Categories

اعلان

Loading…

طالبانو هم د امریکايي پوهنتون استادان امریکا ته وسپارل

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: فرانس پریس او اسوشییټډ نړیوالو اژانسونو د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې طالبانو د امریکايي پوهنتون دوه استادان د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې مقابل لوري ته سپارلي دي.

 راپورونه وايي، کیون کینګ او تیموتي ویکس چې په ۲۰۱۶ کال طالبانو له کابل څخه تښتولي و، نن د زابل په نوبهار کې له پاکستان سره پولې ته نږدې خوشې شوي او د څرخکو په مرسته له سیمې لېږدول شوي دي.

بلخوا تاند ته یو شمېر سرچینو ویلي چې طالبان به نن لس افغان سرتېري هم راخوشې کړي چې څه موده وړاندې یې له هلمنده تښتولي وو.

 دا په داسې حال کې ده چې نن د ارګ یو شمېر سرچینو هم تاند ته تایید کړه چې د حقاني شبکې درې غړي انس حقاني، قاري رشید او مالي خان تېره ورځ قطر ته رسول شوي او نظر بند ساتل شوي دي.

 طالب سرچینو هم د افغانستان په جنوب کې د امریکايي پوهنتون د استادانو د خوشې کېدو خبر تایید کړی، خو امریکا او افغان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، مګر امریکايي پوهنتون بیا په کابل کې تایید کړې ده چې دوه استادان یې راخوشې شوي دي.

 طالبانو د انس حقاني او ملګرو سره د امریکايي پوهنتون د استادانو خوشې کول د مذاکراتو  د بیا پیلولو لپاره شرط ایښی و.

658 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"3670b52b-5a70-4c6d-903c-1cede93945fa","recipients":919,"external_id":"b5a7e7be-343d-615e-812c-15ea1e38a455","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
919

1 comment

  1. سیر کابلی Reply

    هر خوا د مشرانو ځامن او وروڼه نه وژل کېژي او که اسیران سي دواړه خوا یې دغسې پرېژدي نه د عباس ستانکزي ځوی جنګېژي نه د ډاکټر عبدالله او ډاکټر غني. د جنګ لپاره د خوارې کونډې ځوی سته چې مېړه یې یا د مجاهد په نوم او یا د کمونست په نوم ووژل سو اوس یې یتیم بچیان دغسې سره وژني د رباني ځوی په لندن کې میوزېژشن او لور یې دبۍ کې کشمش خلاص کړی د حکمتیار هغه دغسې در نیسه ان پر لمسیو یې ډاکټري وویلې او د کونډې ځوی اخته ده های په عقل د لعنت سه ته وګوره څومره طالبان او عسکر به دواړې خوا بندیان وي خو د یوه پوشتنه څوک نه کوي اما د دوو امریکانیانو او د شازاده انس پوشتنه کېژي اوس به ځیني د خره فکر والا وایي چې دا خو به جبهات تنظیم کړي او یا کوم خره ځوی به پیدا سي چې د پلاني مشر ځوی ځانمرګی کړی های لکه ځې همداسې خره پاتې شوو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸