Categories

اعلان

Loading…

د روغتیا سازمان وايي افغانستان کې ۷ زره کسان په ایډز اخته دي، خو روغتیا وزارت یې نه مني

تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دا مهال په افغانستان کې ۷۲۰۰ کسان د ایډز یا ایچ آی وي په ناروغۍ اخته دي، خو د عامې روغتیا وزارت بیا دا شمېرې نه مني.

 دغه سازمان د ډسمبر په لومړنۍ نېټه د ایډز پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې له ایډز څخه د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کچه لوړه کړای شي.

 خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د ایډز په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر کم شوی دی.

 د عامې روغتیا وزارت د عامه خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان بیا وايي، له هغې ورځې چې ایډز ناروغي افغانستان ته راننوتې تر ۱۳۹۸ کال پورې یې ۲۸۸۳ ناروغان په افغانستان کې ثبت شوي او د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې اټکلي  دي: (( په ایډز د ککړو پیچکاریو د کارونې له کبله تېر کال له موږ سره ۱۸۳ پېښې ثبت شوې دي او سږ کال بیا له موږ سره ۱۵۰ پېښې ثبت شوې دي.))

د ایډز ناروغي په ۱۹۸۸ کال په امرکیا کې کشف شوه چې اوسمهال ترې په ټوله نړۍ کې ۳۲ میلیونه ناروغان رنځېږي.

 دا ناروغي د نامصوونه جنسي اړیکې او په ایډز د ککړو پیچکاریو له کبله یو بل ته سرایت کوي.

201 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"b9579cd5-8dc7-4fc9-9acf-426108ce0a15","recipients":933,"external_id":"54a1ad0b-0a16-6392-7c51-415cd53dc449","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸