Categories

اعلان

Loading…

طالبان له اسلام اباد سره خپلې اړیکې څنګه تعریف کوي

 سید عبدالله پاچا  

د دوه کالو مخکې له وضعیت به دا تحلیل پيل کړو بیا تر نن ورځې چې ولې طالبان و نه توانیدل چې د امریکایي پوهنتون استادان د پآکستان له زندان خوشې کړي.

طالبان په ښکاره وایي چې ګنې دا بهرني استادان له دوی سره بندیان دي، خو دا وروسته له هغې مالومه شوه چې دا بندیان به د پاکستان له هوایي ډګر څخه قطر ته ځي.

مالومه شوه چې طالبانو یواځې دا بندیان د پاکستان په خوښه نیولي او ای ایس ای ته یې سپارلي دی، دا چې د طالبانو نیول شوي درې کسان پاکستان ته ډير وفادار دي، پاکستان یې په بدل کې د امریکا او استرالیا دوه تبعه خوشې کوي، چې د پآکستان په زندان کې دي.

دا کیسه او تحلیل وروسته کوو، خو لومړی د دوه کالو مخکې یوه قضیه را خلو.

دوه کاله وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د اردو مشر باجوه ته چې له خپلو جنرالانو سره غونډه لري، ټیلیفون کوي، باجوه ډير خوشحالیږي چې څنګه یې بادار زن وهلی دی او په داسې لهجه ورته وایي، ((هلو ټرمپ صیب څنګه دې مونږ غریبان پدې سخت وخت کې یاد کړو.))

ټرمپ په ټیلفوني مکالمه کې باجوه ته وایي، لا خو درباندې سخته نه ده راغلې، خو ځه خیر په ۲۴ ساعته کې هغه امریکايي کورنۍ چې له طالیبانو سره بندیان دې راخلاصه غواړم.

باجوه په ځواب کې وایي، سر جي هغه خو طالیبانو سره بندیان دې موږ خو ترې خبر هم نه وی، ټرمپ ورته وایي، احمقه شپاړس کاله مو افغانان پدې غلط کړل چې طالیبان د پاکستان ملیشه نه ده. اوس ما هم غلطوې؟ وایي چې موږ له طالبانوخبر نه یو.

له دې سره باجوه له غونډې پورته کیږي او وایي چې معافي غواړم سر جي، ته ۲۴ یادوې په دولسو کې به یې درته راخلاص کړم.

ټرمپ تلیفون پرې کړې، خو باجوه لا لګیا وي چې د بل چا زنګ یې ټیلیفون ته راشي، باجوه وشرمیږي، ټیلیفون بند کړي او له شرمه غصه شي، په مجلس کې د ای ایس ای مشر ته په غصه ووايي چې هلیکوپټرې بوځه او همدا اوس له طالیبانو هغه امریکايي کورنۍ راوله.

د ای ایس ای مشر ورته ووايي ښه جي، دې سره سلامي ورته وکړي او لاړ شي، له وتلو سره خپل سیمیز میجر ته زنګ ووهي او قومنده ورکړي چې تر څو هلیکوپترې در رسیږي تا باید امریکايي کورنۍ له طالیبانو راوستلې وي او زما راتګ ته منتظر یې.

میجر ورته ووايي، ټیک ده جي، زه اوس خبرې کووم او هر څه درته تنظیم کوم.

په ټیلیفون کې ورته سلامي وکړي او ټیلیفون کیږدي، لدې سره ژر طالیب قومندان راوغواړي، طالیب قومندان هم په منډه ورته ځان راورسوي، ستړی ښکاري زړه یې وي چې د میجر مخامخ په چوکۍ کیني خو میجر ورته ووايي: کینه مه، واپس لاړ شه او هغه امریکايي کورنۍ روغه جوړه ماله ژر راوله.

طالیب قومندان میجر ته وګوري او ورته ووايي: صیب اجازه ده یوه پوښتنه وکړم.

میجر: نه ډیر تپوسونه مه کوه چې څه مې درله وویل همغه ډول کار وکړه، شابه شابه زر ځه او څومره ژر چې کیدلی شي هغه کورنۍ روغه رمټه راوله.

طالیب قومندان: په سر سترګو صیب، خو له هغو افغانانو بندیانو سره څه وکړم؟

میجر: کوم بندیان؟

طالیب قومندان: صیب هغه چې څو ورځې مخکې مو ونیول، یو د ملي اردو کس دی، څلور د محلي پولیسو کسان دي او یو څو کسو هسې زمونږ په تحریک پسې بدې خبرې کړي هغوی مو هم نیولي.

میجر: هغه اردو والا کس ماله راوله او نور له یوې مخې په ډزو ووژنه، جهاد پرې وکړه، چې نورو افغانانو ته عبرت شي.

طالیب قومندان: ښه صیب همداسې به وکړم، لدې سره طالیب قومندان په منډه له چاوڼۍ ووځي، لږ ځنډ وروسته طالیب قومندان په ډاټسنه کې امریکايي کورنۍ او یو لاس تړلی د ملي اردو عسکر راولي، موټر د چاوڼۍ بهر ودروي او خپله مسکۍ مسکۍ چاوڼۍ ته ننوځي چې یو سپاهي پرې غږ وکړي:

سپاهي: ودریږه ماجره. داسې روان یې لکه د پلار کور دې چې وي، چرته ځې؟

طالیب قومندان: سپاهي صیب میجر صیب دا کسان غوښتي.

سپاهي: دا کسان ماله پریږده زه یې ورله بوځم. ته دلته بهر کینه.

دې سره سپاهي د ډاټسنې له سیټو امریکايي کورنۍ ښکته کړي چې شاته ډالې ته وګوري نو د ملي اردو عسکر لاس تړلی پکې پروت وي، سپاهي مسکی شي او طالیب قومندان ته وايي:

سپاهي: هلکه ماجره دا دې څه راوړي دي؟

طالیب قومندان: صیبه دا د کافرې اردو عسکر دی او میجر صیب غوښتی.

سپاهي همداسې مسکۍ امریکايي کورنۍ دننه روانه کړي او خپلو دوه ملګرو ته ووايي چې پدې اردو والا خیال ساتئ.

طالیب هم څادر له اوږې ښکته کړي او د چاوڼۍ مخکې چمن کې یې هوار کړي، خو چې څنګه پرې کیني نو له ولاړو سپاهیانو یو کس پرې را غږ کړي چې پاڅه ماجره ځای ځایګې نه ګورې څادر اوار کړې او پرې کینې.

بیا ورته ووايي چې د چاوڼۍ مخې نه لږ هخوا ودریږه، طالیب ورته مسکۍ شي او ورته ووايي ښه صیبه، لږ وروسته هغه سپاهي له دننه بیرته راشي او دا ځل د ملي اردو عسکر ځان سره روان کړي، د ملي اردو عسکر چې د طالیب قومندان څنګ ته تیریږي نو ورته ووايي: لدې دې نور هم سپک غواړم، ته چې خپل دولت سپکوې ته به هم داسې سپکیږې.

د اردو عسکر لا خبره ختمه کړې نه وي چې یو سپاهي یې د ټوپک په کنداغ ووهي او ورته ووايي: دا مسلمان دی او له پاکستان دفاع کوي، پاکستان د اسلام کلا ده، او طالبان د اسلام لپاره قرباني ورکوي او د افغان کافر! حکومت پرضد جهاد! کوي.

دا خبرې چې طالیب قومندان واوري نو نور هم مغرور شي او ووايي:بالکل له اسلام نه مې سر، کورنۍ هیواد، دولت، ملت او هر څه قربان دي، اسلام ما ته تر هر څه مهم دی.

بیا د اردو عسکر ته په غصه شي او سپاهي ته ووايي: سپاهي صیب نور یې هم ووهه، دا کفار باید ژوندي پرینږدو، دې خبرې اوریدو سره د اردو عسکر طالیب ته مخ ورواوړوي او ورته ووايي. هی هی چې کله به مو سر خلاصیږي، نو کفار خو تا ازاد پریښودل.

مخکې لدې چې طالیب قومندان څه ووايي، سپاهي د اردو عسکر یو کنداق بیا ووهي، د چاوڼۍ دروازې په لور یې کش کړي او ورته ووايي: د امریکې بچیه ځه چې اوس تا باندې ورځ کې ستارې وښیم.

طالیب قومندان له شانه ورغږ کړي: سپاهي صیب سم یې ووهئ دا کافر او ريښتیا میجر صیب ته ووايئ چې هغه نور کافران! مې لکه څنګه چې میجر صیب ویلي وو هماغسې ووژل، دې سره سپاهیان د ملي اردو عسکر دننه بوځي.

طالیب بهر انتظار کوي چې له لرې د هلیکوپترو غږ شي، میجر هم له چاوڼۍ په منډه بهر راوځي، طالیب قومندان چې وویني نو په مغرورانه انداز ورته ووايي:ماجره لا تلې نه یې؟ نور څه غواړې؟ شابه شابه دې ځای نه زر ځه چې جرنیل صیب راروان دی، هغه څو ځل راته ویلي چې دې اومهاجرو نه ګنده بوی ځي ما له یې مه راپریږده.

طالیب په خندا شي او میجر ته ووايي: یاره میجر صیب داسې سپينې سپینې خبرې کوې ځکه خو مې له زړه خوښیږې، خو میجر صیب ودې نه ویل چې خپلو کابلي او بهر ملکي ملاتړو ته څه دلایل ووایو چې دا کار مو ولې وکړ.

میجر: د هغې ته غم مه کاوه، کابل کې چې زمونږ کسان څه ولیکي بس خپلو ملګرو له ووایه چې هماغه شانتې یو څه ولیکي، ښه اوس دې ځای نه پښې سپکوه چې جرنیل صیب راځي.

طالیب قومندان: ښه ښه صیب. الله دې خوشاله لره. الله دې له غمو نه په امان لره. الله دې ډیر عمر درکړي. الله دې…

چې بله خبره کوي نو میجر په غصه شي او ورته ووايي چې اوس ځې که نه؟ طالیب بیا مسکۍ شي او ورته ووايي: ښه صیبه دا دی لاړم.

طالب قومندان لدې سره په منډه په ډاټسن کې کینې او لاړ شي، هلیکوپترې راورسیږي او امریکايي کورنۍ ځان سره بوځي.

سبا ته مطبوعاتو کې د ټرمپ خبرې راشي چې ویلي یې وي: له پاکستان نه مننه کوم چې زمونږ خلک یې راخوشې کړل، اوس داسې ښکاري چې پاکستان یو ځل بیا د امریکا عزت کول شروع کړي.

د ټرمپ پدې خبره په پاکستان کې اختر شي، پاکستاني اخبارونه له یوه طرفه د ټرمپ دا خبره نشروي، شنونکي یې پروګرامو کې د امریکا او پاکستان د اړیکو په اهمیت خبرې کوي او ډیری یې غواړي چې له امریکا سره لکه پخوا ښې اړیکې وساتي.

طالیب قومندان هم چې په پاکستاني اخبار کې د ټرمپ دا خبرې وویني نو له ځان سره ووايي: سبحان الله! پاکستان ریښتیا هم د اسلام قلعه ده ځکه خو خدای پرې ان هغه کافر هم مهربانه کړی، ریښتیا هم چې خدای څوک ساتي نو هغه ته څوک هم څه نشي ویلای، سبحان الله.

افغاني مطبوعاتو کې سر ټکي راشي چې طالیب امریکايي بندیان خوشې کړل خو افغاني بندیان یې ووژل، لدې خبرې خپریدو سره د طالیب قومندان ټیلیفون ته له کابل، کندهار، لندن، امریکا، عربي امارات او نورو ځایو د طالیبي ملاتړو ټیلیفونونه راځي چې اوس دې قیصې ته څه پرتوګ جوړ کړو.

طالیب قومندان ټولو ته وايي: لږ صبر وکړئ د کابل له پوهنتونه زمونږ کس یو څه خپروي، نیم ساعت وروسته له کابله یو مشهور ځوان پوسټ وکړي او لاندې خبره ولیکي:

((که څه هم د طالبانو له ډیرو کړنو سره موافق نه یم خو نن یې ډیر زبردست کار کړی چې د عیسويت تبلیغ کوونکي یې ووژل. طالبانو له دوی سره یې پښتو انجیلونه او د افغانانو د غلطولو لپاره د لوڅو ښځو عکسونه او فلمونه نیولي وو. طالب جانه که داسې ښه کارونه کوې نو د ملت په زړه کې به ځای لرې. افغانستان یو اسلامي هیواد دی او مونږ نه غواړو زمونږ مسلمان ملت داسې غرب ځپلي د یو څو پيسو په بدل کې بې لارې کړي. مونږ افغانیت هم په اسلامیت کې غواړو.

د پښتو فطرت مې دومره اسلامي دی

که اسلام نه وای نو هم به مسلمان وم

طالبانو همدارنګه هغه امریکايي کورنۍ چې ورسره دا څو کاله بندي وه د انساني همدردۍ په اساس خوشې کړل. دا کار یې په سیاسي لحاظ یو ډیر قوي اقدام وو. ځکه نړۍ ته یې وښودله چې زمونږ دښمني له هیڅ هیواد او د هغوی له بیګناه وګړو سره نه ده بلکې له افغان دولت سره اختلافات لرو. ګورۍ بیا ونه وایئ چې د مدرسې طالب په سیاست نه پوهیږي.

دولت باید له طالبانو سره سوله وکړي، طالبان ددې خاورې بچي او زمونږ وروڼه دي. له طالب سره په جګړه کې هغې خوا ته هم زه مرم او دیخوا ته هم زه مرم. زمونږ هدف باید سوله وي که په هر قیمت وي. خو بدبختانه په دولت کې د سولې مخالفین مونږ سولې کولو ته نه پریږدي. مونږ سوله غواړو.))

کله چې طالیب قومندان دا پوسټ وویني نو میجر ته زنګ ووهي او ورته ووايي:میجر صیب منم دې په قران. داسې تکړه سړی دې پیدا کړی چې ټول حالت یې زمونږ په ګټه راوڅرخاوه. اوس به زمونږ پلویان لا ډیر شي.

میجر: ګوره منې مې کنه. ما ته د اوافغانانو کمزوری رګ معلوم دی. زه پوهیږم چې دوی څنګه ستاسې په طرف کم.

طالیب قومندان: صیبه ما خو تاسې له پخوا منلي وای.

میجر: بس یاد لره چې مونږ ستا د ملک په هر ځای کې داسې ډیر ملګري لرو. دا هم ستا غوندې زمونږ یو وفادار دی، خو مونږ یې هم ښه خوشاله ساتو. داسې څه خو به راته لیکي.

طالیب قومندان: بس صیبه الله دې راته ژوندی لره. ته چې یې نو مونږ هم هیڅ غم نه کوو.

میجر: ښه سمه ده. نور څه راپور شته.

طالیب قومندان ورته یو څه راپور ورکړي او خبرې یې پای ته ورسیږي.

لکه د نن ورځ کیسه همداسې ده، افغانان وژني او بهرنیان خوشې کوي، په دې نوم چې طالبان انسانیت او همدردي لري، خو دا همدردي ولې له بهرنیانو سره ده، ولې له افغانانو سره له دې انسانیت او همدردۍ کار نه اخلي؟

ښکاره ده چې د پاکستان ملیشې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او هر هغه کار چې د پاکستان په ګټه وي، که افغانستان پرې ورانیږی او افغانان پرې وژل کیږي، هیڅ طالبانو ته مهمه نه ده.

طالب افغان سرتيری وژني، نه یې بندي کوي، خو بهرنيان ژوندي ساتي او بیا پرې د پاکستان ګټې تعقیبوي.

612 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"6e61d104-1863-493d-8a5f-284a956c605b","recipients":922,"external_id":"5b68a6f8-e949-15b9-8dda-cc2f9dde64a0","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
922

6 comments

  1. ګل محمد نوری Reply

    کچیری افغان دولت دومره خبرو په اړه معلومات لری ولی مخکی له مخکی یی له ولس سره نه شریکوی او داخبری په رسانیو کی د یو چا په لاس نشروی درحالیکه چی مخامخ په خپله خوله یی نه وایی کچیری دا کار رښتیا شوی وی باید د رسانیو په وړاندی دا خبره وکړی چی دا کار شوی په ناحقه تاسی تبادلی خبری کوی

  2. عبيدالله Reply

    كيسه خوندوره ده خو بايد د داسي مهمي موضوع كره منبع معلومه او وليكل شي،

  3. samad Reply

    ټولو ته سلام ! ډیره واقعی اوترخه لیکنه په دې خاطر چې ټول پشتانه دطالبانو له کړنو بدنامه اشوی – نه پوهیږم چې دوی دپاکستان له غلامی نه څه په لاس راوړی دافغانستان قانونی ، وطنپال اوسوله غوښتونکی رییس جمهور چې بیا به یې ساری په افغانستان کې رانشی دوی دپاکستان په ټونګ شهید کړ – زمو دهیواد ستره فرهنګی اودسیاحیون باارزښته پانګه دبامیانو مجسمې یې دپاکستان په دستور له منځه
    ـ یوړلی – دوی لاتراوسه هم دپاکستان تالی څټی پاتې شوی -افسوس اوسل وارې افسوس

  4. هارون حسین خیل Reply

    اسلام علیکم..

    پاچاه ګله ړوند تقلید او بی ځایه قضاوت دي کړی، ستا له دي لیکنی معلومیږي چی څومره حقیقت لري، منم چی طالبان او نوري ډلي چی ترهګري کوي د ای اس ای په خوښه یی کوي، پوره پوره مبالغه دي کړی، طالبان چی څومره حملي پلانوي زیاتره یی افغان استخباراتو سره هم شریکوي او دوي ورته لاره خلاصوي او ترهګر بیا خپل شوم پلانونه عملي کوي

  5. Sayed Hashimi Reply

    د دې ليکنې ليکوال داسې وايی :

    In the Land of the Taliban
    Qureshi told me that he meets with Pakistan’s president, Pervez Musharraf, about twice a year. Qureshi understands Musharraf’s predicament: “The heart of this government is with the Taliban. The tongue is not.” He didn’t claim total insider knowledge, but he said, “I think they want a weak government and want to support the Taliban without letting them win.” Why? “We are asking Musharraf, ‘What are you doing,’ and he says: ‘I’m moving in both ways. I want to support the Taliban, but I can’t afford to displease America. I am caught between the devil and the deep sea.”’

    Not long ago, Qureshi said, he received three emissaries from Mullah Omar who wanted Qureshi to warn another religious leader to stop preaching against the Taliban. “I refused,” he said. Later Sheikh Yassin, one of the messengers, was arrested by the I.S.I., Pakistan’s military intelligence service. So why, I asked, does Qureshi say the I.S.I. is supporting the Taliban? “That is the double policy of the government,” he replied. Even in the 1990’s, he said, Prime Minister Nawaz Sharif was supporting the official Afghan government of Burhanuddin Rabbani while the I.S.I. was supporting his opponent, Gulbuddin Hekmatyar, as he rained thousands of rockets upon Rabbani’s government and the citizens of Kabul. Qureshi told me that if he and local traders didn’t want Al Qaeda or the Taliban to flourish, then they wouldn’t. “We are supporting them to give the Americans a tough time,” he said. “Leave Afghanistan, and the Taliban and foreign fighters will not give Karzai problems. All the administrators of madrasas know what our students are doing, but we won’t tell them not to fight in Afghanistan.”

    In the Land of the Taliban
    https://www.nytimes.com/2006/10/22/magazine/22afghanistan.html

    ډېرې لاسوندونه شته، خو رسنيز کيږي نه او پټ پاتې کيږي.

  6. ګل محمد نوری Reply

    پاکستان په افغانستان کی د ستراتیژیک عمق په اساس کوم اهداف غواړي چی ترلاسه يې کړي او له کومو وسیلو کار اخلي؟

    لومړئ به درته ستراتیژیک عمق در وپيژنم چې په انګلیسی کی ورته (Strategic Depth) وايې. دا نظامي مفکوره د انګلیسي استعمار په وخت کی هغه وخت رامنځ ته شوه چی د امپراتوریوسیالئ وی او انګلیسانو دا نظریه د تزاری روسیه په مقابل کی په مرکزي آسیا باندی د نفوذ لرلو په اړوند کاروله چی هغه وخت کی د (Great Game) یا ستری لوبې په معنا وه. دا نظریه په شلمه پیړئ او د سوړجنګ په دوران کی پاکستان د انګلستان څخه ذده کړه چې هغه وخت کی پاکستان اتومي طاقت نه وو او د پاکستان د دفاع لپاره يې همدا نظریه خپله پالیسي یاده کړه او پاکستان داسی سیاست غوره کړ چی افغانستان باید د کوم بهرني هیواد او په خاصه توګه د هند د تاثیرلاندی نه وي. پاکستان سره هغه وخت قسمت نوره هم یاري وکړه کله چې روس په افغانستان حمله وکړه او د روس د ماتې لپاره جهادي رهبران او په ملیونو افغانان د پاکستان غیږ کې پریوتل چې د هماغه وخت راهیسی پاکستان د ستراتیژیک عمق د نظریې د پلي کولو لپاره د همدی افغانانو په مټ افغانستان ورانوي .

    د نن څخه ۷۲ کاله مخکې په ۱۹۴۷م کال کی د افغانستان سره په ګاونډ کی بدبختانه د پاکستان په نوم یو هیواد په ناڅاپي توګه د برتانوي هند څخه وزیږیده. د زیږیدو څخه تراوسه د سیمی، نړئ او په خاصه توګه د ختیځ او لویدیځ ګاونډیو لپاره د یو ناعلاجه مرض په شکل دوام مومي. پاکستان د ۴ عمده علتونو له وجهې په افغانستان کی خپل ستراتیژیک اهداف غواړي ترلاسه کړي. دا ۴ عمده علتونه عبارت دي : د پاکستان د داخلي امنیت پیچلتیاوی، د بهرني امینت ننګوونې، د کورني سیاست متحرکات او د اقتصادي سرچینو لټون. پاکستان د خپل ژوند د بقا لپاره د پیل څخه افراطي ډلې د ځان لپاره یو ستراتیژیک هدف ټاکلی او خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ګټې یې د افغانستان سره د همدی پوری تړلی دي.

    ستراتیژیک اهداف یو پراخه تعریف لري او ستونزمنه ده چی په دی لیکنه کې ټول ځای شي خو زه به يې هغه عمده ستراتیژیک اهداف تاسو ته ذکر کړم. د پاکستان لومړئ ستراتیژیک هدف دا دی چې افغانستان د هند سره نزدی اړیکی ونلري او ونه پالي او د افغانستان بهرنئ پالیسي د پاکستان په خوښه او تاثیرلاندی وي. دویم هدف یې دادی چی د ډیورنډ د فرضي کرښی په اوږدو کی میشت پښتانه جلا نشي، افغانستان سره یوځای نشي او یا چیری د پښتونستان په نوم بیل هیواد جوړ نکړي چی د پاکستان خپلواکي د تهدید او امنیت يې د خطرسره مخ کوي. همدارنګه د پاکستان فاټا یا قبایلي سیمی د پاکستان د ستراتیژیک عمق یو مهمه برخه ده چی همدی لیکنه کی به وروسته په بحث وکړو.

    د پاکستان دریم ستراتیژیک هدف په افغانستان کی د پاکستان په خوښه د دولت جوړول دي لکه د طالبانو امارت د پاکستان په ملاتړ د څو کلونو لپاره په افغانستان کی دوام وکړ او هند د افغانستان څخه لری پاتې شوی وو. همدارنګه په کابل کی د هندوستان سفارت او په مختلفو ولایتونو کی دهندوستان قونسلګرئ پاکستان د تشویش سره مخ کړیدی. پاکستان نه غواړي چی هند په افغانستان کی نفوذ وکړي او یا پراخه حضور ولري او له دی څخه جدي ویره لري. پاکستان د هند د استخباراتو په اداری (RAW) او د افغانستان په امنیت ملي (NDS) تور پوری کوي چی د افغانستان په مختلفو ولایاتو کی يې قونسلګرئ د پاکستان پرضد جاسوسي کارونه ترسره کوي او په پښتونخوا او بلوچستان کی خلک آزادئ ته هڅوي. هندوستان د امریکا او د متحدینو نه يې وروسته د افغانستان سره دویم سترمرسته کوونکی هیواد دی چی د طالبانو د ماتې نه وروسته تراوسه بیلیونه ډالرمرسته په مختلفو برخو کی دوام لري.

    د پاکستان څلورم ستراتیژیک هدف د افغانستان د لاری مرکزي آسیا ته د پاکستان د تجارت پراخوالي او د مرکزي آسیا څخه ګازو او نفتو ته لاسرسی پیدا کول دي. پاکستان د خپل صنعت او اقتصادي ودی د پراختیا لپاره اړتیا لري چی د افغانستان څخه مرکزي آسیا ته د صادراتو او وارداتو لپاره آزاد لاسرسې ولري.

    د پاکستان پنځم ستراتیژیک هدف افغانستان د ځان لپاره د یو خوندي انګړ په شکل ساتل دي که چیری هندوستان په پاکستان حمله وکړي نو پاکستان مجبور دی چی د ځان د دفاع لپاره او د ناکامئ او تسلیمئ د مخنیوي لپاره یو پناه ځای پیدا کړي او دی پناه ځای لپاره پاکستان د ځان لپاره افغانستان یوخوندي ځای احساسوي. پاکستان دا ویره لري که ختیځ څخه ورباندی هند حمله وکړي او لویدیځ کی افغانستان هم یو قوي هیواد وي او د پاکستان د تاثیرلاندی نه وي نو پاکستان په دی حالت کی ځان د ختیځ او لویدیځ ګاونډیو لخوا محاصره او تسلیم بولي.

    د پاکستان شپږم هدف د هغه افغان مهاجرینو ویستل دي چی د پاکستان د اقتصاد لپاره ګټور ندي او پاکستان ورته د شک په سترګه ګوري. پاکستان د افغان مهاجرینو په سر د ملګروملتونو د کډوالوچارو د اداری (UNHCR) او نورو نړیوالو سازمانونو څخه په ملیونونو ډالرو مرسته ترلاسه کوي او بیا دهمدی مهاجرینو څخه په افغانستان باندی د فشار د آلې په توګه هم کار اخلي.

    د هند نفوس او نظامي قوت د پاکستان څخه ۵ چنده زیات دی او په نړئ کی دویم د زیات نفوس لرونکی هیواد دی. پاکستان غواړي چی هند سره په افغانستان کی د ځواک توازن وساتي چی دا د پاکستان د توان خبره نده ځکه چی پاکستان د هند په پرتله ډیر کمزوری اقتصاد لري او نشي کولای چی د هند سره د افغانستان په جوړولو کې اقتصادي سیالي وکړي نو د سیاسي تاوتریخوالي د لاری په افغانستان کی د هند د نفوذ او د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي. په کابل او نورو ولایتونو کی د هندوستان په سفارت، قونسلګریو او همدارنګه په هندي کارکوونکو او پرمختیايې پروژو په خاصه توګه د بریښنا په بندونو د پاکستان د لوری حملی کیږي. پاکستان په افغانستان کی د هند نفوذ د خپل بهرني امنیت لپاره ګواښ ګڼي او ددې ګواښ د مخنیوی لپاره د هری مشروع او غیر مشروع لارو چارو څخه ګټه اخلي.

    پاکستان د پورتني ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ښکاره د سفارت اوقونسلګریو پواسطه د ډیپلوماتیکو لارو څخه کار اخلي او په پټه بیا د حقاني شبکې، طالبانو، القاعدی، او نورو ترهګرو ډلو، په افغانستان کی د پاکستان د جاسوسانو، د لرقبایلي پښتنو اونورو ممکنه لارو کار اخلي.

    د پاکستان ۷ قبایلي سیمی چی نزدی ۱۵ لس میلیونه پښتانه پکې میشت دي او د پاکستان د نفوس ۱۵ سلنه برخه او د پاکستان د مساحت په تخمیني توګه دریمه برخه تشکیلوي پاکستان ورته د اقلیت په سترګه ګوري او د نورو پاکستانیانو په پرتله په ښکاره توګه د زیاتو بشري حقوقو څخه بی برخې دي او پاکستان تری د شطرنج د تختی په څیر ګټه اخلي چی د افغانستان او هند پر وړاندی تری په نیابتي جګړه کی کار اخلي. پټه دی پاتې نه وي چی د قبایلي سیمو ځینی تعلیم یافته پاکستاني پلوه د پاکستان د استخباراتي اداری، (ISI) او د پاکستان د فوځ لپاره په مختلفو برخو کی کار کوي. پاکستان کی د افغانستان په ضد اصلي پالیسي جوړوونکي پنجابیان دي خو د پالیسئ د اهدافو ترلاسه کولو لپاره د لرپښتنو څخه چی زیات یې په قبایلي سیمو کی میشت دي او د پاکستان د امنیتي ادارو سره په کار بوخت دي او د افغانستان د ژبی، کلتور، او مذهبي حساسیتونو سره ډیره بلدتیا لري تری کار اخلي. که د پاکستان سفارت او قونسلګریو کارکوونکي ووینئ زیات يې د پاکستان د قبایلي سیمو پوری تړاو لري. پنجابي نظامي مشران د لرپښتنو سره زیات وخت په ناستو کی د هغوئ د لمسون او تشویق لپاره د پښتو دا متل هم ورته وايې ( پښتانه چی ترڅو په جنګ کی نه وي په امن کی نه وي).

    دا هم باید په یاد ولرو چی په لر پښتنو کی هم زیات د افغانستان خواخوږي شته او په ویاړ ځان افغانان بولي چی د پنجاب او د ډیورنډ د فرضي کرښی مخالف دي خو د پاکستان د فشار له وجهې په هغه سیمه کی د ناچارئ شپی ورځې تیروي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸