Categories

اعلان

Loading…

فراه: طالبانو تېره شپه پر یو واده برید کړی دی

تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰ مه: طالبانو په فراه کې د یو واده پر مراسمو د برید په ترڅ کې ۱۰ موټر سوځولي او یو تن یې ژوبل کړی دی.

تاند ته د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې تېره شپه طالب وسله والو د فراه ښار ته نږدې په شیخ اباد کلي کې د یو واده مراسم په نښه کړي دي.

نوموړی وايي، طالبانو اطلاع لرله چې دغه واده ته دولتي کسان ورغلي او له همدې کبله یې د ډېرو وژنو هدف درلود خو توانېدلي چې یوازې یو تن ژوبل کړي او لس موټر وسوځوي: (( زموږ امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت ورسېدل او طالبان په تېښته بریالي شول.))

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د فراه ښار امنیتي وضعیت نسبتا ښه شوی بلل کېږي او افغان ځواکونو ادعا کړې ده چې طالبان یې د ښار له غاړو څخه شاته تمبولي دي.

طالبانو تر دې وړاندې د تخار په ورسج کې هم د ولسوالۍ د بازار ۱۰ دوکانونه له دوکاندارانو سره یو ځای سوځولي وو چې په اړه یې سخت غبرګونونه راپورته شول.

749 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"7683d262-3402-43b4-a0eb-ecc96889b91e","recipients":921,"external_id":"1e439ba2-ee6b-dc4d-9b18-45e2303185a2","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
921

1 comment

  1. حسن Reply

    طالبان ځان افغانان او مسلمانان هم بولي خو د دوی دا اعمال له چنګیزیانو او تیموریانو نه هم بدتر شول. هره ورځ وحشت ، وژل او سوځول د دوي شغل ګرځېدلی دی. په کومو سترګو به بیا خپلو هېوادوالو او کلیوالو ته ګوري؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸