Categories

اعلان

Loading…

درانی احمدشاہ د اوسني افغانستان مؤسس او د پاني پت د تاریخي حماسې اتل

پروفیسور عبدالخالق رشید د جواھرلال نھرو پوھنتون استاد

د دغی مقالی خلاصہ پہ ۱۹۹۸ کال د ھند دگجرات پوھنتون
پہ بین المللی سیمینارکی ولوستل شوہ، دلته ټوله مقاله د یولړ تاریخي اسنادوپه زیاتي سره خپروم. 

زموږ لاسونه، زموږ پګړۍ سرونه،

له ډیره درده غمه،

په زعفرانی رنګ زعفراني شوې وو …

هلته چې موږه د دښنه جګړې ته ورغلي وو …

او موږ له پانی پت راوتښتیدو…

او پاچاهي مو هلته پریښودله،

هلته مو بایلوله …

شاعر: رودارد کیپلینګ (له تښتیدلي پیشوا سره ډیلي ته مل)

ب: احمد شاہ ابدالي خپلہ ھند تہ نہ و ورغلی …


رابہ شو دغہ بحث تہ چی احمد شاہ ولی پرھند باندی یرغل وکړ او یا ولې هند وستان ته ورغئ ؟ لکه چی پہ تیرو کرښو کی تاسی ولوستل او یادونہ وشوہ چی د احمدشاہ ورتگ پرھند وستان باندی یو پلان شوی ورتگ او لښکرکشی نہ وہ چی موږ ھغہ تر احمد شاہ دمخہ واکمنانو لکہ د نادرافشار د لښکرکشیو پہ شان وانگیرو.پرھند باندی د احمد شاہ د لښکرکشۍ لامل پہ خپلہ پہ ھند کی داخلی افراط گري او د مغلي کمزورې واکمنۍ خوارځواکی حالت و. جادوناتھ  سرکار پہ خپل اثر، (د مغلی سلطنت زوال ) (پہ انگریزی ژبه ) کی پہ روښانه توگہ دغہ اصل تہ اشارہ کوي اولیکي چی«  خورو ورو مرھټه وو پہ دکن او گجرات کی د واکمنانو پرضد تورې را وکښلې کرار کرار یوه ډله شول او پہ شمالي ھند کې یی پرتاخت وتاراج باندی لاس پوری کا، د ھند د جټانو، سیکانو او مسلمانانو پہ تابع کولو کی د زورزیاتي لارہ ونیوہ او د دغو خلکو د ځان بلا شول او د ډیلی کمزوري واکمنان یې د ډیلي پہ تنگ چاپیریال کی سرہ راگیرکړل… »


پر دغی یادونی سربیرہ یوہ بلہ خبرہ چی پہ دغہ بارہ کی د یادونی وړ دہ ھغہ دا دہ چی د احمدشاہ د لښکرکشیو ترڅنگ پہ ھند کی د دغہ ھیواد د نورو قومونو ترڅنګ د مسلمانو برخلیک په ځانګړې توگہ د پاملرنې او یادونی وړو، پہ دی مانا چی تر دغه مهاله دلته د مسلمانانو سرنوشت پہ دغہ ھیواد پہ مادي او معنوي لحاظ خورا اھمیت درلود، خو پہ دغہ مھال چې احمد شاہ بابا پہ آسیا کې د یوی لویی امپراتورۍ د سرواکمن و په دغه حالت کې د ھند مسلمانان د نادرشاه له قتل عامه وروسته پہ خورا بد حالت کی شول، داسی چی پہ دغہ ھیوا د کی د یوہ اضافي ځواک او د سترگو د اغزي پہ توگہ ورتہ کتل کیدل او ھغہ د پاملرنی وړ ماضي یی پہ تمامہ مانا د له منځه تلو په درشل کې لویدلې وه. د ھند روحاني کړیو چی دتاریخ پہ اوږدو کی یې نہ یوازی د ھند پہ سیاسي او ټولنیزو چارو کی د اھمیت لرونکی ونډه درلوده بلکہ پہ ھمسایہ او گردو مسلمانو ھیوادواوخلکو باندی یی هم  خپلی روحاني اغیزی درلودې، ھمدا وہ چی پہ دغہ مھال کی هم د دغو روحاني اړیکو مهم دریځ اوځواک په تمامه مانا لہ خپل اھمیتہ نہ و رالویدلی. د احمدشاه ابدالي تر ورتګ دمخه چې (سداشیوراو) او نورو مرهټه وو کوم سپکاوی د مسلمانانو مقدسو ځایونو ته وکړ لکه د نظام الدین اولیا له زیارته د سپینوا سرو زرو لوټول او همداسې د جوماتونو له منځه وړل او لوټل هغه څه وو چې په دغو کړیو کې یې د یرغلګرو ځواکونو په وړاندې سخته کرکه را پورته کړې وه.


شاولی اللہ (*) او د ھغہ کورنۍ او روحانیت پہ معنوی لحاظ پہ ھمدغہ مھال کی پہ داسی حالت کی وہ چی لایی پرخلکو، او ھم د ډیلی اونوروھیوادو پرواکمنانو باندی خپل معنوی اغیز درلود. دهند  د مسلمانانو سترګې له ده ————————
(*) د حضرت شاولی اللہ رح ژوند لیک پہ یوہ کوچنی رسالہ کی چی د (الجزالالطیف فی ترجمۃالعبدالضعیف) پہ نامه یاده شوې لیکل شوې چی موژ دلتہ لہ ھغې څخه یوحوکرښې رااخلو: ” دغہ فقیر د۱۱۱۴ھ کال د شوال پہ (۱۴) دچھارشنبہ پہ ورځ د لمرختو پرمھال پردغہ دنیا باندی سترگی را وغړولې …مبارک تاریخی نوم یی عظیم الدین راووت، یو شمیر دوستانو د دہ پہ بارہ کی خوبونہ لیدلی وو، چی ھغہ د (القول اجلی) پہ رسالہ کی راوړل شوي دي. پہ پنځه کلنۍ یی پہ زدہ کړه پیل وکا، پراووہ کلنی یی پر روژہ او لمانځه ودرید، قرآن کریم او د فارسی تعلیم یی یو پر بل پسی ترسره کړل، پہ څوارلس کلنی یی د پلار پہ غوښتنه وادہ وکا، او پر پنځلس کلنۍ یی د نقشبندیہ صوفیانو، حضراتو او مشایخو بیعت ترلاسہ کا، زیات علوم یی پہ تیرہ بیا ادبی علوم ولوستل، احادیث یی پہ خورا مینی سرہ مطالعه کړل، پہ تصوف کی یی ھم اوچت ځای او لوړمقام غورکړ. پہ ۱۱۴۴ھ کال کی بیت اللہ تہ ولاړ ھلتہ یی دخپلی استوگنې پرمھال د علماوو لہ برکتہ ځان بسیا کا، پہ ۱۱۴۵ھ کال کی بیرتہ دھلی تہ راغبرگ شواودلتہ یی بیا پرمطالعہ اوتحقیق باندی پیل وکړ اوزیات شمیر آثار یې ولیکل چی یوشمیر یې دا دي لکہ : ۱ فتح الرحمن، ۲ الفوذ الکبیر۳ فتح الخبیر ۴ مصفی ۵ مسوی ۶ حجتۃاللہ البالغہ ۷ بعدورالبازعہ . ۸ ازلالقد الخفاعین خلافتہ الخلفأ ۹ قرۃ العین فی تفصیل الشیخین ۱۰ انصاف ۱۱ عقد الجید ۱۲ تحفتہ الموحدین ۱۳ شرح تراجم ابواب صحیح بخاری ۱۴ مجموعہ رسایل اربعہ ۱۵ تفھیمات الھیہ ۱۶ خیرکثیر ۱۷ فیوض الحرمین ۱۸ الدراثمین فی مبثرات النبی الامین ۱۹ انفاس العارفین ۲۰ انسان العین ۲۱ القول الجمیل ۲۲ انتباہ فی سلاسل اولیااللہ ۲۳ الطاف القدس ۲۴ سطعات ۲۵ ھمعات ۲۶ لمعات ۲۷ مکتوبات فی مناقب امام بخاری وابن تیمیہ ۲۸ مکتوب المعارف مع مکاتب ثلثہ ۲۹ سرور المحزون ۳۰ الجزوالطیف ۳۱ المقابلہ الرضیہ فی الوصیتہ والنصیحۃ ۳۲ ثناالقلوب ۳۳ زیراوین ۳۴ تاویل الاحادیث ۳۵ سیوامع شرح الجبر ۳۶ العقدۃ الحسنہ ۳۷ المقدمۃ الینیہ ۳۸ چھل حدیث ۳۹ شرح رباعین ۴۰ مآثر الا جداد ۴۱ العطیۃالصمدیہ ۴۲ فتح المودود فی معرفتہ الجینود ۴۳ مسلسلات اونور (وگورئ سیاسی مکتوبات ۱۷۶مخ )

 

 پرته بل چا ته نه وراوښتې، ځکه خو ټولو پرده رامخه کړه، د شاه ولی الله  دغه مهال پہ گردہ اسلامي نړۍ کې لہ احمدشاہ ابدالي پرتہ بل چا تہ سترگی نہ وراوښتی چی د ھند د مسلمانانو او د دغہ ھیواد د نورو اقشارو د برخلیک  ژغورنې پہ باب لہ ھغوی سرہ پہ تماس کی شی، دا پر دې چی پہ دغہ ناتار کی چی پرھند باندی د مرھټه وو لہ لاسہ راخورشوی و نہ یوازی مسلمانان تر ستوني راغلی وو بلکہ نورو هندوانو ھم ځانونہ د دوی لہ لاسہ د بربادۍ  پہ کندہ کی لویدلی شمیرل. او گرد ھند ھمدغو مرھټه ډاکووانو ورتہ سرہ تبۍ گرزولی و. د شاہ ولی اللہ پہ غورخنگ کی یوازی مسلمانان نہ وو، بلکہ پہ دغہ غورځنګ کی د نورو مذھبو پیروان ھم برخمن وو چی ھغوی ھم پہ خپل وار لہ شاہ ولی اللہ څخه دا ھیلہ درلودہ چی پہ داسی حالاتو کی دی باید د (انسان ) یا هندوستاني ژغورنی پہ نامہ لہ دوی سرہ لاس په کارشي. د دغہ روحانی مشر ښه نیت او داحمدشاہ ایمانداري او مرستندویه روحیه د دی سبب شوه چې ځان باید د دغو ولسونو دفاع اوننګې ته تیارکړي او په دغه حساسه اوتاریخي شیبه کې یې ځان د بي تفاوتۍ په بهیرکې ونه نیو.

نامتولیکوال فریر پہ خپل نامتو اثر) د افغانانو تاریخ (The History Of The Afghans)) کی ھم د احمدشاہ دغو تمایلاتو تہ اشارہ کوي او لیکی چی : « احمدشاہ د ختیزو ھیوادو لہ زیاتو ناوړو دودونو او ناوړو شیانو لہ دودولو لری و، لہ شرابو او تریاکو یی ځان پر یوہ خوا ساتہ، لہ منافقانہ او ماجرایی افعالو پاک و، د مذھب جدی پیرو او پالونکی و، سادہ خو لہ ویاړه ډک خویونہ اوعادتونہ یی د دی سبب شوی وو چی دی یی د گردو خلکو پہ منځ کی د درناوی مرحلی تہ رسولی و۔ ھغہ تہ رسیدل اولہ ھغہ سرہ ناستہ ولاړه گرانہ نہ وہ ، لہ انصافہ یی کاراخیست اوھیچا ھم د ھغہ لہ فیصلو شکایت نہ درلود ”


ھمد اسی ورته لیکنه  شاہ ولی اللہ رح ھم پہ خپلو سیاسي مکتوباتو کی د احمدشاہ پہ بارہ کی کښلې ده: 

« احمدشاہ دمذھبی احساساتو اورجحاناتو خاوند واکمن و، پرشاوخوایی د پوھانو اوعلماوو حلقہ ھرچا لہ ورایہ درک کولہ، د لاھور، پشاور اوپتیالی د مشایخو پہ خدمت کی بہ حاضر و، د ډیلی، اجمیر او پانی پت مزارونو تہ یی خاص ارادت درلود، لکہ چی یوہ ورځ د پاني پت لہ جنگہ دمخہ د بوعلی شاہ قلندر مزارتہ پہ نیاز اوعجز سرہ ورغی او دعا یې پرې وکړه. د ھری پنجشنبی پہ ورځ بہ یی علما اومشایخ خپل دربارتہ ورغوښتل اولہ ھغوی سرہ بہ یې پہ مذھبی معاملوکی خبرې او بحثونہ کول” . (سیاسی مکتوبات ۱۹۱ مخ )


احمدشاه بابا دغه ټولې ځانګړني لکه چې نورو لیکوالو د هغه په اړه ویلي دي لرلې اودا هغه ځانګړنې وې چې له هغو سره سره یې ترهغو چې یی د هند د نامتو روحاني لارښود شاه ولي الله له خوا پرله پسې لیکونه ترلاسه نه کړل، ده هندوستان ته د تلو او لښکرکشیو فکرهم نه کاوه. همدغه بلنه وه چې احمدشاه بابا یې ناچار کړ چې باید هغه ته د هغه مهال د حالاتو په پام کې نیولو سره مثبت ځواب ورکړي. په دغه اړه دغه لیکونه اودهغو موخې لږ نورې هم راسپړو:


حضرت شاہ ولی اللہ پہ یوہ لیک کی چی د اعلحضرت احمدشاہ بابا پہ نامہ یی کښلی اوسرلیک یی دی (بہ جانب پادشاہ ووزیروامرأ) لولو: ” الحمداللہ وحدہ والصلوۃ والسلام علی من لانبی بعدہ وعلی آلہ واصحابہ اجمعین امابعد این کلمہ چنداست کہ باعث برتحریر آن نصیحت وخیرخواھی بادشاہ اسلام ایدہ اللہ تعالی بنصرہ ووفقہ کا یحب ویرضی وخیرخواھی امرا کبار وجمھور مسلمین احن اللہ تعالی الیھم. شدہ است، کما قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ التیلم الدین النصحۃ۔ امیدواری ازفضل باری آن است کہ اگر بموجب این کلمات عمل کنند تقویت امور سلطنت وبقای دولت ورفع منزلت بظھور می رسد . فرد:


درپس آیینہ طوطی صفتم داشتہ اند
آنچہ استاد ازل گفت ھمان می گویم


کلمہ اول: اصل اصول (کہ) صلاح دولت ورونق ملت ھمان تواند بود آن ست کہ الحال برای رضای خدا تعالی وبرای حضرت محمد مصطفی صلی اللہ علیہ وسلم لازم گردانند کہ چون فتح میسر می شود عدو ومخذول، اول چیزی کہ بقصد موکد امضای آن کنند جھاد بلاد جات وفتح قلاع وی باشد درین کارفایدہ است دینی ودنیوی ازآن جملہ سرزنش ملاعین تا بعد ازین زمینداری این قسم شوخی وبیباکی نہ اندیشید ” (سیاسی مکتوبات ۴۲مخ)


پہ بل لیک کی چې د اعلیضرت احمدشاہ درانی پہ نامہ لیکل شوی اوپہ پورہ توگہ اوږداومھم لیک شمیرل شوی داسی لیکي: ” الحمداللہ رب العلمین ولصلوۃ والسلام الاتمان الاکملان علی رسولہ شفع المذبنین یوم الدین والہ اصحابہ اجمعین امابعد . این کلمہ چند است حمیت اسلام حامل برعرض آنھا شدہ ، حق عزوعلاآن را برمسامع علیہ برساند، وجود پادشاھان اسلام نعمتی است بغایت عظیم… باید دانست کہ ولایت ھندوستان ملکی ست وسیع، اوایل ملوک اسلام درمدت بسیار بہ مجاھدہ بی شمار بہ دفعات این ولایت را مسخر ساختہ اند سوای دھلی کہ جای نشت پادشاھان صاحب اقتدار بودہ است درھرناحیہ فرمانروای علاحدہ بود، مثل گجرات، احمدآباد ، کہ والی جدایی داشت، وتھتہ راپادشاھی دیگری وبنگالہ درتحت وتصرف حاکم دیگر واودھ محل سلطنت شخصی دیگر کہ اورا سلطان الشرق می گفتہ اند وملک دکھن عبارت ازپنج سلطنت است ،برھانپور، وبرارواورنگ آباد وبیجاپور، کہ درھرولایت ازین ھا پادشاھی مستقیل بودہ است ودرمالوہ حاکم جدا فرمانروا ، ھریکی ازین مواضع کہ نام کردہ شد، پادشاھی علاحدہ صاحب فوج وصاحب خزانہ میداشت … ” (سیاسی لیکونہ ۴۶مخ )


یولہ ھغو اصلونو چی پہ دغہ بارہ کی ھغہ باید پہ فرعی توگہ پہ پام کی ونہ نیسو، ھغہ پہ ھند اونیمہ وچہ کی د مسلمانانو دشتہ والی اصل دی، کہ څه ھم دپاکستان پہ رامنځ ته کیدو اودھند د نیمی وچی د تجزیی لہ املہ دھندمسلمانانو تہ زیات تاوانونہ ورسیدل، خوترویش دمخہ ھند بیا پہ بیلابیلو برخو کی برعکس دریځ اوخای درلود، پہ دی مانا چی ددغہ ھیواد پہ گردو اجتماعی اوسیاسی بدلونوکی دمسلمانانو لہ برخی اخیستو سترگی نہ شوای پتیدای.ان داچی د ۱۸۵۷پاحون چی دانگریزانو پرضد رامنځ تہ شو پہ دغہ ترح کی په زیاته کچه ھم ددغہ ھیواد دمسلمانانو مقامت او مبارزہ پہ تمامہ مانا روښانه اود پاملرنې وړوه، پہ دی چی دغہ انقلاب ددوی لہ مرکزونو راپیل او پرمخ لاړ،چی بالاخرہ پہ وروستیو شیبوکی ددوی پہ سیموکی لہ ماتی سرہ ھم مخامخ، اوداکثریت مسلمانانو پہ قربانی باندی پای تہ ورسید. خبرہ دادہ چی پہ ھغو حالاتو اوشرایطوکی پہ ھند کی د مسلمانانو پہ وړاندې دشاہ ولی اللہ پہ شان شخصیت څنگہ کولای شول بی تفاوتہ پاتی شي، (*) دا پہ دی چی ھندوستان دھغوی  (مسلمانانو) ھیواد واو د هندوستان پہ برخلیک  ټاکلوکی دوی پہ آزادہ توگہ برخہ اخیستنہ خپل حق بلله.لہ ھمدی املہ پہ دی کی شک نشتہ چی احمدشاہ دھمدغہ لوی ځواک (مسلمانان اوھغوی چی لہ مسلمانانوسرہ یوشان ترفشارلاندی وو) پہ غوښتنہ اوبلنہ ھندتہ ورغی.چی دغہ چال چلند ان اوس د اوسنۍ پرمختللې نړۍ  پہ معاصرہ قلابی دیموکراسی کی ھم د یوې نوې پدیدې پہ توگہ کومہ ناآشنا خبرہ نه دہ. چی بیلګې موږ ھمدا اوس پہ افغانستان کې د روسیې او امریکې له خوا په سترگو ولیدې او وینو یې! 

  ھمدادہ چی شاہ ولی اللہ رح دھغہ وخت دآسیا پیاوړي واکمن احمدشاہ تہ لیکی: « …و الا دکھن کہ اولاد نظا م الملک مر حوم ۔۔۔ گا ھی با نواع حیلہ میا ن قوم مرھتہ جنگ انداختہ وگاہی فرنگیان را با خود رفیق گرفتہ ،شهرهای عظیم را مثل برهانپور و اورنگ آباد وبیجا پور متصرف ماندند و اطراف و نواحی را بہ مر ھټه گذاشتند، غیر این دو مو ضع خالص، تصرف مرهټه است با لجملہ بر انداختن قوم مرهټه آسان کاریست اگر غازیان اسلام کمر ھمت بربندند دو سہ صف آنها بشکند در اصل قوم مرهټه قلیل اند …حاصل کلام آنکہ در ملک ھندوستان غلبہ کفار باین صورت است کہ در بیان آمد و ضعف مسلمانان باین صفت در ین زمانہ پادشاهی کہ صاحب اقتدار وشوکت باشد وقادر برشکست کفارو دوراندیش، جنگ آزما، غیرازملازمان آنحضرت موجود نیست لاجرم برآنحضرت فرض عین است قصد ھندوستان کردن وتسلط کفار مرھټه برھم ——————–

(*) ھند تہ داحمدشاہ بابا د پوځونو د استولو پہ کارکی د شاہ ولی اللہ پر کوششونو برسیرہ د دوونومیالیوپشتنو روحانی عالمانو نومونہ ھم پہ خاصہ توگہ دیادونی وړدي چې ھغہ یو دڅمکنیو میاعمر اوبل ھم میافقیراللہ جلال آبادی دی چی دوی دواړو پردرانی امپراطوری باندی خپلہ معنوی اغیزہ درلودہ او په دغه برخه کې د دوی مشوره هم وه.

 زدن و ضعفای مسلمین را کہ در دست کفار اسیراند خلاص فرمودن، اگر غلبہ کفار معاذاللہ برھمین مرتبہ ماند، مسلمانان اسلام فراموش کنند، و اندکی از زمان نگذرد کہ قومی شوند کہ نہ اسلام را دانند نہ کفررا این نیز بلای عظیم است کہ قدرت بردفع آن بہ فضل ایزد منان غیرآنحضرت را میسر نیست. ما بندگان الھی رسول خدا راصلی اللہ علیہ وسلم شفیع می آریم و بنام خدای عزوجل سوال می نمایم کہ ھمت بانیمت رابجانب جھاد کفار این نواحی مصروف فرمایند تا در پیش خدای عزوجل ثواب جمیل در نامہ اعمال انحضرت ثبت شود …”( مکتوبات ۵۲مخ) .

لنډه داچی احمدشاہ ابدالی پہ ۱۷۵۱کی لاھورتہ، پہ ۱۷۵۲ دھلی یا شاجھان آباد تہ ،پہ۱۷۵۶ سند تہ د بلوچستان لہ لاری پہ ۱۷۵۸کی بیا پنجاب ته، پہ ۱۷۶۰ او۱۷۶۱ کلونو کی پانی پت او ھمدارنگہ پہ ۱۷۶۲ او۱۷۶۳ کلونو کی ھندوستان تہ پوځونه استولي چی ھدف یی د ھند لہ خلکو پہ تیرہ بیا لہ مسلمانانو او هندي ځورول شویو ولسونو سرہ خواخوږي او مرستہ وہ چی پہ ھغہ مھال یی ھم د مسلمانانو او ھم د یوہ مسلمان واکمن لہ پارہ خورا اھمیت درلود. ھندوستان تہ د احمدشاہ ورتگ پہ عمومی لحاظ پہ دغہ ھیواد کی د دغہ ھیواد د خلکو د روحیی د پیاوړتیا سبب شو. دغو خلکو ته یې د خپلواکۍ روحیه ورکړه په تیره ھغو ی ته چی راوروستہ کې یې پہ رښتیني توگہ وکولای شول د انگریزي استعمار پہ مقابل خپلې مبارزې پہ یوہ منظم غورځنگ کی سمبالی کړي۔ ھندتہ د احمدشاہ پہ ورتگ سرہ پرھند باندی د انگریزانو د برلاسی سلسلہ یوہ پیړۍ پرشاہ ولویدہ چی پہ دغہ کاري گوزار باندي یوازی انگریزان پہ سمہ توگہ پوھیدل، دوی چی کلہ پرھند باندی برلاسی ترلاسہ کړ نو بیا یی خپلہ گردہ پاملرنہ پہ دغہ ھیواد او د دغہ ھیواد پہ چم گاونډ کی د مسلمانانو پرخوا راواړوله، ځکه خو یي ټول ځواک او مادي شونتیاوې پہ شمال غربی پولہ باندې راخرڅیدې، خو دوی ھغہ مھال آرامہ سا واخیستلہ کلہ چې پہ افغانستان کی کورنۍ جګړې لمن پراخه شوه شاه زمان هلته بوخت وساتل شو او د ھند پہ جنوب کی د میسور زمر ي د شھادت جام پہ سر واړاوه.


انگریزانو د خپلو ټولو ستونزو اوخنډونو مور احمدشاھی واکمنی او د ھغی اغیزی پہ دغہ سیمہ کی بللی. د میسور د زمری خطر ھغہ مھال انگریزان پہ زلزلہ راوستل چی کلہ ھغہ دراني واکمن شاہ زمان تہ د مقاومت اومبازری بلنہ ورولیږله چی باید لہ ناپلیونی طرحی سرہ سم دی ھم د انگریزانو پرضد گام پورتہ کړي ،پہ داسی حال کی چی شاہ زمان د خپلو ګټو او پرتم په خاطر تر ناپلیون اوچت فکر کاوہ اوخپلہ افغانی طرحہ یی پہ دغہ بارہ کی د انگریزانو پہ مقابل کی درلودہ. دہ د میسور د زمری بلنہ وستایلہ خو دا چی انگریزانو لا پخوا د دغی طرحی د ناکامولو پلان د بری پولې تہ ورنژدې کړی و، ځکه خو شازمان په خپلو طرحو باندی بریالی نہ شو، د میسور زمري ھم د انګریزي توطیو شکارشو، ھمداوہ: «لہ ھغہ وروستہ چې ټیپوسلطان د ۱۷۹۹ کال د می پہ (۵) خاورو تہ وسپارل شو انگریزی لفتننت جنرال پیرس پہ بی اختیارہ توگہ ساہ واخیستہ اوچغہ یی کړه: « ھندوستان نن زموږ شو.» (وگورئ شیرمیسور، سلطان تیپو۔ د فیض عالم صدیقی تالیف (۱۳۹مخ)


د ھمدغہ اثر پہ حوالہ: «کلہ چی پہ ۱۷۹۹ کی زمانشاہ د رنجیت سینگ، انگریزانو او مھدی علی خان د توطیی پہ پایلہ کی لہ لاھورہ پر شا شو ټیپوسلطان پہ دی پوہ شو چی نورنو د عمر ترآخرہ د انگریزانو پہ مقابل کی یوازی پاتی شو»  (یاد شوی اثر ۱۶۸ مخ )


د دغو تاریخي اسنادو او یادونو په لړکی باید دا یادونہ ھم وکړو چی ھندوستان تہ د احمدشاہ دراني ورتگ پہ خپلہ لہ انگریزانو د ھند ژغورنہ وہ. ښایی یوہ پوښتنہ داسی ھم وشی چی گواکی پہ ھند کی چی کوم ځواک زیات احمدشاہ تہ مھم و ھغہ مسلمانان وو اوبس؟ دغی پوښتنی ته په لنډه توګه دا ځواب ورکولای شو چی تر احمدشاہ دمخہ چی پہ ھند کی کوم ځواکونه ول لکہ مرھټه اونور د ھغو ټولو جنگي ځواک پہ تمامہ مانا پر مسلمانو باندی پیاوړی او ولاړو، ځکه خو له دې باید انکارونه کړو چې مسلمانانو د دغہ ھیواد په دفاع او پالنه کی لہ پیړیو پیړیو راپہ دی خوا پیاوړې برخہ اخیستی وه دوی په پوځي او سیاسي اوان چې فرهنګی برخوکې تر نورقومونو پیاوړي، برلاس اوتجربه لرونکي او فداکارہ وو، ان نامسلمانو ځواکونو چی کومی اتلوالۍ ترلاسہ کولې ھغہ یی ھم د ھمدغہ تجربه لرونکي ځواک په ملتیاسرہ وې ، ان دپانی پت پہ مشھورجنگ کی چی کوم مقاومت د احمدشاھی جنگیالیوپہ مقابل کی وشو،ھغہ ھم د مخالفو مسلمانو ځواکونو وچی نامتو مشر یی ابراھیم گارډي (*) وچې د خپلو توپونو په ویشتو یې احمدشاهي لښکرته سخت زیان ورساوه، او په پای کې د جګړې په ډګرکې ونیول شو او احمدشاہ بابا د پاني پت پر میدان باندې په دار کړ.


په هرډول ،کلہ چی احمدشاہ ھند تہ ورغی د دغو نومیالیووسلہ والو ځواکونویوزیات شمیرددہ پرخوا دریږي اوددہ پہ ملتیا د دہ لہ پارہ سوبې کوي کہ له احمدشاه ابدالي سره دغہ لویہ ھمکاری او یووالی نہ وای دابہ خوراگرانہ وای چی د پانی پت دغه لوی تاریخی بری دی د افغانانو پہ برخہ شوی وای. پہ ھند کی د مسلمانانو د ځواکونو جبھی ھمیشہ بیلی وی دوی کہ ان لہ مرهټه وواونوروځواکونو سرہ ھم وو بیایی ھم پہ جنگی لحاظ خپلہ وړتیا ترخپلی ارادہ لاندی وہ. دا خو ھرچاتہ روښانه دہ چی مرھټه او نورو راجاگانو ترزیاتی اندازی د زور پہ مقابل کی د ملی منافعو پروا نہ کولہ اونہ یی پلویان وو، ھمداوہ چی ځاني ګټې  یی ترملی منافعو سمی پاللی دي، لہ احمدشاہ وروستہ د هند تاریخ وښودہ چی دغو راجاگانو د ھند د برخلیک د خوندی ساتلو پہ برخہ کی یوگام ھم چی د ھند پہ ملي تاریخ دی اھمیت ولري پورتہ نہ کړ، دوی د ھیواد پہ خور احساسو شیبو کی لہ انگریزانو سرہ معاملی وکړې چی د ھند تاریخ یی کلہ ھم لہ یادہ نہ شی ایستای.


بیاهم د ویلو وړده چی احمدشاہ ھند تہ لکہ نادر غوندی کلہ ھم په خپل سردیرغل په نامه نه وو تللی، احمدشاہ ھند تہ د شاولی اللہ، د ھند د مسلمانانو اوغیر مسلمانو پہ بلنہ ورغی۔ شاولی اللہ رح ھغہ څوک و چی پہ ھند کی یی د احمدشاھی پوځونو د تنظیم اوان اعاشی بندوبست پہ خپلہ وکړ، او ان دا چی د ډیلی پہ ښار کی د احمدشاھی پوځونو د کنترول پلان ھم دہ پہ خپلہ ترلاس لاندې نیولی و ھمدا دہ چی پہ ھند کی نامتو یوسفزي پشتون جنرال نجیب الدولہ تہ پہ یوہ لیک کی لیکي:

«خدای عزوجل آن امیرالغزاۃ، رییس المجاھدین را محفوظ ومحفوظ وبہ عین عنایت ملحوظ دارد بعدازسلام واضح آنکہ رقیمہ کریمہ رسید، حمدالھی بر صحت سلامت ذات سامی بجا آوردہ شد، در پردہ غیب برانداختن دوفرقہ ضالہ یعنی مرھتہ وجت مصمم شدہ است، موقوف بروقت است ھمین کہ عزیزان کمرھمت بستند ودرصدد قتال آمدند، طلسم کفرانشااللہ تعالی می شکند ، باقی ماند مطلبی دیگر، چون عبور افواج شاھیہ بہ دھلی واقع شود، اھتمام کلی باید کرد کہ مثل سابق پامان ظلم نگردد، اھل دھلی چندین دفعہ نھیب اموال وھتک ناموس دیدہ اند بہ ھمین سبب درکارھای مطلوبہ شاھی توقف افتاد ، آخر آہ مظلومان کارھا دارد، این باراگرمی خواھند کہ کاردست بستہ میسرشود قدغن بلیغ باید نمود کہ کسی بامسلمانان وذمیان دھلی کار نداشتہ باشند والسلام »  (مکتوبات ۶۰مخ )


ج : احمدشاہ چی کوم ھدف درلود ھغہ یی سرتہ ورساوہ …


یوشمیر پوھان چی کلہ یی ناپیلی نہ شو بللی داحمدشاہ پہ باب دگوتنوی دا خبرہ هم کوي چې گواکی دہ پہ ھند کی یو پیاوړی حکومت جوړنه کړ او د ھند لہ سوبی زر بیرتہ خپلی پلازمینې  کندھار تہ راستون شو. یو ھندی پوہ پہ خپل اثر (تاریخ مختصرملت اسلامیہ ) چی پہ اردو ژبہ دی د احمد شاہ پہ باب لیکی: “احمدشاہ پہ اخلاقی لحاظ ، أانی کردار، پوځي صلاحیت، انصاف اوعدل او ددینداری لہ املہ پہ گرد ملت اسلامیہ کی لہ خورا لویو او ممتازو واکمنانو و، چی یو شمیر خلاوی یی ھم درلودی، دہ پہ پانی پت کی مرھتہ وو تہ تاریخی ماتہ ورکړه د دی پرځای چی پہ دھلی کی یو پیاوړی دولت ځای پرځای کړي، بیرتہ دکندھار پہ لور ستون شو …” (ملت اسلامیہ کی مختصر تاریخ دویم جلد ۴۱۸مخ) 

——————————————————————-

(*)  ګارډي (ساتونکی ) د دکن له پټانانوڅخه دی چې په ځوانۍ کې له فرانسویانو سره د باډي ګارد پوځي په توګه دنده پیل کړه. دفرانسویانو په پوځ کې یي په توپچي برخه کې عملی کار وکړ ترڅوچې په دغه برخه کې یولوی توپچي ماهر ترې جوړشو. ګاردي ابراهیم نومیده، لومړی له نظام سره نوکرشو، څه جنګونه یې دهغه په مرسته هم وکړل، په پای کې مرهټه ووته ورعئ، له هغوی سره یي د ډیلی اونورو سیمو په جګړو کې برخه واخیسته ، دپاني په جګړه کې هم ترټولو مرهټه مشرانو دی پیاوړی اومهم و، د ده توپونواحمدشاهی پوځ ته په لومړۍ ورځ لوی زیان ورساوه، مرهټه مشران هسې ځانوته کریدت ورکوي، د پانې  پت اصل اتل همدغه ګاردي و چې، ژوندی ونیول شو شجاع الدوله ته یې زارۍ وکړئ څو له مرګه وژغورل شي هغه یي هم سپارښتنه وکړه خو ونه منل شوه اوپه احمدشاهی امرپه سزا ورسول شو. 

د داسې خبروموخه اوهدف معلوم دی ، دا ډول خبرې دهند اوسني مسلمانان کوي، دوی فکرکوي چې مغلان نور د واکمنۍ نه وو، که احمدشاه ابدالی ځان په هندکې نیولی وای اوهند یی خپل مرکزټاکلي وای هند به بیاهم دمسلمانانو په واک کې پاتې واوانګریزانوبه هم داجرآت نه وای کړی چې هندوستان یي نیولی وای .  خوموږ د دوی په ځواب کې یوازې دومره وایو چې احمدشاه هندوستان ډیرښه مطالعه کړی و، هغه دلته دمغلي کمزورې واکمنۍ د ځنګندن سلګۍ اوریدې، هغه په دې پوهیده چې هند یوازې په هندوستانیانو باندې، پرهغوی چې دلته واک اوځواک لري اداره اوساتل کیدای شي، هغه داکاروکړ، مغل چې له کفایته لویدلی وو، د پاچا په نامه پرتخت کیناوه، نور پوځې او مهم مقامونه یي نورو وتلو هندي استوګنو مشرانوته چې پرهغه مهال د لارښونې حساب پرې کیده وسپاره او دا یي د یوې پیشبنۍ په توګه په پام کې وه چې د ده پاتې کیدل په هند کې همداسې پای لري لکه د مغلواونورو تیرو واکمنانانو. احمدشاه ابدالي په خپله دغه وړاندوینه باندې د هندستان د راتلونکی په لوریوه نوي لارپرانیسته چې هندیان  کیدای شي یو څه موده وروسته پردغه تاریخي میراث باندې ترموږ زیات وویاړي. احمدشاه بابا هند هندیانو ته وسپاره او په خپله افغانستان ته راستون شو او په ډاګه یي دا وویل چې : 


د ډیلی تخت ھیرومہ چی رایاد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونہ

بلہ خبرہ دا وہ چی دھند خلکو او د هند روحانیت احمدشاه بابا ددی لپاره نه و رابللی چی ھند غصب کړي، ان د شاہ ولی اللہ پہ مکتوبونو کې ھم داسې اشارہ نشتہ چی دی دې پہ ھند کې  د درانی امپراتورۍ د ځواکونو پہ پاتی کیدو باندې ټینګاروکړي ، خو د مرستې ھیلہ یی تری درلودہ.


احمد شاہ ابدالي چی دکوم ھدف پہ خاطر دھند پہ لور راوتلی و ھغہ یی ترلاسہ کړاوپرهغه  څه چې له ده غوښته شوې وه بریالی شو، ده د یوه مرستندوی په توګه تر ھغہ زیاتہ ادعا هم نہ درلودہ۔ ھغہ پہ ھند کی د مغلي حکومت د پاتیدو ھیلہ کوله هغه ترسره شوه هغوی چې ده وګمارل لکه  شاولی اللہ او د ھغہ کورنۍ، یوسفزی نجیب الدولہ امیرالمجاھدین (*) شجاع الدولہ، احمدخان بنګښ دوی ټول هغه کسان وو چې دوی په بشپړ مسوولیت سره د هندوستان ادارې ته اوږې ورکړې وې. او دوی د دغہ ھیواد دوارثانوپہ توگہ د درانی امپراتورۍ پرھغہ تگلارہ لکہ چی احمدشاہ ھغہ پہ ایران کی پلی کړی وہ مخ پہ وړاندی گامونہ اوچت کړل. 

 احمدشاہ بابا د خپلو سوبو پہ باب پہ خپلہ داخبرہ کوی: «چی ماتہ د جھان نیولو اوھیواد نیولو لہ کارہ پرتہ د یوی نیکنامی او د سامی شریعت لہ خوریدو پرتہ بل کوم ھدف نشتہ، پہ ھروخت او ھر مھال کی زما دغہ ثواب تہ تلوسہ دہ او پرتہ لہ دې زه بله هیله نه لرم  چی د پیاوړی دین چراغ د دنیا او ربع مسکون پرمخ خپلی سپرغی خوری او خلایی اوچتہ وي.ماتہ دواکمنۍ کول پرتہ دسیدالانام د شریعت داعلام اودملت د درناوی لہ ویاړه پرتہ بل اھمیت نہ لري اونہ می لہ نوموړي ھدفہ پرتہ بل کوم ملحوظ پہ دی باب پہ نظرکی دی.زما گرد کوششونہ پہ ھمدغہ منظورروان دی څو چی د جزا پہ ورځ دپاک اللہ پہ مخ کی شرمندہ نہ وم ۔زما ھدف اوھیلہ د گرد بشریت پہ تیرہ بیا د اھل اسلام لہ خیراوفلاع پرتہ بل شی نہ دی…» ( احمدشاہ درانی  – دپوپلزایی اثر ) 



(*) نجیب الدولہ پہ ۱۷۰۷ کال پښورتہ نژدې زیژیدلی دی ، داچی پہ ھغہ مھال ھلتہ ددہ لہ پارہ د درس اومعاش شرایط نہ وو برابرلہ ھغہ ځایه دوابی تہ راغی اودلته ځای پرځای شو. پہ ۱۷۷۳ کی یی آنولې تہ ځان  علی محمد خان تہ ور ورساوہ، کلہ چی علی محمد خان د شاھنشاہ لہ خوا د سرھند د گورنر پہ توگہ مقرر شو، دی ھم لہ ھغہ سره هلته ولاړ نجیب خورا نومیالی، پوہ، ځیرک اولرلیدی انسان و. د شاہ ولی اللہ خاص مرید و چی داحمد شاہ پہ رابلنہ او دعوت کی لہ ھغہ سرہ یوہ خولہ اویونظرو۔ پہ پوځي چاروکی داسی ماھر پوځي و چی ددشمنانو گردمقاومتونه به یي په پوره متانت سرہ تارومارکول۔ پہ سیاست کې ھم دی تدبیرلرونکی سیاست پوہ و چی دښمنانو ھرشان توطیی یی کشفی او په خپل وخت له منځه وړلای  شوې ، ویل شوی چی دغہ نومیالی اتل لہ مغلی حکومتہ داسی ننگہ وکړه لکہ چی خراسانیانو لہ بنی عباس خلیفہ گانوسره پہ خپل وخت کی ترسرہ کړې وہ.کلہ چی احمدشاہ لہ ھندہ دوتلو نیت وکا بوبیا یی دی د ھند(امیرالامرا ) وټاکه. نجیب الدولہ د علومو اوفرھنگ پہ خوریدو او پرمختگ کی د پاملرنی ونډه ترسرہ کړه. پہ نجیب آباد کی یی یوہ مدرسہ جوړه کړه چی د مولانا عبیداللہ سندی پہ وینا د شاہ ولی اللہ دغورځنگ لہ سیاسی مرکزونو یوہ ھمدغہ مدرسہ وہ.ھغہ پہ ھندکی دھندومسلمان دولت لہ موسسینو و. دغہ نومیالي پہ ۱۷۷۰ کال کې لہ دنیا سترگې پټې کړې …” (مکتوبات ۲۰۲مخ )

 


پایلہ: 


احمدشاہ ابدالی بی شکہ چی داوسنی افغانستان یوبریالی موسس اوواکمن و ۔ ھغہ ددوو نیمو لسیزو پہ اوژدو کی دخپل عصر لہ نامتوواکمنانو وشمیرل شو چی لامل یی ھم دیوہ منظم اوقوي خواک پہ مرستہ دیوہ مرکزي دولت اواداری را منځ ته کول وو.داسی ځواک چی دھغہ مرستہ یې پہ خورا آسانۍ سرہ یې دکورنیو او بهرنیوغلگرو اوسرکښو ځواکونو پہ مقابل دخپل هیواد، خپلې خاورې اوملي تمامیت دفاع اوننگہ وکولای شوه.


دویمہ لویہ اودپاملرنی وړخبرہ چی ددہ دواکمنی دلویې بریا په توګه ویل کیدای شي هغہ دادہ چی دہ پرتہ لہ کوم غرض او تعصبہ پہ خپل عصرکې په هیواد کې دننه اوباندې کار د کاراھل تہ وسپارہ لکہ چی ارواښاد غبارھم دغہ مھم اصل تہ اشار کړې اولیکلي یې دي چی پہ ھرہ برخہ کی  یې پہ کارپوہ کسان پرتہ لہ قومی، مذھبی او توکمی توپیرونو له ملي مسوولیتونوسره پرکارونو وگمارل۔ چی دغہ اصل یی داحمدشاھی امپراتورې د رسمي ارکانو په ټاکلو کې په خورا سمہ توگہ لیدلی شو.« … دھرات پہ ولایت کی یی درویش علی خان ھزارہ، پہ نیشاپور کی یی عباس قلی خان بیات، پہ قلات کی یی اشرف خان غلجی، پہ شکارپور کی دوست محمدخان کاکړ، پہ مشھد کی یی شاہ روخ افشار، پہ بلوچستان کی یی نصیرخان بلوچ ، پہ پنجاب کی یی زین خان مومند، پہ سند کی نورمحمد خان چی پہ شھنوازخان سندی نامتوو،پہ دیرہ اسماعیل خان کی موسی خان، اوپہ ملتان کی یی شجاع خان ابدالی …» پردندو وگمارل (غبار، مسیر ۳۵۹مخ ) 


زما پہ اند پہ اسلامي نړۍ کې  ددراني امپراطورۍ ورتہ والی اوپرتله یوازی د عباسي نامتو خیلفہ ھارون الرشید (۱۴۸ق ۱۹۳ق) لہ واکمنی سرہ کیدای شي چی پہ عباسی دورہ کې یی دیوې پراخې واکمنۍ اساس کیښود چی د ھغې لویې واکمنۍ (خلافت ) یوہ مھمہ برخہ یی برمکي یحیی او د ھغہ زامنو تہ وروسپارله هغه کسان چې ھغوی پہ خپل وخت کې لوی او د پاملرنی وړ نومیالي واکمنان یادیدل.


احمدشاہ نہ یوازې د یوہ دولتی، سیاسی اوپوځي سستم وارث و بلکہ ھغہ پہ خپل ھیواد کی د یوہ هراړخیز او جامع فرھنگ د ایجاد او پرمختیا وارث ھم و، چی اغیز یی ان ترخپل ھیواد دباندی پہ گاونډیو ھیواد و کی ھم د پاملرنې شو. پښتو او فارسي ژبوتہ یې پاملرنہ ھغہ لویہ کارنامہ وہ چی د احمدشاھی دوری لہ مھمو فرھنگی کارنامو یی بللای شو.دی د پښتو ژبی نومیالی شاعرو چی ددہ دغہ تگلارہ د دہ پہ کورنی کی د دہ راتلونکوھم ددہ پہ شانی وڅارلہ. فارسی ژبہ یې په اداره کې وپنځوله اردو اوھندي اوان چې پنجابي ژبی یی پہ ھنداوپنجاب کی داسی وهڅولې چی د دغې دوری آثاراویادگارونہ یی تراوسہ پوری تلپاتې اوستاینې وړدي. همدغه دراني امپراتوري وه چې دفرهنګی پالنې له برکته یې تراوسہ پوری فرھنگی ویاړونہ اودکتابوتاج محلونه (چې رامپوررضا کتابتون یا دکتابونو تاج محل) یې  د ھرواقعبین اوپہ فرھنگ مین انسان پاملرنہ وراړوي اود احمدشاهی عصر دغو تلپاتی هنري او فرهنګی بریاوو تہ اوس ھم دزړہ لہ کومی گوتہ په غاښ کیږي، څوک راته ویلي شي چې په دغه کچه فرهنګي خدمت مرهټه وو دخپل تاریخ په اوږدو کې هندوستان ته کړی دې؟؟؟ 

(د دې مقالې لومړۍ برخه)

665 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0662f307-6c02-48f0-bfe6-22f9a8ead785","recipients":931,"external_id":"ecd44c01-b054-522e-fa59-e712599bbd46","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
931

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸