Categories

اعلان

Loading…

د هند سفیر: کابل او نوی ډیلي له یوې ځالې د ترهګرۍ قرباني دي

تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: په کابل کې د هند سفیر ویني کمار په یو تازه بیان کې ویلي ، افغانستان او هند دواړه په پاکستان کې له موجودو ترهګرو تر ګواښ لاندې دي.

نوموړي پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو پر ضد کلک اقدامات وکړي، ځکه چې نه یوازې افغانستان او هند بلکې ټوله سیمه یې ګواښلې ده.

ښاغلي کمار د افغانستان د سولې او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې ویلي، له تېرو دریو- څلورو کلونو راهیسې د ترهګرو لپاره یوه تکیه ګاه موجوده ده چې افغانستان او هند یې په ګډه اغېزمن کړي دي: (( زموږ سوله په افغانستان کې خوندي ده، ځکه خو موږ ټول په افغانستان کې د سولې لپاره د یو میکانیزم په جوړولو کې مرستې ته چمتو یوو.))

 ښاغلي کمار همدا راز وویل، جنوبي اسیا هم د نورو هېوادونو په څېر سوله، ثبات او هوساینه ترلاسه کولی شي او دې لپاره اړتیا ده چې له ترهګرۍ څخه په پاک چاپېریال کې اړیکې ټینګې کړای شي.

 نوموړي دغه راز د سیمې د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره اقتصادي راکړه ورکړه مهمه وبلله او زیاته یې کړه د هند بهرنۍ پالېسي د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو پر بنیاد ولاړه ده.

  نوموړي زیاته کړه، هند له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د درې ملیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې له دې منځه یې تر اوسه له دوه ملیارده ډالرو زیاتې پیسې پر افغانستان لګولې دي.

546 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d40b40ae-2206-4a16-8845-fb8fef3c10f6","recipients":933,"external_id":"b6758b33-3cc9-6608-a76d-bc49369c45ea","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    کچیری د افغان دولت او هندی چارواکو خبری رښتیا وی نو ولی دوی ملګری ملتونو امنیت شورا ته شکایت نه کوی او امنیت شورا ته هر څه مستند نه ښایی چی په وړاندی یی ګام واخلی

    کچیری دا ډول شکایتونه امنیت شورا ته لیږل شوی ولی په امنیت شورا کی یا ملګری ملتونو کی د افغان او هند نماینده یادی شکایتونه ولی نه تعقیبوی چی امنیت شورا یی عمومی غونډی ته وړاندی کړی او نهایی تصمیم ونیسی یا مطلب دا چی کیدای شی دا خبری تر یو اندازه شعاری وی یا امنیت شورا او ملګری ملتونه د پاکستان په وړاندی تصمیم نشی نیولی
    تنها بین سیوان کولی چی ډاکټر نجیب الله له څوکی لیری کړی ځکه چی افغانستان پیاوړی او زبرځواکه هیواد ندی چی نړی ورځینی وډار شی او پاکستان یو اتومی هیواد باندی بدل شوی چی دا دی امریکا د ډالرو برکت او طالبانو ښه خدمت ښکاروندی کوی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸