Categories

اعلان

Loading…

د رحمت پيغمبر او د سولې رهبر” په نوم کنفرانس جوړ شو”

د رحمت پيغمبر او د سولې رهبر په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ١٣٩٨لمريز کال د عقرب په ٢٢مه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو.

دغه کنفرانس د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونيت په کوښښ او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د اسلام د ستر پيغمبر او وروستني استازي د نېکمرغه ميلاد په مناسبت، د يادې ادارې د علامه کهزاد په تالار کې د ګڼ شمېر ديني عالمانو، پوهانو، څېړونکو، استادانو او د دولتي او شخصي ادارو منسوبينو په ګډون جوړ شو.

د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستيال څېړنپوه نصرالله ناصر په خپلې پرانيستونکې وينا کې وويل، د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) بعثت په نړۍ کې ستر مثبت بدلون رامنځ ته کړ او د ژوند هره برخه يې په الهي وحي او خپلو مبارکو سنتونو سره روښانه کړه.

د علومو اکاډمي د اسلامي علومو برخې مرستيال څېړنوال برهان الله نيازي د رسول الله په سيرت کې د ترحم او شفقت په اړه رڼا واچوله او هغه يې نه يواځې د انسانانو، بلکې د حيواناتو، نباتاتو او د چاپېريال لپاره د ترحم او شفقت بېلګه ياد کړ چې د خپل هېواد په سولې او امنيت راوستلو کې بايد ترې درس واخيستل شي، ځکه اوس مهال تر هرڅه زيات هېواد سولې او امنيت ته اړتيا لري.

ده زياته کړه: زموږ په ټولنه کې له ماشومانو، ملي شتمنیو، علماوو او کونډو او یتیمانو سره بې رحمي کېږي، تر څو چې موږ په خپل ځان شفقت او مرحمت و نه کړو، نو هیڅکله هم له دغه ناوړه حالت څخه نه شو وتلای.

د امنيت شورا د ديني چارو سلاکار مولوي رحمت الله اندړ د رسول الله سيرت يو تاريخ نه، بلکې د ژوند تګلاره وبلله چې عمل ورباندې هره برخه له ستونزو ژغورلاى او سعادت ته رسولاى شي.

نوموړي د يوه دعوتګر د ښې ماضي جوړولو په اړه، لکه څنګه چې رسول الله له بعثت څخه مخکې هم په امين ملقب و، ټينګار وکړ.

د چارو ادارې فرهنګي کارپوه امرالدين فهيم هم د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د لوړ مقام په اړه وينا واوروله. د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهاند عبدالاحد مسلم، رسول الله د سولې او يووالي بېلګه وګاڼه چې بايد ترې عملي درس واخيستل شي.

د کنفرانس په دوام په ديني چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان د علماوو شورا غړي د څرخي پله جومات خطيب مولوي عنايت الله بليغ، د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د علمي مجمع رييس مفتي سيد حجت الله نجيح؛ د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو رئيس مولوي محمد شعيب صيقل، د علومو اکاډمي د تفسير او حديث د مرکز رييس څېړنوال عبدالرحمن عادل، د علومو اکاډمي د عقيدې او ثقافت د مرکز رئيس څېړنوال عبدالوهاب عابد او د علومو اکاډمي د ثقافت د انسټيټيوټ آمر څېړنوال محمد يوسف حازمي خپلې ويناوې او مقالې په ترتيب سره واورولې.

په پاى کې په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره د پکتيا د علماوو شورا د مشر مولوي صاحب خالقداد له خوا دعا وشوه.

محمد اصف احمدزى

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس

286 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"f9653104-3132-49f7-bf06-33d60ce28533","recipients":909,"external_id":"b5ffa91d-2207-1056-5259-b93786ad2ab7","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
909

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸