Categories

اعلان

Loading…

تیتانوس څه شی دی؟

لیکنه او پلټنه:

 ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمدالله محمدي‌‌‌‌‌‌او نګین کرګر

تیتانوس یوه وژونکې ناروغي ده چې د (Clostridium Tetinii) باکتریا  له امله رامنځ ته کیږي. دا باکتریا عمومً په خاورو ګردونو او د انسانانو او حیواناتو په فضله موادو کې پیداکیږي. دا باکتریاوې کولی شي د زخم (ټپ) له لارې د انسان بدن ته ورننوځې او د عصبي سیسټم له لارې په عصبی حجرو حمله وکړي.

د تیتانوس مکروب په ازاده هوا کې فعالیت (د زهرو تولید) نشي کولئ.

دا چې ټپ ته ورننوځي هلته اکسیجن یا هوا شتون نلري نو د زهرو تولیدول شروع کوي .

دا باکتریا د انسان په بدن کې یو قسم توکسین یا زهر تولیدوي چې د (Neurotoxin ) په نوم یادیږي په هره اندازه چې زخم عصبي سیسټم ته نژدې وي په هماغه اندازه یې نښې او نښانې ژر څرګندیږي .

 انسان په هر عمر کې پرې اخته کیدای شي مګر په ماشومانو او ښځو کې یې د رامنځ ته کیدو موقع زیاته وي ، د مثال په ډول د ماشوم د نوم( ناف یا امبلیکل کورد) د پرې کولو په وخت کې امکان لري چې ماشوم ته تیتانوس بکتریا داخل شي بل دا چې عموما په افغانستان کې د ښځې او ماشومان له خاورو سره نږدی تماس کې وي، مثلا ماشومان په خاورو او ځمکه لوبې کوي او ښځینه بیا د کور پاکولو په وخت کې له خاورو او ګردونو سره زیات مخامخ کیږي نو تیتانوس کولی شي د یوی ستنې د سوري په اندازې زخم له لارې بدن ته لار پیدا کړي ، تیتانوس کولی شي د غوګونو د سوري کولو له لارې ، ناپاکو پیچکاریو ، سنتي او یا د جراحي عملیاتونو له لارې د انسان بدن ته داخل شي .

باید په یاد ولرو چې دهقانان یا هغه کسان چې کر کوي باید مخکې له مخکې د تیتانوس واکسین وکړي تر څو د تیتانوس مکروب په مقابل کې یې د بدن دفاعی سیسټم قوي وي او تیتانوس و نشي کولی بدن ته لار پیدا کړي .

عموما په دې مرض هغه خلک اخته کیږي چې کامل معافیت یې نه وي حاصل کړی او یا یې د ( TT ) واکسین نه وي لګولی .

نښې نښانې :

کولای شو تیتانوس د نښو نښانو له نظره درجه بندي کړو .

1 : عمومي تیتانوس

د 7 –21  ورځو پورې یې نښې او نښانې څرګندیږي چې عبارت دي له :

د تیتانوس دا قسم چې ډیر عام ده او د تیتانوس 80٪ تشکیلوي ، په لومړیو کې د مرۍ تریخوالی او د خوراک نه تیریدلو احساس کوي حتا خوله نشي خلاصولی او د خولې قلفۍ احساس کوي ، شدیده تبه لري ،د بدن لړزه لري، د مرۍ شخوالی لري ، له 48 ساعتونو ورسته د لاس او پښو شخوالی پیدا کوي  حتا ټول وجود یې کلک (شخ) شي .دا ځکه چی تیتانوس د عضلاتو اعصابو باندی اغیزه کوې.

2 : ځایي تیتانوس

په ځایي تیتانوس کې په لومړیو کې هغه ساحه چې زخمي شوي وي کلک وي د مثال په ډول که لاس پښه یا د بدن کومه بله ساحه زخمي شي .

3 : د ماشومانو تیتانوس

د 3 – 10 ورځو پورې نښې نښانې څرګندوي

په دا ډول تیتانوس کې څنګه چې له نوم یې څرګندیږي عموما ماشومان اخته کیږي، ماشوم خوراک نکوي ، ناراحته وي ، وجود یې کلک (شخ) وي او د لاس وروړلو یا په غیږ کې نیولو په صورت کې ډیر ناراحته کیږي او ژاړي .

4 :  دماغي تیتانوس

د تیتانوس دا ډول تر ټولو خطرناک ډول دی

د 1 – 2 ورځو پورې خپلې نښې نښانې څرګندوي .

څنګه مو چې مخکښې ذکر کړه څومره چې زخم عصبي سیسټم ته نژدې وي په هماغه اندازه یې نښې ژر څرګندیږي ، په دماغي تیتانوس کې عموما د سترګو نظر ختمیږي، د اوریدلو حس ختمیږي، پوزه د بوی حس له لاسه ورکوي، او په پوره عصبی سیستم ناوړه اغیزه لری. او یا داسې نور .

مخنیوی

عموما د (TT) واکسین د ماشومانو لپاره په پنځو مرحلو کې کیږي چې په 2 ،4، 6، 12،او  یا 18 میاشتې بعد کې کیږي .

او که عمر یې د 7 کلنۍ نه غټ وي نو د DTP ( تیتانوس ، شنه ټوخلې او ډافتریا ) واکسین یوه میاشت وروسته  (TT) او بیا بل  6 یا 12 میاشتې وروسته .

څنګه چې په دې پوه شو چې د تیتانوس باکتریا عموما د زخم له لارې د انسان بدن ته داخلیږي نو د زخمي کیدلو په صورت کې یا د زخمي ساحې د خاورو او ګردونو سره په وصل کیدو باید سم د لاسه زخمي ساحه پاکه شي او واکسین ولګول شي .

باید ضروري وګڼل شي چې د زخمي کیدو یا له ځمکې سره له تصادم وروسته دې حتما د تیتانوس واکسین وکړل شي.

که عمر د 60 نه زیات وي نو 500 – 250 پورې تیتانوس ایمینوګلوبولین دې ورکړل شي .

په عمومیاتو کې ویلی شو چې تیتانوس یوه وژونکي ناروغي ده چې په ډیر اساني سره کولی شي زمونږ بدن پرې اخته شي او زمونږ د مرګ سبب شي، دا چې له ضرر یې په امن وواسو باید د تیتانوس واکسین دوره مکمله کړو.

826 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"2c6b3567-4fd2-45e8-b482-1bd0b2488891","recipients":909,"external_id":"ee43550b-77ac-ffd8-f961-c859ec8c283f","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
909

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸