Categories

اعلان

Loading…

رولا غني: د امریکايي پوهنتون استادان نه راخوشې کېږي

تاند، جمعه، د عقرب ۲۴مه: د ولسمشر غني مېرمن رولا غني د امریکا د سولې انستیتوت په یوه غونډه کې ویلي، شاید امریکايي پوهنتون استادان د یو لوري  (طالبانو) د وعده خلافۍ له کبله د حقاني شبکې د غړو په بدل کې راخوشې نشي.

نوموړې ویلي، د هوکړې یو لوري د زندانیانو د تبادلې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، له همدې کبله دا تبادله صورت نه شي نیولای.

اغلې رولا غني وضعیت پېچلی او کړکېچن بللی دی: (( نه پوهېږم زندانیان ولې تبادله نه شول، خو دومره وایم چې یو لوري په دې هوکړه کې په خپله ژمنه عمل نه دی کړی او د امریکايي پوهنتون استادان به راخوشې نه شي.))

 دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ د نیک نیت له مخې د انس حقاني او د هغه د دوه نورو ملګرو د خوشې کېدو اعلان وکړ، خو ویل کېږي چې طالبانو د امریکايي پوهنتون استادان امریکا ته نه دي سپارلي او له همدې کبله د حقاني شبکې درې خوشې شوي غړي بیرته افغان حکومت له ځان سره نیولي او ساتلي دي.

914 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"2b4e50b7-1478-4578-a290-a6592ffa6e38","recipients":911,"external_id":"d38cf871-3de2-61e0-af41-f75cd8798b31","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
911

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸