Categories

اعلان

Loading…

سکاټ میلر، په جنرال دوستم پسې شبرغان ته ورغلی

تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر نن ناڅاپه جوزجان ته تللی او له جنرال عبدالرشید دوستم سره یې کتلي دي.

د جنرال رشید دوستم د مطبوعاتي دفتر ویاند حبیب قویاش وايي، د جنرال مېلر د سفر موخه معلومه نه ده خو دواړه دا مهال په شبرغان کې د جنرال دوستم په کور کې په خبرو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم نن د عبدالله په پلوۍ په ګاونډي فاریاب ولایت کې لاریونونه پیل کړي دي، همدا راز نوموړي تر دې وړاندې ولسمشر غني او په شمال کې طالب وسله والو ته هم ګواښونه کړي دي.

راپورونه وايي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې هم د ثبات او همپالنې د پلویانو د نننۍ مظاهرې اکثره برخوال د جنرال دوستم پلویان ول.

نوموړی له دریو کلونو راهیسې له ارګ څخه مرور او په جوزجان کې دېره دی.

1,505 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"27ea2350-a462-4208-9c9f-48348dc5ee49","recipients":933,"external_id":"a4ec5601-a6c4-b8cb-4bad-ef03dbbbd4e4","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    د میلر په راتګ سره افغانستان زموږ پاکستان ضد څیره یعنی قومندان امنیی د کندهار ښاغلی جنرال رازق د وژلو قضیه پیدا شوو مګر دوستم یو وخت امریکایانو ته ویلی وو چی تاسی له افغانستان څخه مه ووځی ځکه تاسی دلته په افغانستان کی زیات شهیدان ورکړی او داسی هم ویل کیږی جنرال دوستم مخکی څو ځلی د طالبانو له کمین څخه روغ رمټ وتلی ځکه دوستم په قلعه جنګی له زیاتره طالبان بی لدی چی محاکمه شی په کانترو کی ووژل او زیاتره یی امریکایانو وسپارل

    ددی په اړه د قلعه جنګی سی ډی ګانی په ښار کی خرڅیړی او همدارنګه ددی زیاتره ویناوی او تاریخی خبری په یوټوب کی شته چی تاریخ به ورباندی کی وخت راغی لیکل وکړی او همدا شخص وو چی ډاکټر نجیب الله یی له الوتکه له پروازه را وګرځاوو او بیا د پاکستان د استخباراتو په لاس ووژل شو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸