څو ټوله نړی په امن کی ارام ژوند وکړی.

  5. محمدالله Reply

    افغان ولس دتل د احسان مدیون دی، بعضی ملګرو په احساساتی توګه خپل ملت او ولس ددی جنایت مسول بللی او هغه ته سپکاوی کریدی، یو اقلیت خرڅ شوی ډله د ملت نمایدګی نشی کولای

  6. ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi Reply

    سلامونه،
    د ډاکټر +انجینیر ناکامورا اروا دې ښاده یاده وي . دجاپان او افغان قهرمانو ولسونو ته تسلیت اوصبرغواړو۰
    دی هم د هغې زنځيري ،مافیايي، تروریستي کړۍ او لړۍ قرباني شو چې د افغانستان آبادي نه غواړي مګر بربادي ېې هر وخت غوښتې ،غواړي ېې او … ،لکه څنګه چې پورته لیکنو کې وروڼو ،ملګرو ليکلي .
    ایکاش ،لوی الله ج.ج. دې د ده په قصاص کښې خارجي اوداخلي قاتلینو، غاصبینو، مفسدینو او جواسیسو کړیو ته د غیبي اعدام سزا ورکړي .آمین.

  7. RAZMOHAMMED KAMAWAL Reply

    THIS IS VERY BAD NEWS FOR ME; HE CHANGED OUR ENVIRONMENT.
    HE WAS GARDNER OF OUR EVERGREEN NANGR AHAAR.
    BUT OUR ENEMY(PAKISTAN&TERLIBS) DO NOT WANT TO REBUILD OUR
    COUNTRY. TALIB FACE IS DIRTY.FOR EVER.
    HE WAS JAPANIS AFGHAN,HE SPEND HALF OF LIFE IN AFGHANISTAN.
    GOD BLESS HIM//
    I AM SORRY FOR NAKAMOORA

  8. Abdullah Majeid wardak Reply

    خلقيان ، پرچميان ، مجاهدين ، او غربيان ، ديموکراسى طلبان ټول درنه ځار شه وياړليه محترمه کاکا مورا ، زه به دى تل په ياد ساتم او ستا پر لاره به خپل اميدونه ژوندى ساتم ، ډيره خوږه انسانه زما اتړمى تړمى اوښکى ومنه ـ

  9. dost Reply

    د الله ج لعنت دی ور باندې وي په داسې خلکو چې د یو څو پیسو په مقابل کې داسې ناوړه عمل کوي استثنایی داسې افغانان شته جې دسپیو بلا دې ور وګرځي ناکامورا خو وطن ورته آبادولو ولې دې سپیو کوم عمل وکړلو. دا لعینان یعنې هر چا چې دا عمل کړی دی په دې دې هم پوه شي چې دلېوني سپي عمر ډېر کم وي

  10. اجمل آمل Reply

    دا باید ومنو چې موږ افغانان مرده پرسته یو، نه زنده پرسته
    موږ د هغه په مړینه ویر کوو په داسې حال کې چې په ژوند مو ناکامورا ته مینه او خونديتوب ورنشو کړائ.
    اوښکې مې نه تم کیږي، د یوه افغان په حیث د شرم احساس کوم او وجدان مې ارام ته نه پریږدي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸