Categories

اعلان

Loading…

میک: د عدلي- قضايي بنسټونو د نه همغږۍ له کبله بندیان ناوخته خوشې کېږي

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: د فساد ضد مبارزې د څار او ارزونې ګډه کمېټه یا میک نن د عدلي او قضايي بنسټونو د فساد په تړاو خپل پنځم راپور نشر کړ.

د میک غړو نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، په عدلي ارګانونو کې د دوی ۵۰ وړاندیزونو له منځه یې ۴۰ عملي شوي دي خو په قضايي بنسټنو کې د همغږۍ ضعف د دې لامل شوی چې د ځینو زندانیانو د خوشې کولو موده وځنډېږي.

 د میک کمېټې منشي میوند روحاني وايي، د دوی د ارزونې له مخې لویې څارنوالۍ، عدلیې وزارت، عامې روغتیا وزارت او سترې محکمې د ډي این ای د ټیسټونو برخه کې عدلي طب فعاله شوی او ژر به یې ازمایښتي کار پیل شي.

میک همدا راز وايي، دا راپور یې په کابل، بامیان  او کندهار ولایتونو کې د محاکمو او څارنوالیو په تړاو د پلټنو په اساس جوړ شوی دی.

411 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"c5ba55fc-a4c2-4657-9a6c-f33fbb026e06","recipients":910,"external_id":"d49af48f-5290-9045-5d72-73515c2e3833","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
910

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸