Categories

اعلان

Loading…

افغانستان له ویسټ انډیز څخه د شلو اورونو لړۍ وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن (یکشنبه) ویسټ انډیز ته په درېمه شل اوره مسابقه کې ماتې ورکړه په دې ترتیب یې د شل اوره سیالیو جام وګوټ.  دواړو لوبډلو درې شل اوره سیالۍ وکړې چې لومړۍ ویسټ انډیز او دوې نورې افغانستان وګټلې.

نن شپه افغانستان د دې لړۍ وروستۍ سیالي، چې د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکوونکې وه، په (۲۹) منډو وګټله.

افغانستان، چې د مسابقې پچه یې ګټلې وه، لومړی بیټنګ وکړ او سیال ټیم ته یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې رحمت الله ګوربز وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې.

په باولینک کې بیا نوین الحق ښه وځلېد.

ویسټ انډیز په شل اوره سیالیو کې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.

 دې ټیم له افغانستان څخه د یو ورځنیو مسابقو لړۍ ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټیستلوبه هم وکړي.

732 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"3d0bf2d5-b2dd-4df4-90b2-d53614958a92","recipients":926,"external_id":"27bfb108-c890-64e6-c828-dd70547bfe9b","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
926

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸