Categories

اعلان

Loading…

د ایران لاریونونو کې ۹ افغانان مړه، ۱۲۱ یې ژوندي نیول شوي

تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د ایراني رسنیو د ر اپور له مخې د دغه هېواد په حکومت ضد لاریونونو کې ۹ افغانان وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایراني پولیسو لخوا نیول شوي دي.

 راپورونه وايي،  یو اتلس کلن افغان چې د ایران په کرج ښار کې له کوره په سودا پسې وتلی و، د ډزو ښکار شوی او وژل شوی دی، خو د نورو په اړه لا مشخصه نه ده چې ولې په دغو اعتراضونو کې دوی ته تلفات اوښتي یا هم افغانان نیول شوي دي؟

 همدا راز افغان او ایراني حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هېره دې نه وي چې په ایران کې دا مهال له دوه میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي.

  دغه هېواد له افغانانو څخه د فاطمیونو یو لښکر هم جوړ کړی و چې په عراق او سوریه کې يې د سنیانو او داعش ډلې پر ضد وجنګول مګراوس چې په دې هېواد کې پخپله د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي، بیا هم ترې د افغانانو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.

286 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"90a0a631-b394-4e69-858d-e37102bbd8da","recipients":933,"external_id":"6b5e6652-c46f-6f1f-da8c-160be4aa5c2d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸