Categories

اعلان

Loading…

وحید مژده په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: نامعلومو وسله والو نن د کابل د اوومې حوزې په دارلامان واټ کې د طالبانو د واکمنتۍ د مهال د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی او د دې ډلې په پلوۍ  مشهور وحید مژده وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته پېښه تاییدوي او وايي ښاغلی وحید نن ماښام جومات ته پر لاره د روسیې سفارت سره نږدې د موټرسایکل سپرو وسله والو لخوا په نښه شوی دی او وژل شوی دی.

وحید مژده په کابل کې د طالبانو پلوي شنونکی ګڼل کېده، خو تر اوسه د ښاغلي مژده د وژنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

1,055 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"8a047d2d-b638-4388-aed0-41ca2f9ec5bc","recipients":921,"external_id":"ca9b4d1e-dd81-da5e-f6d4-418d258c140e","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
921

2 comments

  1. بریال Reply

    شهید وحید مژده د ښه قلم او عالي احساس خاوند وو. که څه هم هغه طالبانو ته منسوب شخص بلل کېده ، خو هغه له وطن او خپل ولس سره ډېره مینه درلودله.
    د هغه وژل له سولې سره مخالفت او یوه توطیه ده .
    مرحوم ته د الله ج جنتونه نصیب کړي ، کورنۍ او خپلوانو ته د زړه صبر. د ظالمانو لاس د مات شي .

  2. ګل محمد نوری Reply

    کیدای شی دا کار د پاکستان استخباراتی ډلو او ګلمرجان ډلی کړی وی
    ځکه هغه تیر کی زیاتره داسی خبری کولی چی د ګلمرجان ډلی ته منلو نه وی

    وحید مژده: پاکستان طالبانو ته ویلي چې په بل نوم، بیرغ او شعار جګړې ته دوام ورکړي
    http://www.taand.com/archives/43229

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸