Categories

اعلان

Loading…

ټرمپ ولسمشر غني ته د امریکا د سفر بلنه ورکړه

تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰ مه: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن شپه د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د افغانستان د سولې د پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

ارګ وايي، د امریکا ولسمشر په داسې حال کې خپل افغان ساري ته ټېلفون وکړ چې ښاغلی غني په متحده عربي اماراتو کې و.

د دواړو خواوو ټېلفوني خبرو، چې له دوو لوېدیځو پروفیسرانو سره د حقاني شبکې د درو غړیو له تبادلې وروسته وشوې، ۲۵ دقیقې دوام وکړ.

د امریکا ولسمشر د افغانستان له ولسمشره د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون په خاطر مننه وکړه.

تر دې وړاندې هم ولسمشر ټرمپ د ولسمشر غني اقدام زړه ور او د ستاینې وړ بللی و.

دواړو خواوو په بېلابېلو برخو په تېره بیا په ننګرهار کې د داعش په ماتولو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه وستایل.

ولسمشر غني د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د اووه ماده يي پلان په اړه د امریکا ولسمشر ته معلومات ورکړل او په مقابل کې یې ولسمشر ټرمپ د سولې د پروسې په اړه وویل چې باید په دې برخه کې اوربند مخکې تر مخکې شرط وي.

ده زیاته کړه«د دې لپاره چې سوله بریالۍ شي، په هغې کې د افغانستان د حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي.»

د امریکا ولسمشر د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته بلنه ورکړه چې امریکا ته په رسمي سفر ورشي.

ولسمشر غني د ښاغلي ټرمپ بلنه ومنله.

1,886 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"08652ed5-bd90-4c4c-b8e0-4ff371394469","recipients":919,"external_id":"b6265525-c881-1ddf-72fa-4d28912d13f7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
919

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸