Categories

اعلان

Loading…

د امریکايي پوهنتون استاد: امریکایانو مو د خوشې کولو لپاره ۶ ځلې ناکام عملیات وکړل

تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: د امریکايي پوهنتون اسټرالیايي استاد تیموتي ویکس چې تازه د طالبانو لخوا خوشې شوی، وايي، امریکايي ځواکونو د ده او بل امریکایی استاد د خوشې کولو لپاره ۶ ځلې عملیات وکړل، خو بیرته به ناکام ستانه شول.

 واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې ۵۰ کلن تیموتي ویکس نن یکشنبه په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې کله چې دوی له طالبانو سره برمته وو، امریکايي ځواکونو یې د راخوشې کولو لپاره په ۳ کلونو کې شپږ ځلې چاپې ووهلې خو ناکام شول.

 ښاغلي ویکس ویلي، د امریکایان وروستۍ چاپه د اپریل په میاشت کې واچول شوه چې په ترڅ کې یې طالبانو دوی په یو کیندل شوی تونل کې له هغه ځایه وویستل.

نوموړي ویلی، طالبانو دی او ورسره برمته شوی بل امریکايي استاد په تېرو ۳ کلونو کې کله پاکستان او کله په افغانستان کې ساتل: (( موږ یې په تیاره خونه کې بند ساتلو، له حقاني شبکې سره د درې کلن بند په موده کې مو هیڅکله د خوشې کېدو هیله له لاسه نه ده ورکړې.))

  دا په داسې حال کې ده چې طالبان دوه اوونۍ وړاندې د انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشید په بدل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان تیموتي ویکس او کوین کینگ د زابل ولایت د ډیورنډ کرښې ته نږدې په نوبهار ولسوالۍ کې خوشې کړل.

887 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"bf19fa06-113f-4916-9e27-9d827d8d4647","recipients":933,"external_id":"d3d0e276-b07f-9d1d-35b5-c97be2c012b4","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
933

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸