Categories

اعلان

Loading…

شېرپاو: اسلام اباد دې له کابل سره خپلې اړیکې ژر تر ژره بېرته ورغوي

تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: د کوزې پښتونخوا د ملي وطن ګوند مشر افتاب احمدخان شېرپاو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ژر تر ژره بېرته ورغوي.

د وطن ګوند لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افتاب شیرپاو دا غوښتنه د اکاخېلو د قومي شورا له مشرانو حاجي نورشیر اکاخېل تاو لال ګل اکاخېل سره په لیدنه کې کړې دي.

په دې لیدنه کې په پېښور، سوات، کویټه، ژوب، لاهور او کراچۍ کې د اکاخېلو قوم مشرانو هم ګډون کړی و چې په کې له اسلام اباده غوښتل شوي، د پاکستان امن د کابل په امن پورې تړلی دی.

ښاغلي شیرپاو په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره اړیکې دې بېرته په هر شکل چې وي، ورغول شي او د ډیورنډ پر کرښه د اوښتې جنګي مرګژوبلې له قرباني کورنیو سره دې مرستې وشي: (( موږ تل په افغانستان کې د امن غوښتنه کړې، په دې برخه کې هرې مرستې ته هم چمتو یوو، که پاکستان د کابل له دښمنۍ لاس وانخیست، له کابل څخه به هم د اور لمبې د پاکستان لمنه وسېځي.))

ښاغلي شیرپاو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له طالبانو سره دې د امریکا مذاکرات بیا پيل کړي، ځکه چې د شېرپاو په وینا له سولې پرته بله لار نشته.

518 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"a7f75f69-7563-4866-9878-9e44ee441155","recipients":911,"external_id":"2c91c755-0418-6a12-f02b-a3b2640c4a2d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
911

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸