Categories

اعلان

Loading…

د ټرمپ ناڅاپي، لومړنۍ او دوه نیم ساعته سفر افغانستان ته

لیکوال: احمدشاه راشد

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قوس میاشتې په ۷مه نېټه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ده لیدلو په پار د بګرام هوایي اډې ته ورغلی او ور سره کتلي یې دي.

په داسې حال کې چې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي، افغان ولسمشر غني، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال مېلر او نور امریکايي چارواکي ي یې تر څنګ ولاړ ؤو، سرتېرو ته په وینا کې ووېلې، له افغانستان څخه یې د وتلو پلان د تطبیق په حال کې دی خو په ډاګه یې نه کړه چې څومره سرتېري به له دغه هېواد څخه باسي. 

همدا راز ده د خبرو په مهال وویل، چې طالبان غواړي له افغان حکومت او امریکا سره  خبرې وکړي او دوی دېته هم قانع شوي چې اوربند وکړي خو ده ووېلې چې طالبان ډېره بده معامله او هوکړه غواړي خو دېته یې اشاره ونکړه چې څه ډول بده هوکړه او معامله کول غواړي خو ده زیاته کړه چې موږ به تر هغه وخته پورې په افغانستان کې پاتې شو تر څو پورې چې بریا تر لاسه کړو او د سولې واقعي هوکړه وشي، ښاغلي ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه د دوی کارنامو خورا متاثره کړی دی.

نوموړی په داسې حال کې افغانستان ته خپل لومړنی ناڅاپي سفر کوي، چې د سولې خبرې اترې له یو څه ځنډ وروسته بیرته د نورمال حالت پر خوا روانې دي تر ټرمپ یوه شپه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هم کابل ته رارسېدلی ؤو. د امریکا ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر کوي چې په تېره سپټمبر میاشت کې یې له افغان طالبانو سره د سولې روانې خبرې په ناڅاپي توګه ودرولې. خو تېره اوونۍ د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د یو شمېر مهمو بندیانو له تبادلې وروسته اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې ښایي یو ځل بیا پیل شي. په دې تبادله کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې تنه طالبان له خپله بنده خوشي کړل. په بدل کې یې طالبانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه تنه بهرني استادان خوشي کړل. چې په پایله کې شته بې باوري کمه، چې ورسره ممکن د سولې خبرې بیا پیل شي.

د ټرمپ سفر افغانستان ته 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ماښام دافغانستان په وخت د شپې اته نیمې بجی ناڅاپي او نا اعلان شوی سفر افغانستان ته وکړ او له دوه نیم ساعتونو ځنډ وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شو، د نوموړي د سفر په اړه بېلا بېل تحلیلونه کېدای شي درست وي د نوموړي سفر یو غیرې رسمي سفر ؤو،  چی په ډېره بيړه او په کم وخت کی پشپړ شو تر ډېره امکان لري چې ښاغلی ټرمپ د دغه سفر ځخه یوازې او یوازې کمپایني ګټه پورته کړي او د شکرانې مراسم په افغانستان کې له خپلو مېشتو فوځيانو سره ولمانځي تر ځو په دې سره په دې اړه باندې د خپل ملت توجه ځانته را جلب کړي او بل ده له خپلو خلکو سره وعده کړې وه، چې د افغانستان جګړه، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنی جګړه ده ختموم، ده په خپلو خبرو کې وویل چې طالبان په افغانستان کې سوله غواړي او د خپلو سرتېرو د کمېدو یادونه یې هم وکړه خو دا یې په ډاګه نه کړه چې څومره شمېر سرتيري به په افغانستان کې پاتې شي، نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل لومړني سفر پر مهال پر جمهور رئیس محمد اشرف غني باندې فشار راوړی، چې خپل داخلي مشکلات حل کړي او له طالبانو سره سولې ته د رسېدو په برخه کې خپله همکاري زیاته کړي. همدارنګه دوی زیاتوي، چې د افغانستان په ټپه ولاړه او اداري فساد ځپلې اداره کیدای شي د طالبانو د تشدد په خلاف د امریکا د بریالیتوب تر ټولو لوی خنډ وي. بهرنیو ګډونوالو خبریالانو لیکلي دي، چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د خبرو په وخت، د ډونالډ ټرمپ لهجه تېزه وه، هغه د غني هېڅ تعریف ونکړ. شاید په دې سره ټرمپ غوښتل غني په دې پوه کړي، چې د هغه په دوهمه دوره کې داسې ډیر شیان دي چې د لومړۍ ورځې نه ورته توجه نه ده شوې.

د سولې په پروسه یې اغېزې

د ولسمشر ټرمپ دا سفر په داسې وخت کې تر سره کیږي، چې هم د سولې خبرو هڅې کېږي او هم د ځواکونو کمولو خبره ورسره مل ده. افغانستان ته د ټرمپ اول سفر دی او جنګي سیمې ته یې دویم سفر دی، تېر کال د کرېسمس وخت کې عراق ته تللی او دا ځل افغانستان ته راغی، دا سفر داسې مهال کیږي چې کابو دری میاشتې وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ ۹ پړاوه خبرې تر سره شوې او دواړو لوریو د پرمختګ او د توافق‌نامې د نهایي خبره کوله، خو په دې پلمه چې طالبانو په یوه برید کې یو امریکایي سرتېری وژلی، دا خبرې د ټرمپ په یوه ټوېټ سره بندې شوې خو هغه وخت هم کیسه د سرتيري د وژل کېدو وه. موخه دا وه چې طالبانو پلاوی او د افغان حکومت په مشری به محمد اشرف غني امریکا ته سفر کوي او دا کومه توافق‌نامه چې د امریکا او طالبانو تر منځ نهایي شوې ده دا به په کېم ډېوېډ کې د درېیو واړو لوریو په شتون کې امضاء کیږي. خو دا چاره د طالبانو له لوري رد، خو هغه وخت افغان حکومت منلې وه، نو له همدې امله هغه مهال خبرې بندې شوې، او په نړېواله سطحه داسې معلومه شوه، چې د خبرو د بندېدو سبب خپله امریکایانو ؤو نو له همدې امله دوی مجبور شول، چې بېرته له طالبانو سره خبرې پیل کړي د باور جوړونې په موخه طالبانو پاکستان ته سفر وکړ او په افغان سوله کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم اسلام اباد ته راغی او له طالبانو سره یې وکتل خو د ناستو جزیات روښانه نشول، چې همدې ناستو دوام پیدا کړ او د باور جوړونې په موخه یې د بندیانو تبادله هم تر سره کړه نو اوس له بل هر وخت نه د سولې د خبرو پیل ته زمینه برابره شوې خپله د ټرمپ راتګ دا د خبرو د پیل لپاره یو ښه فرصت دی او د په خپلو خبرو کې هم یادونه وکړه، چې موږ له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړې دي،  موږ کوښښ کړو چې له دوی سر نتیجې ته ورسیږو.

ټرمپ سولې راتلو ته لېواله دی؟

ټرمپ کوښښ کړي چې د ۲۰۲۰م کال له ټاکنو مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي، تر څو له ملت سره شوې وعده پوره او د ده بیا ځل راتګ سپینې ماڼۍ ته یقني کړي او بل په اوس وخت کې د امریکا او چین اقتصادي ټکر، د شمالي کوریا او ایران اټومي کېدل، په سوریه کې له ترکانو او روسانو سره ستونزې، په اروپا کې د ناټو د شتون او نه شتون خبره خوله په خوله کېدل، منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت، د ترکيې او روسیې نېږدې کېدل، د چین او هند ترمنځ د اړیکو تر هر بل وخت نه د اړیکو رغېدل او په خپله دننه امریکا کې د ډيموکراتانو او جمهوریت‌پالو ترمنځ ستونزې او د ټرمپ استیضاح، چې اوس کې دده پر وړاندې تر ټولو لوی مشکل دی او دی هڅه کړي چې د دویم ځل لپاره د امریکا واګې په خپل لاس کې واخلي.  افغانستان ته د سفر موخه د خپلو سرتېرو سره لیدل ؤو او دا امریکا کې دود دی چې د دغه هېواد ولسمشر دې ورځو کې بهر کې خپلې پوځي اډو ته ځي، د خپلو سرتېرو سره ډوډۍ خوري، د دوی مننه کوي او قرباني یې ستايي. خو د دې ترځنګ دې سفر یو څه نور پیغامونه هم له ځان سره لرل لومړی: په دې راتګ سره یې هغه هېوادونو ته دا وښودله چې موږ په افغانستان کې شته یو او د افغانستان موضوع هم تر اوسه پورې زموږ د لومړنیو او د مېز د سر له موضوعاتو مو ده، چې په بیجېنګ کې کېدونکې ناسته یې په دې سر بیخي بې معني کړه. دویم: خپل ملت ته وښیي چې دی غواړي تر څو د افغانستان جګړه نوره پای ته ورسیږي او د خپلو سرتېرو د کمېدو اعلان یې هم وکړ، چې دا اعلان یې بار بار کړی دی. درېیم: طالبانو ته یې د خبرو د پیل شین چراغ ورکړ او داسې یې وښودله، چې دا ځل به خبرې خپل منزل ته رسیږي او په دې یې دا هم ورته ثابته کړه، چې زه ستاسو هېواد ته سفر کوم نو تاسو هم باید امریکا ته سفر وکړئ. دا او دېته ورته نور موضوعات، چې ټرمپ غواړي په افغانستان کې دا جګړه پای ته ورسوي او دا هم غواړي، چې د دوی له وتلو وروسته د شوروي د وتلو تجربه تکرار نشي دا هم له وېرې نه که داسې وشي نو بیا به یې مخه نيول او کنټرول ناشونی وي.

افغان غرور او د غني کتنه له ټرمپ سره 

د ټرمپ د راتګ معلومات له ارګ  سره هغه وخت شریک شول، چې کله د ټرمپ الوتکه د بګرام په هوایي اډه کې ناسته وکړه، له ارګ مېشتو یې غوښتنه وکړه، چې بګرام هوایي اډې ته تشریف راوړي بګرام د پروان ولایت ولسوالي ده د افغانستان د پایتخت اړوند هم نه کیږي، ارګ مېشتو هم خبره تائید او بګرام هوايي اډې ته یې د ټرمپ سره د لیدنې په موخه تشریف یووړ، دا برخه ځکه مهمه ده چې کله اوباما خپله واکمنۍ کې افغانستان ته راغی او بګرام کې یې سرتېرو سره ولیدل پخواني ولسمشر حامدکرزي ور سره ځکه ونه لیدل چې هغه کابل ته نه راغی. د دوه هېوادونو ترمنځ د مشرانو لیدل یې د ځانګړو وضع شویو اصولو له مخې تر سره کیږي هغه، دا چې د یو هېواد جمهور رئیس بل هېواد ته سفر کوي د خپل سفر موخه مخکې له مخکې له مقابل هېواد سره شریکوي د دوی له توافق‌ وروسته خپل سفر پلان کوي خو دا، چې موږ داسې مهال خبریږو چې هغه زما په کور کې دننه ناست وي او ماته وایي چې زه راغلی یم ته راته راشه دا د دې ښکارندويي کوي، چې نه یوازې زموږ خاوره اشغال ده بلکې هغه ځوک چې دلته زموږ پر سر باداري چلوي هغه په هر ډول تړلي خلک له اشغال‌ګرانو سره دي، دا چې کرزي په خپل دور کې دا توره وکړه چې ورسره یې ونه لیدل ده هم کولی شوی خو په دې خاطر چې د ده راتګ تر پنځو نورو کلونو یقیني شي هر ډول معاملې ته اماده دی، چې د دې بیه دا خوار او په لاسو پښو تړلی ویاړلی ملت ورکوي چې تر یې تاریخونه جوړ کړي خو د دې بې کفایته رهبرانو له لاسه له خاورو سره خاورې شوي دي.

پایله

دا چې ټرمپ ولې ناڅاپي راغی، زموږ حکومت یې ولي په جریان کې نه دی کړی او بیا یې ولې زموږ جمهور رئیس نظامي اډې ته د لیدنې په موخه غوښتی دا هغه څه دي، چې موږ  په دې باندې اوس موږ خبره نشو کولای ځکه هغه زموږ له کنترول وتلې خبره ده، دا چې څه ډول کولای شو له شته فرصت نه ګټه واخلو هغه دا چې امریکا له بل هر وخت نه په افغانستان کې اوس سولې راتلو ته لېواله ده او شرایط داسې راغلي، چې دوی باید له افغانستان نه ووځي. نو پکار ده، چې افغان حکومت او طالبان له دې نه په خپل هېواد کې د ځلوېښت کلن ناورین د ختم په موخه ګټه واخلي هغه دا، چې شته حکومت د خپل شتون په خاطر له طالبانو سره له سولې وېره لري او طالبان هم د شته حکومت سره خبرې نه کوي چې په دې سره د افغان کشالې لپاره حل موندل سختوي او بهرنیان هېڅکله نه غواړي، چې داسې سوله او حکومت راشي کومه څه چې افغانان غواړي. معنې ده، چې دواړه لوري باید سولې ته د رسېدو په موخه یو څه له لاسه ورکړي او یو څه تر لاسه کړي نو په جګړه کې ښکېل ټول اړخونه باید له دې فرصت نه ګټه پورته کړي، که وګورو ټول دخیل اړخونه په هر لحاظ د بل د حمایې سره مخکې ځي نو چې حمایه کوي دي نو حتما پلان هم هغه درته جوړوي، چې موږ یې هره ورځ ژوندي مثالونه ګورو او خپل ملت وینو چې دا ۴ لسیزي د اور په لمبو کې سوځیږي. نو پکار ده، چې ټول دخیل اړخونه د په شخصي، ګوندي او سمتي ګټو پر ځای ملي ګټو ته اهمیت ورکړي او سولې ته دې کار وکړي چې انشاء الله په پایله کې به یې مو تل پاتې سولې ته ورسیږو.

405 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. ګل محمد نوری Reply

    افغانستان ته د ټرمپ سفر پنجاب پلوي سخت وارخطا کړل

    افغانستان ته دامریکا د متحده ایالاتو جمهور ریس ډونالډ ټرمپ ناڅاپي لمړني سفر په افغانستان کې دننه او له هیواده بهر د پاکستان د ګټو ساتونکی سخت وارخطا کړي‌ دي‌.

    له ښاغلي ټرمپ سره په دغه سفر کې د هغه د ملي امنیت مشاور رابرت اوبراین، د استخباراتي او نورو چارو ځيني مشاوران هم شامل وو.

    جمهور ریس ټرمپ په خپل دغه سفر کې تر هرڅه ډېر افغان امنیتي ‌ساتونکي‌ وستایل چې په دې وروستیو کې خپل غلیم ته سخت غاښ ماتونکی ځواب ویلی دی .

    ټرمپ وویل:

    « زه دافغان امنیتي ساتونکو مننه کوم چې په زغرده او مېړانه دترهه ګرو خلاف جګړه کوي‌‌»

    ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا له سفیر ، هلته د مېشتو امریکا يي ځواکونو له قوماندان ، افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني او ددفاع وزیر اسدالله خالد سره وکتل .

    ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا متحده ایالات به له وسله والو طالبانو سره هیڅ ډول داسي معمله ونه کړي ‌چې دافغان هیواد په زیان وي .

    ټرمپ وایي له طالبانو سره خبري بیا پيل شوي او د د غني د ادارې تر شا کلک ولاړ دی او هیڅ کله به یي یوازي پرینږدي.

    افغان وطن ته د ټرمپ سفر دا ښيي چې امریکا لا هم پر افغانستان ولاړه ده او دغلته نه غواړي شوي پرمختګونه له طالبانو سره د احتمالي جوړ جاړي په سبب زیانمن شي.

    د ولسمشر ټرمپ دې خبرو چې امریکا دافغان حکومت او ولس تر شا ولاړه ده ، په افغانستان کې دننه او بهر هغه کسان سخت اندېښمن کړي چې په لویه کې د پاکستان او ایران د ګټو پالونکي دي‌.

    د پاکستاني ګټو پالونکي ځینی کسان چې ځانونه افغانان بولي او په پښتو ژبه رواني خبري کولای شي پر خواله رسنیو هڅه کوي چې د ټرمپ سفر کمزوری وښيي ، خو په لویه کې دامریکا د ولسمشر ټونالډ ټرمپ سفر دافغانستان ددښمنانو له پاره یو سور څراغ دی .

    هغه کسان چې د افغانستان ګټي ورته مهمي‌دي‌د ولسمشر ټرمپ سفر ته د یوه نیک پال په سترګه ګوري .

    ښاغلي ټرمپ له غني سره په خبرو کې وویلي چې هیواد به یې تر بشپړي کامیبابۍ پوري له افغانانو سره ولاړ وي او دا ویره دي افغانان نه کوي چې ګواکې امریکا د نیمي لاري ملګرتیا کوي.

    ټرمپ همدا راز ویلي چې طالبان اوربند ته حاضر شوي دي او که چیرته لږ هم د سولي له پروسي په شا شي امریکا او افغان ځواکونه به یې له دې هم نور وځي .

    هغه همدا راز زیاته کړه : (( زه اوس پوهیږي چې طالبان اوربند کوي، او دا کار به سمي پایلي ولري)).

    د امریکې ولسمشر پر داسي وخت افغان خاوره باندي پل ږدي چې حکومت په ختیځ ننګرهار کې د داعش ډلي د ځپلو زیری تیره اونۍ خپور کړ.

    افغان امنیتي ځواکونو اوس دا توان موندلی دی چې داعش ترهه ګره ډله یې له منځه یو وړه او وسله وال طالبان یې له افغانستان نه ایستلو ته اړ کړي دي .

    داسي ښکاري چې دافغانستان دښمنان که کور دننه ځیني جاسوسان دي‌او یا له هیواده بهر د پردیو ګټو ساتونکي دي هڅه کوي چې دافغانستان او امریکا تر منځ اړیکي خراب کړي ، خو اوس افغان حکومت توانېدلی چې د افغانستان دا کښتۍ تر خوندي څنډو وروسوي .

    دولسمشر غني بریالۍ پالیسي او ددفاع وزیر اسدالله خالد ترهه ګري ضد جګړه اوس دې کچي ته رسېدلې چې د هغوی له مخالفینو پرته یې د ولسمشر ټرمپ په ګډون د نړۍ نېژدې هر ه سیاسي څېره او ځواکمن قوتونه مني .

  2. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    دونا لد ترمپ افغانستان ته دخپل کورنی او بهرنی سیا ست په دپلو ماسی او لید لوری پر اساس راغلی دغه لید لوری خان ته موخې او اهداف لری دیوه هیواد رهبر اویا زعیم چې بل هیواد ته خی هغه هم په داسې مهمو ورخوکې لکه کرسمس او یا تنکس ګیونګ خبله دامریکې ولس ته ډیر اهمیت لری ځکه چې دا یوه ملی پدیده ده دا موضوع به او س برېږدو رابه شو پورتنۍ لیکنې ته . په تبصره کې زما هدف نیوکه نه ده، ددونا لد خان سفر نه دی ،ملا مت او ناملا مت دریځ ۰نه دی بلکې دا افغانستان د کړکېچ هغه برخی دی چې له هغو نه په سیاسی لحاظ سترګې نشی پټېدای د افغانستان د سولې او توافق هزینه دوه برخې لری کورنۍ او بهرنۍ . کومې ستونزی اوپېچومی له کورنی سیاست سره د معضلې محراق جوړوی؟ او کوم ېې بیا بهر نی اړ خونه دی زه فکرم کوم تر ډیره بریده سیاست له کوره پیل کیږی او بیا بهر ته راوځی د یوه ولس او ملت د بهر نیو روابطو او ضوابطو نه نمایندګی کوی چې دانس حقانی او بندیانو او حتی اور بند خبره به همدې سیاست کې رانغاړ ی خو به کورنی سیاست کې
    پروان ،بګرام هم افغانستان دی بل هېواد نه دی ولې دغه سیاست به څنګه هېرشی او یا څه ډول تعریف ولری. موږ وو چې نورو ته مو زمینه برابره کړه اوکرزی یی په اس سپور ارزګان ته او له ارزګان څخه بیا به ډ هل او سرنی کابل ته راووړ زه نه پوهېږم چې افغان غرور څه ډول مفهوم لری اودکرزی نه لیدل له اوباما سره کومه توره کیدای شی اصلا دکړکېچ هسته په سیاسی لحاظ نور اساسی غټې او وړې لری هسې( دکایت) یا کاغذ باد کتاب ،هندوانو فلم
    په هوایی تحلیل ،احساساتو ، یو طرفه جاده او سرک نه دی بلکې د یوې ټپی ټولنې د اتلس کلنو تباهیو او بر بادیو هغه پراخ واټونه دی چې هر څوک یې هم
    نه شی تحلیلولی موږ له دغو ترخو تجربو نه هېڅ زده نه کړل او نه څه را پاتې شول .هرچاته خپل وطن کشمیردی، خو موږ ته نه دی

  3. حسن Reply

    ډېره اوږده پرپړه او یواځینی مقصد یې د آی اس آی نظر څرګندول چې ولې ښاغلی غني بګرام ته لاړ؟ د ایران مذهبي مشر هم افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د سفر په باب ورته نظر څرګند کړی وو.
    بګرام د پروان ولایت یوه ولسوالۍ او د ګران افغانستان خاوره ده . هرچېرته چې دواړه لورې مناسبه وبولي یو بل سره ملاقات کولی شي .
    له بلې خوا د دوی د راتګ پلان او موضو څو ورځې مخکې افغان مقاماتو ته مالومات ورکړل شوي خو ضرور نده چې هره موضوع د مطبوعاتو له لارې نشر شي.
    که ښاغلي کرزي له اوباما سره نه وي لیدلي ، کومه ګټه یې د افغان ولس لپاره کړېده ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸