Categories

اعلان

Loading…

د امریکا سپېڅلي بمونه، د پوهاند امین بله خاطر

استاد سعدالدین شپون

پوهاند امین څومره ژرد خلکو له خولې ولوېد، حال دا چې د ده کور او دفتر د مهاجرت په کالونو کې د افغانانو د سیالې اسره ځای و. د ده د مرګ په اوله اونۍ کومې رادیو له ما وپوښتل چې د امین صیب په کورنۍ کې به داسې څوک وي چې مشال یې روښانه وساتي؟ ما لنډ ځواب ورکړ،«نه». نو که خان یې، په یاران یې، څه شول دا دومره افغان ملتیان، خلقیان او ما غوندې اروړه لیکوالان او سیاست پوهان چې د امین حجره رانه ډکه وه؟حتی نومونه یې هم درښودلی شم چې د امین له برکته د آی اېس آی او پېښور د تنظیمونو له خونخوارو منګولو بچ پاتې دي، ځینې یې همدا اوس د کرزي د کابینې غړي، یا یې سلاکاران دي؟ امین و، امین نه و، یاره!. څه لنډه باچايي دې وه!

د کارنامو رباب یې ترخ کې ګرځوم او د عمر تر آخره به چې مې موقع  لېده، لکه زموږ د کلي بوډا سندرغاړي، دلته هلته ترنګ ترې باسم. نن سهار د دوو خاطرو سره کمپیوټر ته کښېناستم. لنډه یې د خالص صیب خبره وه چې یوه ورځ یې امین صیب ته وکړه. یاده دې وي چې دوی هم سره ملګري او هم عقیدوي مخالفان وو. هغه وخت نو یوه ورځ، آی اېس آی د ۶۲ افغاني منورینو لست جوړ کړی و چې باید د جنت مرغۍ شي. ما پخپله دا لست د پیرګیلاني د ملی محاذ په دفتر کې ولېد چې زه یې د اطلاعاتو رییس وم. (چې رانه بې پاسي ونشی دا په زغرده وایم چې که د پیرصیب افندي جان وزرې په منورینو ویړې نه وای، نن به زه هم نه وای چې تاسو ته حال ووایم). یوه ورځ یو تورلینګی افسرد پیرصیب دلبار ته  راغی، نېغ ورغی، په غوږ کې یې څه ورته وویل، بیا یې یو کاغذ ورکړ. پیرصیب  برسېرن نظر پرې واچاوه، بیا یې لاس په لاس ما ته، چې دلبار کې ناست وم، راتېر کړ. پاکستانی افسر ترپری شو، ویل یې چې دا  کاغذ صرف ستاسو مبارک دپاره دی. خو ګیلاني صیب همداسې موسک پاتې، هېڅ یې ونه ویل، ما ته منتظر پاتې شو چې د ځان سره یې ولولم. دا د افغاني منورینو د نومونو یو لست و چې په عنوان کې یې په انګرېزي راغلي وو چې دا ټول خلقیان او پرچمیان دي.کمشنرۍ له یې راواستوﺉ. په دې کې د عزیر الفت، مجروح، ډاکټر قیوم(چې د ظاهرخان په وختونو کې د پوهنې وزیر، والي او د صدارت مرستیال پاتې شوی) امین صیب، حکیم تڼیوال، پوهاند مجروح نومونه شامل و. ما خدای خدای لرل چې زما نوم ورکې نه وي. اول کې نه و، خو پنځه ویشتم ته چې رسېدم خپل نوم مې ولېد.واڼۍ مې وتښتېدې، ځکه چې په معنا یې پوهېدم چې دا سفر یو طرفه دی، یا مو له ملکه شړي (چې دې ته دومره خپه نه وم)،  یا موجېلخانو ته استوي(چې دې هم ګوزاره کوله) او یامو د خپلو نازولوتنطیمونو قصابانو ته په لاس ورکوي چې د کمونستانو د پولیګون په شان مو ځای په ځای غلبېل کړي. پاکستانی چارواکی لا وارخطا ناست و، خو چې ګیلاني صیب ورته وویل، بس تاسو بېغمه ورځئ، دلته څوک کمونست نشته، که مو بل چېرته هم درک ولګاوه لاس تړلي به یې درواستوو. چې پاکستاني افسر پاڅېد نو پیر صیب دا هم ور زیاته کړه، «پام چې د لست بله کاپي نورو تنظیمونو ته ورنه کړې چې که هلته کمونستان وي، خبر شي نو وبه تښتي» چې سړی لاړ پیر صیب په خندا امین صیب ته (چې د دفتر د مهاجرو رییس و) وویل چې ته به ډېر په  ځان غره یې چې موږ  منورین او تعلیمیافته ګان یو، خو ومو لېدل چې که ما غوندې پیر ونه لرﺉ آی اېس آی به پرخړې درنه باد کړي، د جنت مرغۍ به مو کړي. موږ ټولو د آرکسټرا د سندرغاړو په شان په یوه غږ وویل، حق ده پیره!

مادې هم خدای لري! چې د بنجاړه په شان یو ځلی د قلم  بوخڅۍ پرانیزم، بیانو د بنګړیو، جامو، لوښو، عطرونو، نکریزو او رنجلو مو دلۍ په مځکه پرتې وي. خو چندانې ګرم هم نه یم. دا میرات مړې خاطرې لړۍ لړۍ ، لونګ، کونجکې، سیپۍ، یو نیم د لېوه غاښ، مرجان زما ماغزو کې پرتې وي. چې یوه راباسم له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې.

د امین د خاطرو خبره مې کوله. یوه ورځ مولوی خالص د امین صیب د فتر ته راغی. پوهاند رښتین راغلی و، تلفون کې یې خالص هم بللی و. د خالص او رښتین مرکه اږده شوه، غرمنۍ مو هم د امین صیب د فتر کې و خوړه. ناڅاپه خالص امین ته کړل، « یره امین صیب په تا پسې هم مونګ ډېرې خوارﺉ وکړې خو نیوی نه را کوې. » امین صیب به خپلې دایمي خوږلنۍ وویل استازه«چې غوټې پسې وهې په لاس به در شي. »

شهید قوماندان عبدالحق دلته امریکا کې ما ته قصه کوله چې،« د خالص خبره رښتیا ده. یوه شپه زه هم ورپسې تللی وم. د دفتر او کور ترمینځ لویه لار کې مې امین ولېد چې په یوې ویالې کې، نیم اوبو کې نیم بهرغزېدلی، بېسده پروت دی، لکه چې د زړه حمله پرې راغلې وه.نو مو موټر ته اوچت کړ هسپتال ته مو بوته. دا و د خالص د ګواښ لنډ بیان

په اصل کې ما دغه بله کیسه کوله خو بیا ورته بنجاړه شوی وم.

کابل کې امریکایانو طالبان پره کړي وو. د امین صیب دفتر لکه د تل په شان ډک و. د اځل ډېری حاضرین پر امریکا په غوسه وو چې بې محابا یې بمونه ورول، ملکیان یې وژل. د پوهنتون یوه استاد، چې غالبا چپی و، امین صیب ته د شورویانو وختو نه ور په یا د کړل چې په توره بوړه یې بمبارۍ کولې. استاد ویل چې هغې دې محکوماوه، په امریکایانو کې څه وا یې؟ امین صیب بیا په موسکا او نرمه لهجه وویل چې په دې دواړو بمباریو کې لوی فرق دی. د روسانو بمونه نجس وو، نا ولي وو، امریکایانو خپل بمونه په الکولو او صابون پرېوللي، مکروبونه یې ترې پاک کړي دي. یوه دقیقه خو  چوپه چوپیا وه، تر څو یې خلک په مانا ورسېدل، نو بیا د پوهنتون استاد وخندل. خندا هم یو ساري شی دی، د دفتر له یوې خوا شروع شوه، تر څو بل سرته رسېده کوټه یې په سر اخیستې وه.

د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۳۰۱۱ د جولای په ۷ مه په تاند کې خپره شوې ده.

683 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"2f361df0-6806-49cf-94d2-15fa5963f6a2","recipients":912,"external_id":"7ae8b6c8-b4aa-8df8-bf8b-5158364ecc74","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
912

1 comment

  1. یوسفزی Reply

    2011 کال… ۳۰۱۱

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸