Categories

اعلان

Loading…

محقق: تدامیچي یاماموتو یو بې غیرته او رشوتخور انسان دی

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: د ثبات او همپالنې د ټیم غړی محمد محقق چې نن د جنرال دوستم کورته ورغلی و، د ملګرو ملتونو د کابل دفتر مشر تدامیچي یاماموتو یې بې غیرته او رشوت خور انسان بللی دی.

ښاغلي محقق په دغه رسنیز ډوله ناسته کې نه یوازې یاماموتو په سپکو نومونو یاد کړی دی، بلکې د  دوستم یو نږدې کس له عبدالله عبدالله څخه هم په کې شکایت وکړ چې د جنرال دوستم ډلګۍ ته یې توجه نه ده کړې، مګر وروسته ورته خلکو وویل چې رسنۍ هرڅه په ژوندۍ بڼه خپروي.

په دې ناسته ک ښاغلي محقق ولسمشریزې ټاکنې عملان بحران ته تللې بللي او ویلي یې دي چې مدیریت یې د کمېسیون له کنټروله وتلی دی: (( تدامیچي یاماموتو یو بېغیرته او رشوت خور انسان دی چې د حکومت په ګټه استخدام شوی دی.))

 په دې غونډه کې ښاغلي دوستم بیا له ارګ څخه شکایت وکړ او هغه ګیلې یې وکړې چې له ولسمشر څخه یې په تېرو کلونو کې لرلې، نوموړي وویل، د ولسمشر غني لپاره یې هلې ځلې وکړې خو هغه ورته یو میلیون او څو زره افغانۍ په بدل کې ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسیون دننه د ثبات او همپالنې د ډلې په ملاتړ راښکاره شوي کمېشنر مولانا عبدالله هم تدامیچي یاماموتو د خر په نوم یاد کړی و، هغه څه چې د دغې ټاکنیزې ډلې په اړه یې نیوکې راپورته کړې وې.

1,974 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"20a74d67-7c98-4e97-a085-eb27d9b5a3a4","recipients":920,"external_id":"b2c42f50-1c18-ec20-eee3-531644c8410b","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
920

2 comments

  1. سیر کابلی Reply

    حتما یاماموتو څلور په نکاح او بې شمېره بې نکاح شځې لکه محقق صاحب کړي نو چې رشوت یې اخیستی

  2. دورانی Reply

    د افغانستان د حکومت او په ځانګړی توګه له ولسمشر غنی څخه دافغانستان خلک او ولسونه هیله لری چه دغه دواړه دوستم او محقیق چه په بی سره جنګی جرمونو ککړ خلک دی ژر تر ژره محاکمی ته وسپاری.
    دوستم په زرهاوو قتلونو او بداخلاقیو کی او محقیق په سلهاوو قتلونو او میخ کوبیوو کی اخته، ککړ او ثبت دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸