Categories

اعلان

Loading…

ولسي جرګه کې نن د ولسمشر د استیضاح او استجواب په اړه بحثونه شوي دي

تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د ولسي جرګې ځینو غړو د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعیې (د دولتي مصارفو د حساب) په اړه د ولسمشر د استجوابولو غوښتنه کړې ده.

 ولسي جرګې چې نن یې د ۹۷ کال د قطعیې په اړه د ماليې سرپرست وزیر او د ارګ د تفتیش عالي ادارې رئیس ورغوښتي وو، دواړه مشران ورته نه دي حاضر شوي او خپل مرستیالان یې ور استولي دي، خو ولسي جرګ نه دي منلي.

  د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماي له دې کبله د مالیې پر سرپرست وزیر نیوکه کړې چې تر دې پخوا به له وزیرانو سره په جیب کې دویم پاسپورټ پروت و، خو په وینا یې چې ځینو یې خارج ته د فوري تګ لپاره د الوتکې ټکټ هم په جیب کې ساتلی وي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د مالي کمېسیون مشر عظیم محسني وايي، ولسمشر په ۹۷ کال کې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت له خزانې مصرف کړي دي او په دې اړه باید حساب ورکړل شي.

په همدې تړاو د ښاغلي محسني تر څنګ ګڼو وکیلانو چې د شمالي ایتلاف ګڼل کېږي په غونډه کې د ولسمشر د استجواب غوښتنه کړې خو ځینو وکیلانو یې بیا مخالفت کړی دی.

ښاغلي رحیم علي یار ویلي، د اساسي قانون د ۶۹مې مادې په اساس ولسمشر یوازې د ملي خیانت، جنګي جرمونو په ترسره کولو په صورت کې استیضاح کېدای شي او نور وکیلان حق نه لري چې ولسمشر وغواړي.

 د ولسي جرګې بل غړي ګل احمد کمین ههم دا خبره رد کړې او زیاته کړې یې ده لا شرایط دې حالت ته نه دي رسېدلي چې ولسمشر استیضاح شي.

 خو علي اکبر قاسمي او رمضان بشر دوست بیا په بودیجه کې د ۶ میلیارده افغانیو تعدیل له کبله په ارګ نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې اجرائیه رياست او ارګ دواړه باید په دې اړه وپوښتل شي.

 د نننۍ ورځې په پای کې بیا د میررحمان رحماني لخوا ماليې وزارت ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شو چې سرپرست یې باید عمومي مجلس ته حاضر شي او وکیلانو ته قناعت ورکړي.

 په ولسي جرګه کې د ولسمشر د استجواب او استیضاح غږونه په داسې حال کې پورته شوي دي چې نویو وکیلانو له کار پیلولو وروسته تر اوسه له ۱۲۰ ور استول شویو قوانینو او تقنیني فرمانونو څخه یوازې په څو هغو باندې بحثونه کړي او تصویب کړي یې دي.

1,575 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"0ac51b5c-949e-48af-b8d4-5c76532aeeb6","recipients":933,"external_id":"9bbd9318-0ee3-57b2-405e-8bc0c7c2f8f7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    په ولسي جرګه کې د ولسمشر د استجواب او استیضاح غږونه په داسې حال کې پورته شوي دي چې نویو وکیلانو له کار پیلولو وروسته تر اوسه له ۱۲۰ ور استول شویو قوانینو او تقنیني فرمانونو څخه یوازې په څو هغو باندې بحثونه کړي او تصویب کړي یې دي

    پورته لیکل شوی مطلب ددی معنا لری چی یاد وکیلان ددی پرځای چی ۱۲۰ ور استول شوی قوانین او تقنینی فرمانونه وڅیړی او عمومی بحث او تصمیم ته وړاندی د وطن او خلکو فقر د خلاصون او د ځان بساینی لپاره کار وکړی تنها د نورو په اشاره داسی ګامونه پورته کوی چی د ولس په مینځ کی د منفور څیړو باندی پیژندل شوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸