Categories

اعلان

Loading…

طالبانو ۱۰ افغان برمته سرتېري د سور صلیب په لاس افغان حکومت ته وسپارل

تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، نن پنجشنبه ورته طالبانو هغه لس تنه افغان سرتېري وسپارل چې په هلمند کې برمته او اوس یې له غربي استادانو سره یو ځای  د خوشې کېدو هوکړه شوې وه.

 د سره صلیب د استازو د کمېټې مشر خوان پدرو شایر وايي، دغه لس سرتېري ورته طالبانو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې سپارلي او دوی د طالبانو له نفوذي سیمو څخه په خوندي ډول دا لس خوشې شوي افغان سرتېري د هلمند د والي دفتر ته رسولي دي.

 ښاغلي شایر ویلي، د افغان سرتېرو د راخوشې کولو په برخه کې یې د طالبانو او حکومت تر منځ له یوه لوري څخه بل لوري ته د سرتېرو د رارسولو  بشردوستانه رول لوبولی او په دې اړه سور صلیب د هیڅ ډول مذاکراتو برخه نه و.

 د سور صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې له ۱۹۷۹ کال راهیسې فعالیتونه کوي، خو سږ کال یې تر څو میاشتو پورې طالبانو په افغانستان کې فعالیتونه منع اعلان کړي وو.

طالبانو دغې کمېټې ته لس تنه افغان سرتېري په داسې حال کې سپارلي چې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کولو تر څنګ یې د ښه نیت له مخې د افغان سرتېرو د خوشې کولو اعلان هم کړی و، خو د یادونې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت د ښه نیت لپاره د حقاني شبکې درې مهم غړي طالبانو ته تر قطر پورې رسولي او ورخوشې کړي وو.

482 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"8314141f-8b52-43f2-aa74-1afb8f080840","recipients":918,"external_id":"90dba3c5-45e7-75ca-c39a-932f03245a34","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
918

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸