Categories

اعلان

Loading…

ګورباچوف، له افغانستان د ځواکونو ایستلو په اړه د ټرمپ پرېکړه مهمه بللې

تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: د شوروي اتحاد پخواني ولسمشر ګورباچوف، له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ پرېکړه خورا مهم کار بللی دی.

میخایل ګورباچوف چې د شوروي اتحاد وروستی ولسمشر او له  افغانستان څخه د ځواکونو ایستونکی روسی ولسمشر دی، له سي این این تلویزون سره یې په یوه مرکه کې ویلي، امریکا باید له افغانستان څخه ووځي او ځکه د روانې جګړې په دوام سره به ټوله سیمه له خطر سره مخامخ شي.

نوموړي ویلي، په ۱۹۸۹ کال کې باید له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو له ایستلو څخه درس واخیستل شي: (( باید په سیمه کې د څو اړخیزو رقابتونو او د یوې بلې جګړې د پیل مخنیوی وشي.))

 ښاغلي ګورباچوف د افغانستان د سولې پروسې ته هیله مندي ښودلې او ویلي یې دي په دې اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه حیاتي پایلې لرلی شي.

ګورباچوف د شوروي اتحاد هغه وروستی ولسمشر دی چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې وه او د ټوټه شوې روسیې د بیا راپورته کېدو لپاره یې د دغه هېواد خلکو ته فرصت برابر کړی و.

نوموړي له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی په داسې حال کې کړی دی چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې د سولې په اړه هیله مندي ښکاره کړه او د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو يې ټینګار وکړ.

952 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"e5dd80a1-5bdf-46b2-a37b-784e14d1b6b7","recipients":933,"external_id":"520eab92-b6f4-dd42-2da7-09e6c8d09ee9","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    نړی ټول مشران یو ټګ وی او بل ټګمار ځکه هم غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی چی ځان ساته

    نړی او ملګری ملتونه او نړیواله امنیت شورا پدی ښه پوهیږی چی په افغانستان کی د شته مرګ ژوبلی یو لوی لامل فقر او بیکاری ده او پدی هیواد زیاتره جنګ او جګړه اقتصادی بعد لیری نو له همدی وجهی امریکا مخکی لدی چی افغانستان ته راشی زیات پیسی یی پاکستان د رشوت په شکل ورکړی چی دلته یی مخکینی جهادی ډلی جوړوی او بدنامی کړی او همدارنګه د دوی پر ضد یی طالبان را پورته کړل او بیا همغه طالب چی دوی تربیه کړی او همدوی یی نظامی او مالی ملاتړ کاوو د مخکینو مجاهدینو په مشوره د ډالرو په مقابل کی په امریکا و پلورل چی ژوندی مثال یی ملاضعیف دی چی دا په هغه وخت کی طالبانو سیاسی نماینده په پاکستان کی وو مګر همدی پاکستان د ډالرو په مقابل کی په امریکا وپلوره
    همدی ربانی ناری وهلی چی لوی لوی بمونه وغورځوی واړه واړه کار نه ورکوی چی اوس د هغه ځوی کابل په کنفرانس کی د اشرف غنی د هغه اعلان چی طالبانو ته پکی امتیاز اعلان کړل په مجلس او په رسانیو کی مخالفت اعلان کړ مګر څه موده مخکی عبدالله هم د اشرف غنی د سولی په اړه اوو ماده ییز طرحی مخالفت وکړ مګر ټرمپ یی او امریکا د سنا جرګو او نورو نړیوالو یی ملاتړ وکړ

    داسی ښکاری چی اوس همدی عبدالله د پمپیو سره تیلفونی اړیکی نیولی فکر کوی چی پمپیو او جانکیری کردار او نظر به یو وی نو له همدی امله د نوماندانو شورا د مشارکتی حکومت د طرحی وړاندیز کړی
    چی دا ډول طرحی اصلی نسخی په پاکستان کی جوړیږی ځکه مخکی عمران خان دری ځلی د لنډمهالی اداری وړاندیز وکړ مګر همدا خبره عبدالله او حکمتیار هم کوی او همدی کرزی هم څو ځلی تکرار کړی ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸