Categories

اعلان

Loading…

ټرمپ: ولسمشر غني یو عالي انسان دی او عالي لیدنه مې ورسره لرله

تاند، سه شنبه، د قوس ۱۲مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته خپل وروستی سفر بریالی بللی او ویلي یې دي خوشاله شو چې د ولسمشر غني په څېر عالي انسان سره یې ولیدل.

 ښاغلي ټرمپ تېره ورځ ناوخته په برتانیا کې د ناټو سرمشریزې ته له روانېدو وړاندې خبریالانو ته وویل،  له ولسمشر غني سره لیدنې او افغانستان ته سفر خوشاله کړی دی: (( د اشرف غني په شمول عالي لیدنې کتنې مې لرلې، غني ډېر عالي انسان دی، له هغه سره لیدنه مې هم عالي وه، افغانستا زما سفر ډېر بریالی و.))

ټرمپ تېره پنجشنبه ماخستن په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغی او د بګرام په هوايي ډګر کې يې خپلو سرتېرو ته د وینا ترڅنګ له ولسمشر غني سره ۴۵ دقیقې ناسته وکړه.

ټرمپ افغان سولې ته هیله مندي وښودله او په افغانستان کې د سرتېرو د راکمولو اعلان هم وکړ.

 دا افغانستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر و، چې په امریکا کې دننه یو شمېر سیاستوالو غولوونکی او د ده له استیضاح څخه د خلکو پام اړوونکی بللی دی.

1,249 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"ab13ce90-2bfb-4c40-9672-131816c14324","recipients":933,"external_id":"fcb0b6a0-bda5-e829-59a3-7ea9cd7a8732","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

1 comment

  1. سلیم Reply

    ټرمپ خپله عالي سړی دی، امریکا یې عالي ده خو تو لانت او تولانت او تولانت پرموږ چې دا وطن مو د نیمې پیړۍ په عربي پنجابي جهادونو او نیابتي خرتوبونو د ذلت دې قعر ته را کوز کړ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸