Categories

اعلان

Loading…

د جرمني دفاع وزیره: د ولسمشریزو ټاکنو پایلې دې ژر تر ژره اعلان شي

تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د جرمني د دفاع وزیرې په مزار شریف کې د خپلو ځواکونو سره تر لیدنې وروسته نن له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره په جلا جلا لیدنو کې د خپل هېواد له پلوه د مرستو دوام ډاډ ورکړی دی.

 د جرمني د دفاع وزیرې میرمن انګریټ کرامپ له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلان غوښتنه کړې چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.

 اغلې کرامپ له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته په یو خبري کنفرانس کې ویلي، د ټاکنو څخه راوتلی حکومت به د سولې پروسه په پوره قوت مخته یوړلی شي.

بلخوا ولسمشر غني ویلي، له اغلې کرامپ سره یې د افغانستان د باعزته سولې او  په هغې کې د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو د خوندیتوب په اړه خبرې کړې دي.

 اغلې کرامپ په ننیو لیدنو کتنو کې اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم کتلی دی.

نوموړې چې افغانستان ته په لومړي ځل راغلې ده تېره ورځ یې په مزار شریف کې د خپلو ځواکونو سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې جرمني غواړي په افغانستان کې د ناټو په  چوکاټ کې خپل ماموریت وغځوي.

600 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"067785ba-8630-4f9d-bda1-00c9185ba9d8","recipients":931,"external_id":"9f55b567-97e8-5dc7-ff90-2923142dd154","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
931

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸