Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

تاند، پنجشنبه، د حمل ۱۴مه: په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن وايي، د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي څخه په کلکه ملاتړ کوي. راس ویلسن نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ویلي، پر یووالي، چمتووالي، مؤثریت او…

02 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

Read more
جنرال پټریاس: د سولې د هوکړې قمار تر ډېره د طالبانو په ګټه تمام شوی

جنرال پټریاس: د سولې د هوکړې قمار تر ډېره د طالبانو په ګټه تمام شوی

تاند، پنجشنبه، د حمل ۱۴مه: د امریکايي استخباراتي ادارې سي آی ای پخواني مشر ډیویډ پټریاس ادعا کړې چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه تر ډېره د طالبانو په ګټه ده او افغانستان کې به د جګړې دوام…

02 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

Read more
  • 1
  • 2

یوناما او عبدالله د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی دی

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: یوناما د طالبانو لخوا د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کولو هرکلی کړی او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا هیله ښودلې چې دا کار د افغاني مذاکراتو لپاره ګټور ثابت شي.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نړیواله ټولنه د تاوتریخوالي د راکمولو او سولې لپاره د ټولو اقداماتو هرکلی کوي.

همدا راز عبدالله عبدالله بیا ویلي، هیله من دی چې د زندانیانو تبادله د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو برخه کې اسانتیا لپاره ګټور ثابت شي.

ښاغلي عبدالله په یوه بیانیه کې ویلي، د امریکايي پوهنتون استادان د افغان بچیانو په روزنه بوخت وو او د خوشې کېدو هرکلی یې کوي.

خو طالبانو بیا ویلي چې د زندانیانو تبادله یوازې له امریکا سره د خبرو لپاره لار خلاصوي او هیڅوک د افغان حکومت سره د مذاکراتو د پيلیدو لپاره نه دي خوشې شوي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"abe00840-b627-4103-854d-f335dc5e87e9","recipients":922,"external_id":"5efcbf7e-9df4-070b-32e1-e77c67d5757d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
922

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    عبدالله دا خبره ددی لپاره نه کوی چی د سولی غوښتونکی ده ددی پخاطر چی امریکا څخه کریډیت واخلی چی زه هم د سولی غوښتونکی یم مګر خبر نده چی دده زیاتره پلویان د سولی مخالف دی مثال په ډول محقق،دوستم او فوزیه کوفی اوهمدارنګه زیاتره ملګری دده له افغانیت او افغان کلیمی سره مخالف دی که په یاد مو وی پخپله عبدالله هم تذکری په وړاندی غبرګون ښودلی وو مګر بیا وویل مشکل نلری مګر ځینی ملاحظات دی یعنی زما د ټیم ملګری او دده ویاند او سکرتر د افغانیت له کلیمی سره تضاد لری

    پاکستان چی څه وایی او په څه چی خوشحالی دی او طالبان او حکمتیار یی مخی ته وړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *