Categories

اعلان

Loading…

عمران خان: د امریکايي پوهنتون استادان زموږ په هڅو او وساطت راخوشې شول

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي د طالبانو او لویدیځ تر منځ د بندیانو د تبادلې زمینه دوی برابره کې وه.

 ښاغلي عمران خان په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، پاکستان، په افغان خاوره کې د کوین کینګ او  تیموتي د خوشې کېدو هرکلی کوي.

عمران خان ویلي، د نړیوالې ټولنې د یو غړي په توګه په افغانستان کې د ثبات د راتلو او د غمونو د بستر د ټولولو په خاطر کاملا د دغې تبادلې اسانتیا برابره کړې او ملاتړ یې کړی دی: (( پاکستان په راتلونکي کې هم په افغان سوله کې د اسانتیا برابرولو رول ته چمتو دی، هیله دا په دې پړاو کې ټول لوري باور پیدا کړي او د سولې پروسه نوې ساه واخلي.))

 دا په داسې حال کې ده چې سرچینو تایید کړې ده چې طالبان د خپلو دریو بندیانو له ترلاسه کولو وروسته نن د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې له پاکستان سره په پوله یو امریکايي او یو استرالیايي پروفیسور امریکایانو ته وسپاره.

په همدې حال کې یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبان به نن لس افغان سرتېري هم چې په هلمند کې یې تښتولي وو، راخوشې کړي.

778 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"14a7bfb8-e297-40f6-8ff5-e851a622ea1f","recipients":920,"external_id":"e022fad8-0d0a-f114-b387-b4807a2c450c","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
920

1 comment

  1. babrak Reply

    په دی کی شک نه شته چې امریکایی بندیان د پاکستان په خاوره کې ساتل کیدل! طالبانو بندیان تر نظر لاندی ساتل خو پخپله طالبان د ای اس ای تر نظر لاندی و او دي.۱

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸