سپينغر ادبي بهير خپله پنځه دېرشمه ادبي ناسته وکړه

راپور: سنگر جانانخېل
نېټه: ۱۳۹۸، لیندۍ، ۰۹مه
سپينغر ادبي بهير خپله ۳۵مه ناسته وکړه. دغه ناسته د سپینغر ادبي بهیر د غونډو په تالار کې ترسره شوه او د وسیع الله ګوهرخېل په تلاوت سره پیل شوه.
د دریځ چارې هدايتالرحمان ډاډ پر مخ بېولې، وسیع الله ګوهرخېل د غونډې مشر او د مېلمه پر څوکۍ ورسره بریالي ملنګ ملتیا کوله.
وسیع الله ګوهرخېل د غونډې په پیل کې وویل، کومه کمېټه چې د بهرنيو اړيکو او مالي چارو د سمبالښت لپاره ټاکل شوې کارونه يې سست دي او د ځینو ملګرو په پرلهپسې غیرحاضرۍ یې خواشیني ښکاره کړه.
ده وویل، دغه د ځای د ځوانانو د ويښتابۀ لپاره غوره ځای دی او ملګري باید نوره غیر حاضري ونه کړي.
لۀ دې وروسته ازاده مشاعره ترسره شوه چې يادو شاعرانو پکې خپل او انتخابي شعرونه د غونډې ګډونوالو ته واورول. استاد شمشېر خوږياڼي، جان ولي ثاقب، مسکين يار دانش، سنګر جانان خېل، برکت الله اسير ، جانان خدرخېل، پروېز نوري، موسی دلسوز، قنداغا سهار، محمد غوث نوري، وسيع الله ګوهرخېل ، غفران الله قايل، استاد عبدالرازق ځلاند او بريالي ملنګ پکې شعرونه د ناستې ګډونوالو ته وارول.
محمد غوث نوري د غونډې ارزونه وکړه او دغه ناسته یې ښه وارزوله.
غونډه غرمه مهال د وسيع الله ګوهرخېل په دعایه پای ته ورسېده .
184 total views, no views today
- onesignal_meta_box_present:
- onesignal_send_notification:
- response_body:
- {"id":"505adf9e-905b-4015-b284-1183980e82a1","recipients":933,"external_id":"94d94fe3-808e-d1d8-d9fb-4045be0deff3","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
- status:
- 200
- recipients:
- 933