Categories

اعلان

Loading…

پښتو ژبپوهنه د تاريخ په اوږدو کي

ليکوال: پوهنيار محمود مرهون

لنډيز:

پښتو ژبه له تحقيقاتي اړخه بکره پرته ده چندان نه څېړل سوې او نه شنل سوې ده. څه نا څه تحقيقات چي پراته دي په زياته پيمانه په ادبپوهنه کي دي. په دغه بهير کي ډېرو کمو خلکو ژبپوهني ته د خپل وچ والي او سخت والي په خاطر لاس نه دئ ور وړى. هر چا په هر وخت کي د پښتو ژبي پر ادبي مسائيلو څېړني کړي دي خو کله چي خبره د ژبپوهني راغلې خلکو ځان پر څنګ ايستلى دئ. که څه هم چي د نړۍ د ژبپوهني پيلامه د لرغوني اريانا د يوه اوسېدونکي پاڼيڼي څخه کېږي مګر په دغه لرغونې خاوره کي د جنګي کشماکشو او جنګ و جدل پر اساس چندان ډېر کار يا نه دى سوى او يا هم که سوى وي زموږ په لاس کي نه دئ.

په دغه لڼده مقاله کي د هغه څېړنو په اړه چي د ژبي په اړخ کي سوي دي څېړنه سوې ده. ټول هغه اثار او کارونه چي د پښتو ژبپوهني د لاس ته راغلو ژبپوهنيزو اثارو له پيله(له پير محمد کاکړه) تر اوسه موجود دي کتل سوي او په اړه يې څه نا څه خبري سوي دي.

سريزه:

ژبپوهنه د اتلسمي پېړۍ څخه پيليږي. په شلمه پېړۍ کي سرعت اخلي او په شلمه پېړۍ کي يې بېخي د اوج زمانه ده. دا په دې مانا نه ده چي له اتلسمي پېړۍ څخه مخکي ژبپوهنه نه وه موجوده. د ژبي اړوند مطالعات او څېړني موجودي وې مګر د نورو علمو تر شعاعو لاندي او د نورو علمو د څانګو له حيثيته مخ ته تللې.

په دې اساس په اوسنۍ زمانه کي د ژبپوهني عالمانو ژبپوهان پر دوو برخو وېشلي چي يو يې ماډرن يا نوي مسلکي ژبپوهان دي او بل يې ولسي ژبپوهان دي چي په اماتور شکل يې ژبپوهنه زده کړې او په دې برخه کي يې د پام وړ  کارونه تر سره کړي دي.

موږ په پښتو ژبه کي د ژبپوهني په اړه يوه لويه تېروتنه دا ده چي اکثره لوستي مو د بهرنيو زده کړو له امله دونه د هغو ژبو تر تاثير لاندي راغلي چي هره هڅه يې د نورو علمو د څېړني په حيث په ژبپوهنه کي هم د هغوى تر تاثيراتو لاندي ده. دا په داسي حال کي ده چي د نړۍ د ژبو خاص قوانين پر نورو ژبو هيڅ د تطبيق وړ نه دي.

زموږ لوستي که د عربو پر خوا تللي ژبي ته راوړي قواعد يې ټول د عربي عالمانو پر اساس دي او هغوى چي په غرب کي يې زده کړي کړي دي پښتو ژبپوهنه يې د غربي ژبو پر خوا کش کړې ده او د تاسف ځاى دئ چي موږ تر اوسه پوري هيڅ خپل ژبپوهنيز اثار نه لرو.

بله خبره دا ده چي ژبپوهنه د همدغه پورته تېروتني(د نورو د تاثيراتو له امله) پر اساس هيڅکله موږ د مسلکي ژبپوهني خاوندان نه سو مګر بيا هم يو او نيم اوسني ژبپوهان چي په راس کي يې پوهاندصاحب الهام، پوهاند تږى، پوهاند زيار او پوهندوى بايزيد اڅک راځي د ماډرني ژبپوهني هڅي کړي مګر بيا هم د غربي ژبپوهني تر تاثيراتو لاندي تللي دي.

موږ په دې لنډه مقاله کي د پښتو ژبپوهني هڅي له پيله تر اوسه پوري څېړلي او د يوې خلاصې په توګه يې دلته وړاندي کوو خو يوه وظيفه تاسي ته در د غاړي ده چي د دغه اثارو له مطالعې وروسته دا پرېکړه وکئ چي کوم ژبپوهان مو پر ماډرنو لارو روان دي او کوم پر بدوي او ولسي لارو.

اصلي موضوع:

پښتو ژبه له لرغونو اريايي ژبو څخه يوه ده په دغه ژبه کي هم د نورو ژبو په څېر بېلابيلي هڅي او کوښښونه سوي دي. په هره زمانه کي خلکو په دې اړخ کي کوښښونه کړي دي. د ژبي او ژبپوهني په اړه بحثونه وړاندي سوي دي. ګرامرونه ليکل سوي او د ژبي د زده کړي په اړه زياتي هڅي سوي دي. موږ چي د پښتو ژبي پر ژبپوهنيز بهير ږغېږ لومړۍ خبره چي مو سترګو ته درېږي هغه د پښتو ليک د ايجاد مسئله ده چي په اړه يې زياتي ناندرۍ سته.

د پښتو ژبپوهني مسايل د ثبت سوو اسنادو له مخي د محمود غزنوي له زمانې پيل سوي بلل کيږي. پوهاند اکاډميسن عبدالشکور رشاد د خيرالبيان په سريزه کي په دې اړه ليکي: (د پښتو په باب چي تر اوسه پوري کوم کښلي اثار ليدل سوي دي، د هغو له لوسته څخه دا راوزي چي د پښتو اوسنۍ الفبې د غزني د ستر ټولواک سلطان محمود غازي (٣٨٧ -٤٢١ هـ ق) په زمانه کي جوړه سوې ده، د خير اللغات چي په ١٩٠٣ ع کال چاپ سوى دئ. مولف قاضي خيرالله نو ښاري د دغه کتاب په مقدمه کي کښلي دي:

د پښتو ژبي د تاريخ اولني حالونه بېخي په تياره کي پراته دي، خو دا څرګنده ده چي دې سيمي ته د اسلام تر راتګ پخوا دغي ژبي ځان ته تهجي توري نه درلوده او پښتو يواځي د وينا ژبه وه، د سلطان محمود غزنوي په زمانه کي د ده وزير (احمد بن حسن ميوندي) قاضي سيف الله و ګماره چي د پښتو ژبي الفبې جوړه کړي.

نوموړي قاضي د عربي، پاړسي او پنجابي و سندهي ژبو د الفباوو په مرسته د پښتو ژبي د ږغونو له پاره توري ټاکل او په دې توګه لومړى وار د پښتو الفبې منځ ته راغله.(٢١: ٦١)

پورتنۍ ادعا چي په يولسمه مېلادي پېړۍ کي سوې ده زه په خپل نظر له دغه خبرو سره موافق نه يم ځکه محمود غزنوي ټوله مينه يوازي له دري ژبي سره وه او دربار يې ټوله په درې چلېدئ او حتا د ځينو روايتونو له مخي چي له پښتو سره يې چندان جوړه هم نه وه تاسي د عبدالباري جهاني د هرات پښتانه او ستره لوبه کتاب کي دغه مسائيل کتلاى سئ، بله خبره دا  ده چي پښتو ژبي له دغه عربي ليکني مخکي هم ليک درلودئ او په سيمه کي مروجه ژبه وه په دې اړه موږ ډېر مواد او بحثونه لرو.

تر عربي وړاندي د پښتو ژبي د ليک په اړه يو مشهور روايت دا دئ چي پښتو په خروشتي ليکدود باندي ليکل کېدل. دغه خبره تر اوسه پوري د پښتو ژبي څېړونکو ته نه ده څرګنده چي تر دغي عربي ډوله الفبې پخوا پښتو په کومو تورو څنګه کښل کېدله؟ او د الفبې نوم يې څه وو؟ مګر د پېښور ليکوال ښاغلى قاضي عبدالحليم اثر سالازي د خپل کتاب پښتو ادب په ٣٩ مخ کي کښلي دي: (پښتو رسم الخط د اسلام نه وړاندي پالي او خروشتي وو.

د ښاغلي اثر په دغه ليکنه کي د ليک د يوه سيسټم په توګه د پالي ذکر ماته د تاءمل وړ ښکاري، ځکه چي پالي (Pali) د يوې خاصي هندو آريايي ژبي نوم دئ چي د حضرت عيسى ع تر زوکړي پنځه شپږ سوه کاله پخوا د هندوستان په ځينو شمالي سيمو کي د آريايي توکم خلکو ويله.

د آشوک اعظم په کتاب کي هم د پالي ذکر د يوې ژبي په توګه داسي راغلى دئ: پالي د راجا آشوکا د کتيبو ژبه وه، دغه کتيبې د ملک په ختيزو سيمو هندوستان کي په براهمني خط له کېڼي خوا څخه ښى لور ته کښل سوي دي خو د اشو کا د پاچهي په شمال غربي څنډو کي د ده کتيبې په خروشتي خط ليکلي دي چي له ښۍ خوا څخه کيڼ لور ته کښل کېده.

له دغه پورتنيو سپړنو(تفصيلاتو) څخه له ورايه څرګندېږي چي پالي ژبه ده نه ليکدود. زه ګمان کوم له پالي خط څخه به د ښاغلي اثر مراد براهمن خط وي چي په هندوستان کي د ډېرو خطونو مورينه ده، آن دا چي سيلوني، برمايي، تبتي او سيامي الفباوي هم ځيني راوتلي دي. نو په دې اساس خروشتي د پښتو ژبي لومړى ليک بلل کېدلاى سي.)(٢١:٥٦-٥٧)

خو د پښتو ژبي د الفبا په اړه دوهمه ادعا په شپاړسمه پېړۍ کي پير روښان کړې ده. پير روښان د پښتو ژبي په اړخ کي د حساب وړ سړى دئ. ځکه پير روښان پښتانه يو منظم تحريک ته که څه هم چي تصوف او طريقت وو را مات کړل او په دغه سلسله کي پښتنو ته زياتي ګټي هم و رسېدلې. موږ دلته يوازي د ژبي له اړخه د پير روښان هڅي ګورو.

پير روښان ادعا کوي چي د پښتو ژبي ليک نه درلودئ او ما ليک ورته ايجاد کړئ او هغه د دغه ليک ايجاد د خداى له لوري ځان ته الهام بولي لکه دئ چي د خيرالبيان په شروع کي وايي:

(آو بايزيد و کښه هغه حرفونه چي په هره ژبه سازېږي، د فايدې له پاره د آدميان.

بايز ويلي دي: ته دانايې له هر څېز، ما نه زده بيرون حرفونه د قرآن او سبحان.

او بايزيده! د حرفونو کښل په تا دي، د حرفونو څرګندول و نمون و ښودل په ما دي، و کښه زما په فرمان په مانند د حرفونو د قرآن او کښېږده په ځيني حرفونو ټکي يا غړوندي يا نورې نښانې…) .(٢١:٦٣)

د بايزيد دغه ادعا هم عيني د محمود غزنوي د زمانې په څېر ده هغوى هم ويلي وه چي د محمود غزنوي يو وزير عربي حروف کي تغير راوستئ او د پښتو ليکدود يې ايجاد کړئ او د روښان ادعا هم همداسي ده چي د عربي ژبي پر حروفو يې وړغندي او نوري نښانې اضافه کړي دي او د پښتو له پاره  يې ليکدود ايجاد کړى دئ.

په دغه زمانه کي چي روښان پير خپل فعاليت تر سره کوئ (شپاړسمه پېړۍ) د هغه په وړاندي يو مخالف کس اخوند دروېزه وو هغه د ده ټولي خبري کږلې او په وړاندي يې درېدئ که چيري د پير روښان ادعا رښتيا واى نو حتماً به اخوند دروېزه ځان ته يو بيل رسم الخط ايجاد کړى وائ. د پير روښان دغه ادعا مشهور ختيځ پوه جارج مارګن سټيرن هم په دغه پورتني شکل رد کړې ده: (که د پښتو دا رسم الخط خالص د بايزيد ايجاد واى، نو اخوند دروېزه به ځانله خپل رسم الخط ايجاد کړئ وو او د خپل حريف پيروي به يې هيڅکله خوښه کړې نه واى.) (٢١:٦٣)

اخوند دروېزه له پير روښان سره سر سختى مخالف وو چي هغه به هره خبره کول په مقابل کي به يې اخوند دروېزه هم حتماً يو څه ويل، نو په دې اساس ځينو خلکو د مخزن الاسلام دغه لاندي ليکنه هم د پير روښان په مقابل کي په دغه برخه کي د اخوند دروېزه ادعا بولي:

(د يگر معلوم باد! که چون بعضي حروف در الفاظ افغاني و هندويي ثقيل مي آيند، بنا بر آن علامتي بر آن آورده ميشود، تا معلوم ګردد که اين حروف ثقيل است چنانکه (ب) چون ثقيل شود، سه نقطه در تحت او ايزاد گردد (پ) مى شود و گاهى (ت) چون ثقيل شود جزمک در تحت آن داد (ټ) مى شود.) (٢١: ٦٤)

 مګر پورتنى دواړي ادعاوي ځکه باطلي بلل کيږي چي د اکاډميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د بيان پر اساس چي که چيري دغه پورته ادعاوي رښتيا واى نو بيا به (سحر) نومى کتاب څنګه ليکل کېدلاى چي پير روښان وايي په پښتو ليکل سوى دئ او د يوسفزي پښتنو سره سته. (٢١: ٦٤)

له دغو پورتنيو ادعاوو وروسته يو واقعي کار چي اثر يې پاته دئ د خوشال خټک کار دئ. هغه د پښتو ليک د اصلاح له پاره يو اثر کښلى دئ چي زنځيرۍ نومېږي. په دغه اثر کي خوشال خټک کوښښ کړئ چي د پښتو خاص تورو ته شکلونه ټاکل او د خوشال خټک په خپلو او د هغه د پيروانو په اثارو کي يې نښي نښانې ښکاري.

د خوشحال خان خټک د دغه اثر په اړه د پښتو ژبي مشهور ويب سايټ قاموسونه ټکى کام په دې اړه ليکي:

((د پښتو هغه تاريخي ليک دود دی چې خوشال خټک جوړ کړی دی. نامتو ختيځ پوه راورټي عقيده لري چې زنځيرۍ مخفف ليکنه وه چې خوشال بابا رامنځ ته کړې وه. په دې ليک دود کي دپښتو دخاصو ږغو توري په دې ډول ټاکل سوي دي: ءح=ځ، چ=څ، دء-ډ، ءر=ړ، ش=ښ،ط=ټ،نء =ڼ، یء=یء،ۍ.

دا ليک دود دخوشال د کورنۍ د آثارو لپاره خاص وو او نيږدې دوې پېړۍ پرله پسې د خټکو د کونۍ اثار په همدې ليک دود کښل سوي دي. دا ليک دود د خوشال خان په کورنۍ کي ماشومانو ته په درس سره ورزده کېده، نو ځکه دخوشال خان زوی عابد خان خټک د خپل ځوانيمرګ زوی شاهد خان په مرثيه کې دده دزنځيري ليک يادونه داسي کوي:

يا يې خط په سپين کاغذ زنځيرۍ خط و

يا مېږيو په سمن کړی رفتارو(عابد خان)))

زنځيرۍ يوازنى ثابت سوئ اثر دئ چي په ژبپوهنيزه برخه کي موږ د ژبپوهني د لومړي اثر په توګه استدلال پر کولاى سو.

د ژبپوهني په برخه کي دوهم اثر چي تر اوسه موجود دئ هغه اتلسمي مېلادي پېړۍ د شاعر او عالم پير محمد کاکړ اثر معرفة الافغاني دئ. پير محمد کاکړ چي د احمدشاه بابا هم زمانه شاعر او عالم وو او د ده په دربار کي يې خاص درنښت او ارزښت درلودئ او د ده د زوى سليمان استاد وو. دا چي د هغه زمانې ټول دربارونه په فارسي ژبه چلېدل نو احمدشاه بابا له پير محمد کاکړ څخه هيله وکړه چي د ده د زوى شهزاده سليمان استاد سي او هغه ته بلاغي علوم او ژبي ور زده کړي. پير محمد کاکړ هغه ته د پښتو ژبي د زده کړي له پاره يو ګرامر ته ورته ژبښود ليکلئ چي په لومړنيو ژبپوهنيزو اثارو کي راتلاى سي.

(د پير محمد کاکړ معرفة الافغاني او د مولوي صالح محمد کندهاري (پښتو ژبه) دواړه د ژبي د زده کړي لومړني ګرامرونه بلل کيږي او دغه ډول ګرامرونه د يوناني او لاتيني ژبي وروسته د نړۍ د ټولو ژبو د زده کړي له پاره په لومړي سر کي ليکل سوي دي.

معرفة الافغاني د پښتو ژبي لومړنى موندل سوى تدريسي کتاب دئ، چي د پښتو ژبي د نامتو شاعر پيرمحمد کاکړ په قلم ليکل سوى دئ. پير محمد کاکړ د ستر ټولواک لوى احمدشاه بابا(١١٦٠- ١١٨٦ هـ ق) په امر له ږوب، کاکړستان څخه د کندهار ښار ته را غوښتل سوى او د ټولواک زامنو ته د استاد په توګه ګومارل سوى وو. زموږ محققينو دى په خاصه توګه د شهزاده سليمان د استاد او مربي په توګه بللى دئ.)(٣٢: ٦)

نونسمه پېړۍ په افغانستان او منطقه کي د تحولاتو زمانه وه او زيات شمېر انګرېز جاسوسان او ايجنټان د لرغوني افغانستان اوسنې محکومي برخي ته راغلي او دلته يې د زده کړو يا ادبي هڅو په نامه فعاليتونه کول مګر اصلاً به يې شا ته نور اهداف درلودل چي دغه هڅي اوس هم په همدې توګه رواني دي.

نونسمه پېړۍ د پښتو ادبياتو او ژبي د ودي او د احيا زمانه بلل کيږي. د کوزي پښتونخوا ژبپوه ډاکټر خالد خټک ليکلي دي: نولسمه صدۍ د پښتو ګرامر صدۍ وه او نواب محبت خان په ١٩٠٦ مېلادي کال کي اول ځل د پښتو ځيني قواعد و ليکل، وروسته دا سلسله روانه شوه او په ټوله نولسمه صدۍ کي په انګرېزي، فرانسوي او جرمني ژبو کي ډېر ګرامرونه او ګرامري مضامين و ليکل شول، چي اکثر د خارجيانو له خوا ليکل شوي وو، البته محمد اسماعيل د (قواعد افغاني) په نامه په ١٨٦٧ مېلادي کال کي يو ډېر معياري ګرامر په فارسۍ کي شايع کړو، چي يوه نايابه نسخه يې زموږ په لاس کي ده دغه شان قاضي ميرر احمدشاه رضواني په اوردو کي يو ګرامر په ١٨٩٠ مېلادي کال د (وافيه) په نوم و ليکلو، خو د حيرت خبره دا وه، چي هيڅ چا په پښتو کي ګرامر و نه ليکلو. غالباً دا اوليت محمدګل مهمند ته حاصل دئ، چي د پښتو ژبي ليار په نوم يې په پښتو کي يو معياري ګرامر په ١٩٣٨ مېلادي کال کي بلخ نه شايع کړو. (٣٦: ٦٢ – ٦٣)

مګر د ډاکټر صاب خالد د پورتنيو خبرو په ورستۍ برخه کي دوې خبري د تامل وړ دي يوه دا چي ډاکټر صاب خالد يو ځل ليکي چي ( چا په پښتو کي ګرامر و نه ليکلو) دغه اوله خبره يې کورټ غلطه راوزي چي چا ګرامر نه دئ ليکلى ځکه د پير محمد کاکړ د اتلسمي پېړۍ ګرامر(ژبښود يا محلي ګرامر) او په نونسم پېړۍ کي عيني د مولوي صالح محمد کندهاري(پښتو ژبه) چي د پيرمحمد کاکړى معرفة الافغاني ته ورته کتاب دئ.

بله خبره يې دا ده چي د محمدګل خان مومند اثر يو معياري ګرامر بولي په داسي حال کي چي هغه ګرامر په خپله زمانه کي يو ښه محلي ګرامر دئ مګر په هيڅ صورت هغه ګرامر يو معياري ګرامر نه سو بللاى.

په ١٨٩٠ مېلادي کال د پښتو ژبي يو ګرامر په اردو ژبه د قاضي مير احمد شاه رضواني له خوا ليکل سوئ او په پېښور کي چاپ سوى دئ. دا کتاب په ١١٢ مخونو کي دئ چي د صرف او نحوي قواعد پکښي را ټول سوي دي. (٣٦: ٦٥) دغه اثر که د پښتو ژبي په اړه دى خو ژبه يې اوردو او زموږ مخکنۍ خبره په ثبوت رسوي چي دغه ګرامر د پښتنو نه بلکي د انګرېز سرکار د ايجنټانو له پاره ليکل سوئ چي په هند کي يې اوردو زده کړې وه او له پښتنو سره يې په دغه زمانه کي ډغري وهلې. له دغه کتاب وروسته (پښتو ګرامر) د قاضي خيرالله ليکلى او په ١٩٠٠ مېلادي کال چاپ سوى او اوس يې پيداکېدل مشکل دي.قاعده افغاني د ګل احمد په نامه يو چا په ١٩١٠ مېلادي کال  په کابل کي ليکلى او د پوهني د وزارت له خوا چاپ سوى دئ. پښتو ګرامر په ١٩١٧ مېلادي کال کي د انګرېز سرکار د يوه مترجم منشي احمدجان له خوا ليکل سوى دئ. افغاني کا پهلي کتاب په ١٩٢٧ مېلادي کال د مولوي عبدالرشيد او مولوي نورالدين له خوا ليکل سوئ ژبوهنيز اثر دئ.(٣٦: ٦٦)

کله چي په کابل کي غازي امان د واک چاري خپلي کړې د پښتو ژبي له پاره خاصي هڅي پيل سوې پښتو ټولنه ايجاد سوه او په دغه سلسله کي د پښتو ژبي د زده کړي له پاره هڅي شروع  سوې مولوي صالح محمد کندهارى چي په کندهار کي د معارف د مدير په حيث مقرر وو او هلته يې د تجارو ښوونځي ايجاد کړې وه او په ١٣١٤ مېلادي کال کابل ته را و غوښتل سو او په پښتو ټولنه کي د پښتو د مبصر په حيث و ګمارل سو او ورسره په څنګ کي په شاهي دارالتحرير کي د پښتو ژبي استاد و ټاکل سو.(٢٠: ٣٣-٣٤)

مولوي صاحب له ډېره وخته د پښتو ژبي په خدمت بوخت وو. په کندهار کي د طلوع افغان ايجاد او په دغه اخبار کي دپښتو خپرونو پيلول او ورسره په څنګ کي له وختو څخه د ده شاعرانه طبعه او له پښتو سره ميني او په کندهار د ښوونځى ايجاد مولوي صاحب دې ته تشويق کړئ چي په لومړي سر کي د پښتو يو خود آموز و ليکي په ١٩٣٤ مېلادي کال يې دغه اثر بشپړ کړئ دغه اثر په فارسي ژبه د پښتو ژبي په اړه لومړني مواد وړاندي کوي او فارسي ويونکو ته د پښتو ژبي د اسانه زده کړي زمينه مساعدوي.

له دغه اثر وروسته مولوي صاحب يو بل اثر په ١٩٣٥ مېلادي کال کي ليکلى دئ چي د معلم پښتو په نوم شهرت لري او په دغه کتاب کي کوښښ سوى دئ چي د مخکني کتاب په څېر د پښتو ژبي په زده کړه کي اسانتيا را منځ ته کړي.

بيا په ١٩٣٧ مېلادي کال يې د پښتو ژبي يو نسبتاً بشپړ کتاب چي مولوي صاحب ليکلى وو د ادبي انجمن له خوا چاپ سو دغه کتاب د معرفة الافغاني وروسته دوهم تدريسي کتاب وو چي پښتو ژبه نوميدى تقريباً په ډېرو ځايو کي د پښتو ژبي د زده کړي له پاره استفاده کېدئ.

په ١٩٣٨ مېلادي کال کي دوه کتابه چاپ سول يو پښتو ژبه دوهم ټوک وو چي د مولوي صاحب له خوا ليکل سوى وو او د پښتو ژبه لومړي ټوک په څېر ګرامري مسايل پکښي مطرح سوي وه مګر ډېره برخه يې مکالمات وه.

بل کتاب د پښتو ژبي د يوه خدمتګار عالم محمد ګل خان مومند ګرامر(پښتو ليار) دئ چي نسبتاً نورو مخکنيو اثارو ته بشپړ اثر دئ او بله خبره دا ده چي دغه اثر د شرقي ژبپوهني يو بشپړه پښتو نسخه هم بلل کېدلاى سي د دغه اثر له مطالعې به تاسي پوه سئ چي تر ډېره ځايه يې اصول او قواعد له عربي ژبي څخه را اخستل سوي دي.

په ١٩٣٨ مېلادي کال د محمد اعظم ايازي قواعد پښتو يو بل ګرامر دئ چي نسبتاً د مومند ګرامر ته بشپړ ښکاري او دا ګرامر هم د مومندصاب د ګرامر په څېر د عربي ژبي د ګرامرونو پر بنسټ ليکل سوى دئ او د پښتو ټولني له خوا چاپ سوى دئ.

په ١٩٤٨ مېلادي کال کي د پښتو ژبي د نوموتي ګرامرپوهه پوهاند صديق الله رښتين پښتوګرامر خپور سو دغه ګرامر هم په فارسي ژبه باندي وو او د نورو مخکنيو ګرامرونو په څېر بيا هم پر شرقي ګرامرونو باندي تمرکز سوئ وو او د عربي ژبي د قواعدو په پام کي نيولو سره يې ګرامري مواد وړاندي کړي وه.

دغه کتاب د ژبي د يوه مشهور تعريف: پوهېږو چي انسان د فطرتاً فکري قوې په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو ممتاز مخلوق دئ، عقل او خبري کول انسان د نړۍ تر ټولو مهم موجود ثابتوي، ژبه هغه څه ده چي انسان د هغه په وسيله خپل نظريات او مفکورې وړاندي کوي او دغه خبري دي چي انسان د نړۍ تر ټولو موجوداتو مهم ثابتوي.(١٩: ١) وروسته بيا د ګرامر بحثونه پکښي وړاندي کېږي.

محمد اعظم ايازي د پښتو ژبپوهني يو وتلى ژبپوهه دئ چي ډېر وخت يې کوښښ کړى دئ چي پښتو ژبپوهنه د مډرنايزشن خوا ته بوزي مګر ټولي ليکني يې د عربي ګرامر د تاثيراتو په خاطر چي د اسلامي کتابونو د راتګ په زور دلته رايج سوي وه د عربي ګرامر او ژبپوهني تر تاثيراتو لاندي تللي دي هغه د خپل ګرامر وروسته د پښتو نحوه د پوهني وزارت له خوا د کابل په عمومي مطبعې کي په ١٩٤٨ مېلادي کال چاپ سوې ده.

پر پښتنو ليکوالو سر بېره له ١٩٥٠ مېلادي کال وروسته زيات شمېر اثار د بهرنيو پوهانو له خوا د پښتو په اړه ليکل سوي ژبپوهنيز اثار دي چي پښتو ژبه يې د ماډرني ژبپوهني خوا ته بېولې ده.

په دغه اثارو کي د هربرت پنزل ګرامر يو له هغو اثارو څخه دئ چي د پښتو ژبي ټولي لهجوي خوا وي يې را سپړلي او يو بشپړ لهجوي ګرامر بلل کيږي او د معاصرې زمانې له غوښتونو سره سم روان دئ او د دغه ګرامر ښه اړخ دا دئ چي د لويديځ د معياري ژبپوهني پر پله باندي روان دئ.

دغه ګرامر د پښتو ګرامر نومېږي چي د امريکا د مشيګن پوهنتون د پروفيسور هربرت پنزل له خوا ليکل سوى دئ او نامي ژبپوهه محمد رحيم الهام پښتو کړى دئ. د دغه کتاب وروسته د ډارمسټټر ګايګر، مورګينسټيرن او بن ونيسټ له خوا ليکل سوي متفرقه ژبپوهنېزي مقالي دي چي (د پښتو ژبي د تلفظ او صرف تاريخ) په نوم په دوه ټوکه کي د ډاکټر روان فرهادي له خوا په فارسي ژبه ترجمه سوي دي او د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو د پوهنځى له خوا په ١٩٧٧ مېلادي کال کي چاپ سوئ.

دا کتاب له الماني، انګليسي او فرانسوي ژبو څخه د څلورو مولفينو له خوا ليکل سوي او بيا ترجمه سوي دي چي دوو تنو يې په نونسمه او دوو تنو يې په شلمه پېړۍ کي خپل اثار چاپ کړي وه. له دوى څخه دوو يې افغانستان ته سفرونه کړي او يو يې پېښور ته راغلى او د څه وخت له پاره هلته پاته سوى دئ. يوه بل يې د هغې زمانې د پښتو کتابونه مطالعه کړي دي. (١٦: ٣)

بل تن ګولډن شتيت دئ چي په اتلسمه پېړۍ کي يې يو فرهنګ ليکلى دئ او په هغه کي زيات شمېر پښتو لغتونه په پرتليزه توګه وړاندي کړي دي.

اکاډيميک پروفيسر ګيولډن شتيت المانى په لمرني تقويم ١٩٦ او د سپوږمنۍ جنترۍ له مخي ١٠٢ کاله پخوا مړ دئ خو نوم يې لا د پښتنو په علمي حلقو کي اخيستل کيږي، دا ځکه چي ده دوه سوه څو کاله پخوا د پښتو ژبي يو فرهنګوټى کښلى دئ.

دا فرهنګوټى د ګيولډن شتت د نوموړي کتاب د دوهمي برخي په نهو مخو کي له ٥٣٥ مخه څخه تر ٥٤٣ مخه پوري چاپ سوى دي.(١٧ : ٢)

د شتيت له فرهنګه وروسته يو بل مهم فرهنګ چي پروفيسور ډورن د پښتو منتخباتو د کتاب په اخير برخه کي را اخستى دئ هم د يادوني وړ دئ. دغه اثر په ١٨٤٧ مېلادي کال کي کښل سوى دئ او خپل ډورن د دغه اثر د لغت نامې په اړه کاږي:

تر ټولو مشکل او ستونځه ور کار چي د خپل اصلي هدف د تحقق د پاره مي بايد سر ته رسولى واى د لغتنامې جوړونه وه چي د هغه تاداو د محبت خان له خوا ايښودل شوى دئ. ما خپل ځان ته اجازه ورنکړه چي د پښتنو د قومونو او ځينو سيمو له نومونو څخه پرته چي په (منتخباتو) کي نه وو راغلي، د ده د لغتونو له جملې څخه حتى يوې کلمې ته هم تغيير ورکړم. ليکن حقيقت دا دئ چي نه د دې کتاب لغتونه، نه د الفنسټون، کلاپروت، ايورسمن، ليچ او نورو لغتنامې د افغاني آثارو د پرله پسې کتونکو له پاره کفايت نه کوي.(١٥: اوولسم)

د ډورن له پورتني متنه څخه ښکاري چي له ده وړاندي الفنسټون، کلاپروت، ايورسمن، ليچ او نورو هم د پښتو ژبي اثار کښلي او لغاتنامي يې ورته جوړي کړي وې. اتلسم او نونسمه پېړۍ د ژبپوهني په تاريخ کي د فرهنګونو او لغت نامو خاصه زمانه وه او دغه کار د ژبپوهني له مخي خاص ارزښت درلودئ چي په مخکنيو بحثو کي مو هم لنډه اشاره ورته وکړه.

قاموس ليکني په پښتو کي په شلمه پېړۍ کي کش نيولى او تر سل زيات بېلابيل قاموسونه ليکل سوي چي تر ټولو مشهور قاموس  پښتو قاموس او پښتو سيند چاپول وه چي د پښتو ژبي له پاره غنيمت اثار بلل کيږي پښتو قاموس چي د پښتو ټولني له خوا خپور سوئ څلوېښت زره لغت پکښي تشريح سوي دي.

پښتو ټولني د پښتو د لغاتو په ټولولو کي څنګه چي څرګنده ده ډېر زيار ايستلى دئ او وروسته تر هغه چي د پښتو لومړى قاموس يې په لس زره لغاتو کښي به ١٣٢٠ کال طبع او خپور کړ، نو د يوه لوى قاموس په ترتيب او تدوين يې لاس پوري کړ، د پښتو ټولني د لغاتو څانګي چه دغه مهمه وظيفه يې په غاړه اخستې وه، د پښتو قيمتي لغات يې د پښتو له دېوانو او د پښتونخوا له هره ګوټ او هري څنډي او غرونو او دښتو څخه را ټول کړل او په دې کلونو کي د پښتو د لوى قاموس په ترتيب او تدوين چي تقريباً څلوېښت زره پښتو لغات لري کاميابه شوه. د دې مهمي وظيفې په تمامولو او پوره کولو کي که څه هم د لغاتو د څانګي ټولو غړو او پخوانو مديرانو ښاغلي عبدالخالق خان اخلاص سيد مسعود پوهنيار ښکاره برخه اخستې ده، خو په تيره ښاغلي محمد ګل نوري د لغاتو د څانګي وروستي مدير په دغه ليار کښي زيات زحمتونه ګاللي دي. (٧:ا)

دقه قاموس يو تشريحي قاموس دئ چي د پښتو ژبي د څلوېښت زرو کلمو فارسي تشريح يې وړاندي کړې ده، د قاموسونو په برخه کي نور هم زيات کارونه سوي دي چي ښه مثال يې پښتو پښتو تشريحي قاموس دئ چي د پښتو سيند په نامه شهرت لري.

په دغه برخه کي يو بل مهم کار دکتور دولت محمد لودين کړئ چي دغه کار د لويديځ قاموس ليکني پر اصولو ډېر برابر دئ هغه په دغه برخه کي د ننۍ پښتو ژبي يو احصائيوي قاموس خپرول دي. دغه قاموس له نورو قاموسونو سره زيات توپير لري او توپير يې دا دئ چي دغه قاموس د لغتونو معنى نه وړاندي کوي بلکي د لغت د استعمال اندازه تعينوي په دغه اثر کي يوه خوباي دا ده چي دغه اثر په پيل کي د احصايي قاموس اصول هم وړاندي کوي يعني هم د احصائي قاموس ليکني اصول وړاندي سوي دي او هم خپله قاموس.

قاموسونه په ډېرو ډولو دي، لکه تشريحي، تاريخي، اشتقاقي، املايي، اصطلاحي، اينسايکلوپيديايي او همداسي نور…

خو احصائيوي قاموس له دغه ټولو څخه يو بېل او ځانله قاموس دئ ځکه په نورو قاموسونو کښي د لغاتو د تکرارېدو احصايه ښودل شوې نه ده، مګر په احصائيوي قاموس کښي دا ښودل کېږي چي هر لغت په ټاکلو متنو کښي څو واري استعمال شوى دئ، کوم يې ډېر تکرار شوى دئ او کوم يې لږ.(١١: ١)

د پښتو قاموس ليکني په علمي اړخ کي هم زيات اثار ليکل سوي چي قاموس ليکنه خلکو ته ور زده کړي په دغه زمانه کي د پښتو ژبي نامي ژبپوهه دکتور عبدالحکيم هلالي داسي يو خدمتګار سړى دى چي په دې برخه کي يې زيات  کار کړي او يو کتاب يې د پښتو قاموس ليکنه په نوم ليکلئ چي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوى دئ. په دغه اثر کي کوښښ سوئ چي د پښتو قاموس ليکني له پاره اصول وړاندي کړي.

د پښتو قاموس ليکني کتاب دوې برخي لري. په لومړۍ برخه کي د پښتو قاموس ليکني لنډه تاريخچه څېړل شوې ده. په دوهمه برخه کي د قاموس ليکني ځيني اساسي مسالې چه د قاموسونو په ليکلو کي مهم رول لري سپړل شوي دي.(٣٨: ١)

د علي حضرت محمد ظاهرشاه د دورې له پاى ته رسېدو سره بيا د قاموسونو کار په رسمي او اکاډميکه توګه بند سوئ او هر چا د خپلو شخصي ګټو او نا معلومو ادرسونو څخه ځيني قاموسونه په غلا او غلطه توګه خپاره کړي دي چي په هيڅ صورت د معياري قاموسونو ځاى نه سي ډکولاى.

په دې ورستيو کي د قاموس ليکني په اړه ځيني مقالې او اثار خپاره سوي دي چي تر ټولو مهم يې (د نوي قاموس ليکني ميتودلوژۍ ته يوه کتنه) تر سر ليک لاندي د محمد هارون خپل شعشعي اثر دئ چي په ٢٠١١ کال کي چاپ سوى دئ.

په دې ليکنه کي د قاموس ليکني په اړه د ځينو افغانو او بهرنيو لغتپوهانو د نظريو تر څنګ، د مقايسه يي ليکسيکوګرافۍ پر بنسټ ځيني نوري نظريې او قواعد هم وړاندي کړي دي چي په پښتو قاموس ليکنه کي ئې رعايت ډېر ضروري او په زړه پوري بلل کيږي. (١٢: ١٤)

دغه اثر ټکي په ټکي د نوي ژبپوهني د اصولو له مخي ليکل سوى دئ او ډېري مهمي تيورياني د لغت پوهني په اړه پکښي وړاندي سوي دي چي د ژبپوهني له زده کوونکو سره ډېره مرسته کولاى سي.

د شلمي پېړۍ دوهمه نيمايي په افغانستان کي د نوي ژبپوهني د اوج زمانه وه، د پښتو ټولني وروسته د ادبياتو پوهنځى ايجاد سوه او ستر ستر عالمان را پيدا سول، د ادبياتو پوهنځى د علامه عبدالحى حبيبي په مشرتوب پرانيستل سول او دلته نوي ژبنۍ څېړني پيل سوې، که څه هم د پوهاند رښتين او ځينو نورو مخکي يادو سو کسانو اثار هم د پوهنتون برکت وو مګر د نوي ژبپوهني پيل هغه وخت و سو چي له لويديځ څخه پښتانه زلمي په نوې ژبپوهنه سمبال بيرته را و ګرځېدل.

په ١٨٦٨ مېلادي کال علامه حبيبي د ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي د دريم پښتو صنف له پاره يو اثر و ليکئ چي د پښتو ادب تاريخ په نوم يادېدى او د دغه اثر د پښتو ژبي موقعيت د ژبو په ويش کي.(٩: ١: اول چاپ) د سر ليک څخه پيل سوى دئ دغه اثر  بيا دوه ځله يو ځل په ٢٠٠٨ مېلادي کال کي او دوهم ځل په ٢٠١١ مېلادي کال کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دئ يوازي دونه فرق پکښي ليدل کيږي چي په دوهم او دريم چاپ کي د کتاب پر مخ ليکل سوي د پوهنتون د دريم او څلورم ټولګي له پاره او د لومړي چاپ پر مخ ليکل سوي د دريم ټولګي له پاره.

د پښتو ادبياتو تاريخ د علامه حبيبي د لومړنيو کتابو څخه دئ، چي زموږ د پياوړي ژبي تاريخ لومړى ځل و ليکل سو. دا کار هغه وخت بشپړ سو چي د پښتو ادبياتو پر تاريخ باندي د مخه چا کار نه و کړى او نه چا د دغه کار له پاره ابتدايي مواد پرې ايښي وه. د دغه کار له پاره علامه پوهاند حبيبي ډېر زحمتونه و کښل او په ١٣٢٥ هـ ق کال کي بريالى سو چي د پښتو ادبياتو د تاريخ تر عنوان لاندي د دغي سلسلې اول ټوک په کابل کي  د ادبياتو فاکولتې د نشراتو څانګي له خوا چاپ سو. (١٠: ٥)

علامه حبيبي له دغه ادب تاريخ څخه وروسته يو بل د پښتو ادبياتو تاريخ په دوه ټوکه کي و ليکئ د دغه اثر په لومړي جلد کي يې د ژبو پر ډلبنديو باندي يو کوچنى بحث کړئ او وروسته يې د پښتو ژبي د اصليت معلومولو له پاره په اوستا او سانسکريټ کي پراخي څېړني کړي او د دغه کتاب لومړى جلد تقريباً ټوله پر تاريخي تطبيقي ژبپوهنه باندي را څرخي.

حبيب الله تږۍ چي په امريکې کي يې زده کړي کړي وې بيرته هيواد ته راستون سو او په نوې ژبپوهنه کي يې هڅي پيل کړې خو بدبختي دا ده چي درسونه يې يوازي تر ټولګيو محدود پاته سوي دي او ډېر کم اثار يې زموږ تر لاسو را رسېدلي دي د هغه د فعلونو وېش په پښتو کي يوه تر ټولو مهم مسئله وه چي يوازي ګستنر صنفي او پوهنتوني چاپ يې زموږ په لاس کي دئ او بس او بل په ١٩٦٤ مېلادي کال کي د هغه يو کوچنى مګر مهم کتاب نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل تر عنوان لاندي چاپ سو.

په دې کتاب کي کښي په ژبپوهنه او ژبني مسايلو زياته رڼا اچول شوې ده او د نوي ژبپوهني له مخه په کښي ځيني ژبني مسايل څېړل شوي دي.

موږ دا کتاب د ژبپوهني په برخه کښي يو نوى کتاب بولو چي د ځلمو او نو پلټونکو دپاره يوه نوې لار خلاصوي هيله کېږي چي زيات څېړونکي به ورنه ګټه او فايده واخلي.(٨: ١)

د پښتو ژبپوهني بل وتلى نوم دوکتور دولت محمد دئ چي ده هم په ژبپوهنه کي زيات شمېر اثار موږ ته را پرې ايښي دي د ده لغت پوهنه اثر يو له هغو اثارو څخه دئ چي په نوې ژبپوهنه کي حساب پر کېږي.

دغه اثر چي د لغت پوهني په نوم يادېږي د دې له پاره ليکل شوى چي د لغت په باره کي د ضرورت وړ معلومات هغه چا ته وړاندي کړي چي ضرورت يا مينه ورسره لري.

لغت پوهنه د عمومي ژبپوهني يوه ډېره مهمه څانګه ده (اوس د تشريحي ژبپوهني څانګه ده) نو ځکه د دغي مهمي څانګي په باره کي تيوريکي معلومات د ضرورت وړ مثالونو سره وړاندي کول يو ګټور کار برېښي.(٣٤: ١)

ږغ پوهنه په شلمه پېړۍ کي يو له خورا مهمو بحثو څخه وو که څه هم چي دغه ډول بحثونه آن له اتلسمي پېړۍ څخه پيل سوي وه. په دغه مهمه برخه کي د دکتور عبدالحکيم هلالي د پښتو ژبي د فونيمکي الفبې لارښوود يو مهم اثر بلل کيږي. دغه اثر هم د نوي ژبپوهني له اثارو څخه بلل کيږي ځکه ښاغلي هلالي په دغه څېړنه کي کوښښ کړى دئ چي د يوې ټول منلي پښتو ليکدود له پاره لومړى هڅي وکړي. د دغه رسالې په شروع کي سر محقق روهي کاږي: د فونيمک تورو د ټاکلو دپاره  پښتو ټولني د ژبپوهانو او علمي موسسو نمايندګانو ته بلنه ورکړه چي فونيمکي توري تعين او تثبيت کړي. د تورو له ټاکلو نه پس، د ژبپوهني لوى مدير څېړنوال د کتور عبدالحکيم هلالي ته وظيفه ورکړه شوه چي په دې باره کي يو مفصله علمي سريزه و ليکي.

څرنګه چي د فونيمک تورو دپاره به محترم ليکوال د دې پرېکړي مراعات وکړي، دا هم بايد وويل شي چي دغه لارښوود يوازي اکاډميک اړخ لري.(٣٩: الف) دغه اثر په ١٩٧٦ مېلادي کال کي د پښتو ټولني له خوا خپور سوى دئ.

د ږغ پېژندني بحثونه په دغه وخت کي ډېر ګرم وه نو ځکه د اکاډميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د شيخ الرئيس بوعلي سينا بلخي ژبپوهنيز اثر مخارج الحروف اثر په ١٩٨٠ مېلادي کال پښتو کړ چي د پښتو ژبي په ژبپوهنيزو اثارو کي دا يوه پر ځاى زياتونه وه.

دا په پښتو کي تر ټولو مکمل فونولوژيک ژباړل سوئ کتاب بللاى سو چي د اکاډميسن پوهاند رشاد په متبحر قلم ژباړل سوى دئ.

(شيخ الرئيس بوعلي سيناى بلخي د رسالې په لومړيو دريو فصلونو کي د عام ږغ د پيداکېدلو سببونه، د حرفونو(ګفتاري ږغونو) د پيدا کېدلو سببونه او صوتي غړي(حنجره او ژبۍ) څېړلي دي، په څلورم فصل کي شيخ الرئيس د ګفتاري ږغونو (د ده په اصطلاح حرفونو) وتونځى(مخرجونه) او ګفتاري ږغونه صفات، د هر حرف له پاره يو بل پسي راوړي دي او د اسلامي دورې د نورو ږغپوهانو(مجودينو) پر پله نه دئ تللى چي يو وار د ټولو ګفتاري ږغونو مخرجونه څېړي او بيا په بل فصل کي د هغوى صفات بيانوي.

د دغي رسالې پنځم فصل يوې خاص او هر اړخېزي څېړني ته اړ دئ. د رسالې شپږم فصل د ږغپوهني په هيڅ متداول شرقي کتاب کي نه دي ليدل سوي دغه فصل د شيخ الرئيس له نوښتونو(ابتکاراتو) څخه دي.)(٣: اولسم او اتلسم)

له پورته کتابو پرته د اکاډيميسن پوهاند رشاد تحقيقات چي د پښتو لغتو په اړه يې په بېلابېلو وختونو کي په متفرقه توګه کړي دي او د هغه دغه څېړني په ٢٠٠٨ مېلادي کال د علامه رشاد اکاډمۍ له خوا را ټولي او د يوه کتاب په توګه د لغوي څېړني په نوم خپرې سوي دي.

(علامه رشاد اکاډيمي په دې هيله، چي په پښتو ژبه کي داسي جامع، بشپړ او مغتنم فرهنګونه او قاموسونه و کښل سي، د موادو له پاره د علامه رشاد بابا (رح) د علمي ژوندانه هغه تومني يوه برخه، چي لغوي څېړنه ده، درنو څېړونکو او لوستونکو ته وړاندې کوې. دا پلا مو د دوى هغه مقالې را ټولي کړي، چي ځيني يې څو لسيزي وړاندي په کتابو يا مجلو کي د مقالو په بڼه چاپ سوي دي. خو د ياودني وړ ده، چي په دې څو لسيزو کي د ځينو مقالو په لاس کښلو نسخو کي د علامه رشاد بابا (رح) له خوا ډېري نوي زياتوني هم سوي دي او اوسنۍ بڼه يې تر پخوانيو ډېره بشپړه او کامله ده.) (١٨: ٣-٤)

له دغه کتابو وروسته د پښتو ژبي يو نومورکى متبحر ژبپوه بايزيد اڅک يو په بل پسي دوه اثار و ژباړل يو يې په همدې فونولوژيکه برخه کي د سانفورډا شين (توليدي فونولوژي) ترجمه کړئ. دغه اثر په ١٩٧٩ مېلادي کال د پروفيسر نوراحمد شاکر تر لارښوونه لاندي ترجمه سوى دئ او دغه اثر بيا وروسته د پروفيسور اڅک تر مرګه پوري په پښتو څانګه کي د درسي کتاب په حيث استفاده کېدى او پروفيسور اڅک خپله د پوهنملۍ رتبه هم پر دغه اثر باندي اخستې وه دا کتاب بيا وروسته د بيا ځلي له پاره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى د پښتو څانګې له خوا څخه په ٢٠١٢مېلادي کال کي بيا چاپ سو.

دغه اثر د نوي ژبپوهني په رڼا کي د تشريحي ژبپوهني تر ټولو مهم کتاب بلل کيږي چي د نړۍ پر ټولو ژبو د تطبيق وړ دئ.  د دې کتاب محتوى په حقيقت کي د فونولوجي بنسټونه او مبادي دي. ليکوال چي په خپله د کتاب په سريزه کي وايي. زما هيله ا ده چي دا کتاب د هر هغه چا دپاره چي غواړي روان فونوجيکي اثار لولي، ضروري بنسټ برابر کړي دا کتاب د پرنتس هال د موسيسې د معاصري ژبپوهني د بنسټونو له لړۍ څخه يو اثر دئ.(٢٨: ج)

بايزيد اڅک يو بل ستر ګام په ژبپوهنه کي واخيست چي په پښتو ژبه کي يې د لومړي ځل له پاره د وينفريډ فليپ ليهمن  د کتاب په ژباړلو سره د تاريخي ژبپوهني بنسټ کښېښوئ وروسته يې خپله هم په دغه برخه کي دوه درسي کتابونه هم و ليکل چي يوازي تر لکچر نوټونو پوري محدود پاته سول او وروسته ځيني ادبي غلو په خپلو نومونو چاپ هم کړل.

د وينفريډ دغه اثر په ژبپوهنه کي يو مغتنم اثر دئ چي پروفيسور اڅک د خپلي پوهندوى علمي رتبې د ترفيع له پاره ژباړلى ولي متاسفانه تر اوسه چاپ سوى نه دئ. دغه اثر په ١٩٩١ مېلادي کال بشپړ سوى دئ.

(دا  کتاب د امريکا د متحده ايالتونو د تکساس د پوهنتون نامتو پروفيسر وينفريډ فليپ ليهمن ليکلى او تر کومه ځايه چي ماته معلومه ده نه يوازي په امريکا بلکي په هندوستان او د اسيا د جنوب په ډېرو نورو هيوادو کي هم په پوهنتونو کي د درسي کتاب په توګه کارول کيږي ما خپله د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کي د درسي کتاب په توګه  و لوست او دا ژباړه مي د دې کتاب د هندي چاپ له مخي کړې ده.

کله چي يو ژبپوهه يوه ژبه د زمانې په يوه ټاکلې نقطه کي تر شنني او څېړني لاندي نيسي دا څېړنه همهاله(سينسکرونيک) څېړنه ده او د دې په مقابل کي که ژبپوه ژبه له يوې زماني نقطې څخه تر بلي زماني نقطې پوري د تاريخ په اوږدو کي څېړي دا څېړنه د مهال په اوږدو کي (دياکرونيک) يا تاريخي څېړنه بلل کيږي. زموږ دغه ژباړلى کتاب هم په دې برخه پوري اړه لري.)(٣٥: الف)

په ١٩٧٨ مېلادي کال د استاد عبدلروف بېنوا پښتو روزنه کتاب چاپ کړ، دغه کتاب په يو ډول د ژبي د تاريخ او پرمختيايي بهير تشريح ده چي د تاريخي تطبيقي ژبپوهني په بحثونو کي حسابل کېږي. پښتو د افغانستان له لرغونو او اصيلو آريايي ژبو څخه يوه زړه ژبه ده چي د تحريري ادبياتو تاريخ يې ان تر دوو زرو کلونو پوري رسي. دغه ژبه د لرغوني تحريري ادبياتو تر څنګه د شفاهي ادب يوه درنه ذخيره هم لري چي قدامت يې تر تحريري هغې ډېر پخوانى او لمن يې خورا وېړه ده.

دغي ژبي ته که له يوې خوا د خپلو ويونکو له خوا څه نا څه کار شوى او ويونکو يې په دغه ژبه آثار کښلي او نوي ادبي ايجادات يې کړي. دغه رنګه د دغه قوم د مشران له خوا هم پاملرنه ورته شوې او ځينو مشرانو يې هم په دې ژبه شعرونه ويلي اثار يې کښلي، ادبا او شعراء يې روزلي او همدارنګه يې د آثارو په تخليق او د مولفينو او شاعرانو په تشويق او روزنه کي يې هم کار کړى دئ.

(په دې رساله کي فاضل استاد عبدالروف بېنوا په خورا محققانه او عالمانه توګه زيار ايستلى چي د پښتنو مشرانو دغه ډول هڅي د امير کروړ ١٣٠ هـ ق له عصره تر ١٣٠٧ ش پووري مستدللي او مستندي و څېړي.)(٤: ٣)

په دغه اثر کي پر ټولو هغو هڅو بحث سوئ چي د پښتو ژبي د ودي او اصلاح له پاره  تر سره سوي دي، د اصطلاحاتو د جوړلو څخه نيولى د لهجو تر اصلاح او د اثارو تر ډېرښت او تکثيره پوري نو له دې اسيته موږ دغه اثر د ژبي د پياوړتيايي بهير موضوع د تاريخي ژبپوهني د ژبي د تاريخ په څانګه کي راوستلاى سو.

پورته مو د پښتو ژبي د اصلاح او د لهجوي مسائيلو موضوع ياده کړه، له دې څخه وړاندي هم د پښتو ژبي له پاره زياتي هڅي سوي وې چي يوه پر ځاى او معقوله هڅه د ګل پاچا الفت له خوا په ١٩٦٠ مېلادي کال کي وړاندي او دوهم وار په ١٩٦٠ مېلادي کال کي د ليکوالي املاء او انشاء په نامه اثر خپرېدل وه په دغه اثر کي د پښتو ژبي د ليک په اړه د اصلاح لازمي لارښووني سوي د نښه ايښودني تر څنګ په ځينو نورو ژبپوهنيزو اړخونو کي لازم مواد پکښي وړاندي سوي او  د پوهني وزارت له خوا د يولسمو ټولګيو له پاره د ممدي درسي کتاب په توګه چاپ سوى دئ.(د دغه اثر لومړى برخه ژبپوهنيز او دوهمه برخه يې ادبپوهنيز مواد وړاندي کوي. دا کتاب د پوهني وزارت له خوا د يولسمو ټولګيو دپاره د درسي کتاب د مرستيال په حيث و منل شو او د شمېر د لږوالي په وجه دوهم ځل چاپ کړى شو.) (٣١: ١)

د عروضي ږغونو په مسئله کي مو وويل چي په غرب کي په دغه اړخ کي زياتي څېړني سوي وې، پښتو ژپه چي يوه خجيزه ژبه ده نو په دې اساس لازمه ايسي چي خجپوهنه او خجڅېړنه پکښي عامه سي دغه ټکي ته په کتنه سره د پښتو ژبي د نوي ژبپوهني بنسټګرپوهاند محمد رحيم الهام په ١٩٨٩ مېلادي کال يو اثر د پښتو خجڅېړنه په نوم باندي خپور کړئ. دغه اثر د يژري پېچکا له خوا ليکل سوې رساله  ده چي کانديد اکاډميسن پوهاند رحيم الهام ژباړلې.

دغه اثر چي ما د پښتو خجڅېړنه بللې ده د ښاغلي يرژي پېچکا د هغي رسالې ژباړه ده چي ( A study in Pashto stress) په عنوان د چکوسواکيا د علومواکاډمۍ د ختيز پېژندني د انسټيټوټ له خوا په ١٩٦٩ مېلادي کال کي په انګليسي ژبه خپره شوې ده.

دا رساله په خپل ډول کې لومړنۍ څېړنه ده چي د پښتو د خج د نظام بېلابېل اړخونه د ږغپوهني له علمي څېړندود سره سم تشريح کوي. کتاب پر اتو فصلونو باندي ويشل شوى دئ چي په هغو کي په ترتيب سره د پښتو خجڅېړني تاريخي بهير، خج په اراني ژبو کي د پښتو خج ځانګړتياوي،

 خج د کلمې مختصه ځانګړنه، د کلمو په جوړښت کي د خج دنده، په پښتو کي د خج جوړښتي دنده، خج او مقطع فونيمونه او نتيجه راغلي دي. هر فصل ځانته اړوند توکونه لري او په کي د پښتو خج د سيسټم اړونده اړخونه د ژبني عيني شواهدو پر بنسټ باندي څېړل شوى او کلي قاعدې ترې را ايستل شوي دي.(٤٢: الف)

سر محقق دوست شينوارى په پښتو ژبپوهنه کي يو بل منل سوئ او مشهور نوم دئ. هغه د ژپبوهني په اړخ کي زيات کارونه و کړل په ١٩٧٥ مېلادي کال هغه د افغانستان ژبي او توکمونه په نامه شهکار اثر چي د پښتو ژبپوهني تر ټولو مهم کتاب بلل کيږي په دغه کتاب کي د افغانستان ټولي ژبي او توکمونه تشريح سوي دي.

د افغانستان د ژبو او توکمونو په باب دا لومړنى مفصل او هر اړخيز اثر دئ، چي په پښتو ژبه ليکل شوى دئ. په دې کتاب کي د پښتو، بلوڅو، اورمړو، پراچګانو، نورستانيانو او پاميرانو په باب ژوره څېړنه شوې ده او لرغوني اريايي ژبي لکه: اويستا، سوغدي، پارتياني، خوارزمي، زړه پارسي او نوري په ايتمالوجيک ډول له پښتو سره پرتله شوي دي. همدارنګه په دې اثر کي د ژونديو ژبو د تصنيف او  هغو د سيمو او د عربي او ترکي ژبو د راتګ په باب رڼا اچول شوې ده.(٢٩: ز)

له دغه اثر وروسته بل اثر چي ارواښاد دوست شينواري ليکلى هغه زړه پانګه ده دغه اثر په ١٩٨٤ مېلادي کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړونو د بين الملي مرکز له خوا څخه چاپ سوى دئ. په دغه اثر کي کوښښ سوى دئ چي د پښتو ژبي زاړه لغات تشريح او و څېړل سي.

په دغه قاموس کي د لغاتو زياته برخه تاريخي ده. تاريخي هغه لغاتو او نومونو ته ويل کيږي چي يو نوم له خپل نومولي (اسم له مسمى) سره يو ځاى د استعمال او په ژوند کي د ضرورت له ساحې وتلي وي.

په دغه قاموس کي داسي لغات هم سته چي د پښتو په کومه سيمه او يا سيمو کي ژوندي او په ورځني ژوند کي استعمالېږي، خو د پښتو معتبرو قاموسونو هغه نه دي اخستي او د پښتو په متنونو کي موندلي او دلته درج کړي دي.(٣٠: ١)

د ښاغلي دوست بل اثر چي د خاص ارزښت څخه برخمن دئ او لږ برخه يې په ژبپوهنه کي ارزښت لري افغانستان په اويستا کي نومېږي او په ١٩٩٠ مېلادي کال کي د نشراتو د رياست له خوا خپور سوى دئ.

د دوست شينوراي يو بل ژبپوهنيز اثر چي د ارواښاد شينواري له مرګ وروسته د هغه د زوى فضل الله دوست شينواري له خوا په ١٩٩٨مېلادي کال خپور کړئ دغه اثر ژبپانګه نومېږي او د ژبپانګي ادامه ده.

 د دوست شينواري وروستۍ کار چي څه ناڅه په ژبپوهنه کي ارزښت لري هغه د يوه قاموس خپرول وه. دغه قاموس په اختيارات بديعي کي د ذکر سو طبعي بوټو تحليل او څېړني ته وقف سوى دغه اثر هم د ده له مرګ وروسته په ٢٠٠٠ مېلادي کال کي چاپ سوى دئ.

نور احمد شاکر په پښتو ژبه کي هغه نوم دئ چي تقريباً د پښتو په ټولو ژبپوهنيز اثارو کي يې نوم سته خو بدبختي يې دا ده چي خپل ټول زور يې يوازي په اداري کارو او علمي ادارو کي تېر کړئ او خپل نظريات  يې ډېر کم چاپ او په ليکني ګاڼه سمبال کړي هغه په نوې ژبپوهنه کي تقريباً تر ټولو وړاندي وو.

مګر اوس محال د هغه يوازي يو اثر زموږ په لاس کي دئ هغه ژبنۍ څېړني دي چي په ١٩٧١ مېلادي کال کي د کابل پوهنتون له خوا چاپ سوئ. په دې رساله کي د ژبي د ساختمان او جوړښت د سپړلو په باره کي ځيني مقدماتي يادوني سوي دي او زيار ايستل سوى دئ چي د ژبپوهني علاقمندانو ته د ژبي د آوازونو او فونيمونو او د هغوى په فونيمکي الفبا سره د ليکلو، د مورفيمونو د معلومولو او د هغوى د ډولونو د بدلونونو په باره کي څه معلومات وړاندي سي او دغه رنګه د يوې ژبي د بېلا بېلو لهجو د څېړلو او د هغوى د ثبتولو لاري چي د ژبي د ساختمان او جوړښت د معلومولو په برخه کي ډېر اهميت لري په لنډ ډول و ښوول سي او په دې توګه هغوى ته په دې باره کي د نوري زياتي او بشپړي مطالعې له پاره زمينه برابره سي. (٢٧: ٤) شاکر له دې پرته د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځى کي د ژبپوهني استاد وو او زيات شمېر څېړني او ليکني يې کړي چي حالاتو ورسره په مخ کړي دي.

پوهاند مجاور احمد زيار، ډاکټر عبدالرزاق پالوال، محمد معصوم هوتک، پوهاند محمد صابر خويشکى، محمد هارون خپل شعشعي او ډاکټر زرغونه زيور  هغه هممهال ژبپوهان دي چي اوسمهال پښتو ژبه د دغو خلکو په ژبپوهنيزو هڅو ژوندى ده.

پښتو ژبپوهني که نوې ساه اخستې او له نړۍوالي ژبپوهني ته د ور نږدې کېدو په هڅه کي ده تر ډېره ځاپه پوري د پوهاند مجاور احمد زيار د هڅو او کوښښونو برکت دئ هغه يوازنى پښتون ليکوال دئ چي تر بل هر چا زيات ژبپوهنيز اثار يې ليکلي دي.

دى د ژبي د نوي کولو سخت علاقمند دئ او د ارسطويي مکتب سخت مخالف دئ، دى په دې هڅه کي دى چي ژبه بايد نوې سي او نوي کلمات او شکل خپل کړي مګر خپل دغه کار په دونه شدت سره کوي چي خپلو څېړونو ته يې زيان اړولى او خپله تحقيقاتي ژبه يې دونه سخته کړې ده چي حتا خپله به هم کله کله خپلي ليکني ته چورت وړي چي دغه جمله به مي څه معنى لري.

مګر هغه تيورياني او طرحي چي ده وړاندي کړي اوسمهال يوازني د حساب وړ مواد بلل کيږي. د هغه يو اثر د پښتو نومتړنګونه يا اسمي ترکيبات نومېږي په الماني ژبه باندي دئ چي د سويس د برن پوهنتون څخه په ١٩٧٤ مېلادي کال کي خپور سوى دئ.

پښتو پښويه يو بشپړ پښتو ګرامر دئ چي په ١٩٨٣ مېلادي کال کي خپور سوى دئ دغه کتاب اصلاً د ژبپوهني بنسټونه او پښتو پښويه (ګرامر) نومېږي چي د ژبو او ادبياتو د پوهنځى له خوا خپور سوى دئ.

پښتو پښويه د ښاغلي پوهاند دکتور زيار اثر مي و لوست. دغه اثر درې عمده برخي او ځيني نور ضمايم لکه: بنسټونه او نوي نوموني او په پاى کي د ماخذنو فهرست لري. د ګرامر لومړۍ برخه له پښتو اواز پوهني څخه بحث کوي چي په دې برخه کي پښتو غږونه او د هغوى پيدايښت او ډولونه د نوي ژبپوهني له مېتودونو سره سم څېړل شوي دي.

د اثر دريمه برخه د غونډله پوهي(نحو) په نامه ده، چي د ګرامر عممده برخه ده او په پښتو ګرامري اثارو کي دغه برخه په تفصيل سره نه ده څېړل شوي او حتى ځينو ګرامر پوهانو پخپلو ليکولو ګرارمرنو کي ورته اشاره هومره نه ده کړې، خو پوهاند دوکتور زيار دغه موضوع په تفصيل سره څېړلې او د پښتو ګرامري اثارو دغه خلايې هم ور ډکه کړې ده. (٢٢: ح)

وئيى پوهنه د پوهاند مجارو احمد زيار بل مغتنم اثر دئ چي د غربي ژبپوهني له اثارو څخه يې زيات برخه اخستل سوې او استاد په ډېره ښه توګه اوډلى او په دغه اثر کي يې د پښتو لغت پېژندني آرونه او اصول وړاندي کړي دي د غه اثر په ١٩٨١ مېلادي کال کي د کابل پوهنتون له خوا خپور سوى دئ.

پښتو ليکلار د پوهاند زيار بل اثر دئ چي د پښتو ژبي د ليکنى اصلاح په نيامت يې ليکلئ او دا اثر هم په ١٩٨١ مېلادي کال کي د کابل پوهنتون له خوا خپور سوى دئ، دا چي دغه زمانه د ثور د خونين او وحشي انقلاب زمانه وه او پوهاند صاب زيار هم په دغه زمانه کي د لوړ نفوذ او رسوخ خاوند وو په تحقيقاتو کي ځيني تلوارونه ځيني سوي دي او يوه موضوع يې په څو کتابونو کي تکراري راوړې ده چي د وئيىپوهني ځيني موضوعات يې په پښتو ليکلار کي تکراراً راوړي دي.

د پوهاند صاب زيار دغه اثر د ثور د انقلاب په څېر انقلابي دئ او تر ډېره ځاپه پوري يې نظريې او تيورياني هم انقلابي او توندي دي، حتا دى دا کتاب په يو ډول اختار او خار باندي پيلوي.

دلته هڅه شوې ده چي پښتو څنګه د افغاني ټولني له نننۍ ګړندۍ انقلابي بشپړتيايي بهير سره سمه د نوي علمي ټولنو ټيز(اجتماعي- اقتصادي) فرهنګي او سياسي ژوند له پاره بيلو دې(آماده) او سمباله شي او څنګه په اوسنۍ نړۍواله  سيالي کي د نورو پرمختللو ژبو جوګه شي. (٢٥ : ١)

پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼا کي يو ډول د تاريخي تطبيقي ژبپوهني په څانګه پوري تړلي څېړني دي چي د پښتنو په رېښه او اصل پسي ګرځي او ژبپوهنيز ارزښت يې دونه دئ څونه چي يې تاريخي ارزښت دئ په دغه کتاب کي له ژبپوهني کار اخستل سوئ هدف يې تاريخ دئ نه ژبپوهنه.

د پوهاند صاب تر ټول مهم اثار همدا پورته ياد سوي اثار وه مګر نور زيات شمېر اثار هم لري چي په وږمې مجله او نورو ځايونو کي خپاره سوي دي. هغه د لغتونو په اړخ کي هم کار کړى دئ چي يو د هممانيز او بل د همجوليز کلمو قاموسونه هم لري او يو بل مشهور قاموس يې د پښتو آرپوهيز(اېتېمولوجيک) سيندګى دئ.

 دغه اثر چي ما هر څه و کتئ تر پايه پوه نه سوم چي دا د استاد خپله ليکنه ده او که يې ژباړه خو د دې کتاب د سريزي څخه داسي ښکاري چي دا کتاب دي ژباړه وي. که څه هم د کتاب په مشخصاتو کي استاد د ليکوال په حيث معرفي سوئ خو سريزه يې بيا بل څه وايي تاسي و ګورئ د دې کتاب په اووم مخ کي:

پښتو آرپوهه(Etymology) له مورګنسټيرنه تر ايلفنباينه. دا دئ، دلته چي د نوي پښتو ژبپوهني مينه وال د دغي ارزښتمني او ستونزمني سکالو او بيا يې له لومړي(١٩٢٧ کال) چاپه تر دويم کره او غځېدلي (٢٠٠٣) چاپه، د شپژ اويا کلن بشپړتيايي بهير ډول وړاندي کېږي:

ليکوال: ژباړن پوهاند دوکتور محاور احمد زيار ٢٠٠٩. ٠٢. ١١

همدا چي ګيورګ مورګنسټيرن (Georg Morgenstieren) پر ١٩٢٧ ز. پښتو آرپوهيزه وييپانګه (An Etymological Vocabulary of Pashto ) خپره کړه، سم له سموني يې د يوه داسي ارت و بيرت دويم چاپ لپاره د توکو پر راټولونه لاس پوري کړ چي وييونه يې هم ښه ډېر وي او هم پر اېتېمولوجيکي کنډه پوره برابر. (٦٤: ٧)

له پورته ګډوډو خبرو ما هيڅ وانخستل چي ايا دغه اثر د پوهاند صاب ژباړه ده او که خپل اثر مګر بيا هم يو غنيم اثر دئ چي پر پښتو ژبپوهنه اضافه سوى دئ.

په ژباړه کي هم هغه څو اثار لري مګر هغه ژباړل سوي اثر يې چي د ژبپوهني سره اړيکه لري هغه د کنيشکا د سره کوتل ډبرليک دئ چي د هيلموت هومباخ له خوا ليکل سوى دئ او په ١٩٩٠ مېلادي کال د کوشاني څېړنو نړۍوال مرکز خپور کړى دئ.

 په افغانستان کي د فرانسې د لرغونپوهني ډلي په لرغوني باختر کي د سره کوتل وروستنى يوناني روحانيت (تقدس) د پلټني له پاره د خپلو کيندونو په ترڅ کي (١٩٥٧ کال د مي پر شپږمه په يوناني تورو يو په زړه پوري ډبرليک و موند چي د بغو (خداى څښتن) شو (پاچا) وييونو(کلمو) له مخي يې په يوه آرياني ژبه اړه درلوده. (٤١:١) دغه څېړنه د دغه ډبر ليک د تشرح او شنني له پاره کارول سوى دئ.

ډاکټر عبدالرزاق پالوال بل هغه دروند ژبپوهاند دئ چي په دغه برخه کي يې زيات شمېر کارونه کړي د هغه د پښتو نوى مصدر نومى اثر چي په ١٩٧١ مېلادي کال کي د کابل پوهنتون له خوا چاپ سوئ په دغه اثر کي کوښښ سوى چي د پښتو فعلونو ريښه پيداکړل سي او مصدر چي په لغت کي د وتلو ځاى ته وايي او په اصطلاح کي د اسم نوم دئ چي د ورستاړو په ليري کولو او د فعلي لاحقو په ور مښلولو سره يې زمانه ټاکل کيږي او فعل ځيني جوړېږي. دغه اثر په پښتو ژبه کي د مصدر څېړني لومړى اثر دئ.

د دغي لنډي رسالې موضوع  زاړه او نوي مصدرونه دي. نوې بلنه يې دا معنى نه لري چي دغه مصدري شکل لکه چي تر مخه په ژبه کښي نه وو خو اوس جعلي يا نوى جوړ کړه شوي دي. پېښه داسي نه ده. دغه نوي مصدري شکل پخوا هم په ژبه کښي موجود وو. که تر زاړه مصدر زوړ نه وي، نوى هم نه دئ.(٥ : الف)

د ښاغلي ډاکټر پالوال بل اثر د پښتو ژبي د ليکنى اصلاح له پاره دئ چي د معياري پښتو په نوم يادېږي او په دغه اثر کي پر متفرقو جنجالي موضوعات بحث سوئ او د ستونځو د حل له پاره حل لاري پکښي وړاندي سوي دي.

استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال له تېرو لسو کلونو راهيسي د پښتو ژبي پر ځينو مشخصو او عامو ستونزو ليکني کړي دي او په دې اړخ کي د دوى معياري پښتو نومى اثر د ځانګړي يادوني وړ دئ.(٤: ٥)

د دغه ستونځو د حل په سلسله کي استاد په ٢٠١١ مېلادي کال يو بل کتاب د موږ محوه کېږو تر نامه لاندي خپور کړئ په دغه اثر کي هم پر دې کوښښ سوئ چي ځيني هغه مسايل و څېړل سي چي په روزمره ژوند کي پښتو  ورسره مخامخ ده.

د موږ محوه کېږو رساله د داسي لغاتو تشريح او توضيح ته ځانګړې سوې ده، چي مانايي او لغوي تحريفات لري. دغه تحريفات په عالمانه ډول د بشپړو مثالو سره تشريح او توضيح سوي دي.(٤: ٥)

پښتو غږپوهنه او وييپوهنه(فونولوژي- مورفولوژي) هغه اثر دئ چي په اوسمهال کي د ګرامر او ژبپوهني پر معاصرو ټولو معيارونو باندي برابر دئ او دا د پښتو ژبي د يوازني لاس بري ژبپوهه او تکړه څېړونکي پوهاند محمد صابر خيشکي اثر دئ چي لسګونه ځله بيا بيا چاپ سوى دئ .

په دغه اثر کي د پښتو ګرامر ټول اړخونه په نوي مېتود باندي وړاندي سوي او نږدې د هيواد په ټولو پوهنتونو کي تدرېسيږي. دا کتاب لومړى ځل په ٢٠٠١ مېلادي کال خپور سوى او هغه وروسته هر کال څو څو ځله چاپ سوى دئ.

 ما دغه کتاب په اوو څپرکو کي وليکه، څرنګه چي درنو لوستونکو ته څرګنده ده پښتو ژبه د آريايي ژبو په ستري کورنۍ پوري يوه اړونده ژبه ده چي د تاريخ په اوږدو کي يې د ګرامري اړخ له پلوه له زاړه پير څخه تر اوسه پوري ډېر لږ ساده والى موندلى او خپله زړه جوله يې لږو ډېر خوندي ساتلې ده.

 د پښتو ژبي هغو زده کونکو ته چي مورنۍ ژبه يې پښتو ده او په پښتو خبري کوي څرګنده ستونزه نه ليدل کيږي که موږ دري ژبي زده کوونکي په نظر کي و نيسو، د پښتو ژبي د زده کړي په برخه کي له ډېرو ستونزو سره مخامخ کيږي. خو ما ته د تېرو درسي تجربو په رڼا کي چي په نورو څانګو کي د پښتو ژبي د تدريس په برخه کي لرلې د پښتو ژبي د زده کړي په برخه کي د شاګردانو ستونزي راته ښې څرګندېږي، خو له نېکه مرغه چي د څانګي درنو استادانو ماته دنده راوسپارله چي د پورته ستونزو د حل له پاره يو درسي کتاب د پورتني سرليک لاندي وليکم.

 دا دى ګرانو لوستونکو ته دغه ليکنه مخکي ږدم.(١٣: الف) له دغه اثر پرته پوهاند خيشکى يو نيم نوري تيت او پرک ژبپوهنيزي هڅي لري مګر دغه اثر يې شهکار اثر دى چي د پښتو ژبي اوليه ستونزي يې ټولي پکښي را نغښتلي دي.

پښتو نحوه که څه هم د محمد اعظم ايازي له نامه را شروع کيږي مګر يوه پوره په تول تللې او له نوي ژبپوهني سره په معيار برابره نحوه د اغلي ډاکټر زرغونه زيور له خوا ليکل سوې دغه نحوه (د پښتو نحوه) په نامه شهرت لري او د هيواد په اکثرو پوهنتونو کي د زياتي استفادې وړ ده او درواغجن به نه سم که دغه نحوه يوه بشپړه او پوره معياري نحوه و بولم.

(دغه نحوه لومړى ځل په ٢٠٠٤ مېلادي کال باندي خپره سوې له دې وړاندي د کابل پوهنتون له خوا يوازي د محصلينو له پاره د ګستنر په شکل په ١٩٨٧ مېلادي کال چاپ سوې وه. په پيل کي يې د نړۍ د ګرامر يوه اوږده تاريخچه راغلې او وروسته يې په اصلي موضوع پيل کړى دئ. دغه نحوه د طالبانو له دورې مخکي ليکل سوې وه خو په هيواد کي د جګړې په اړو دوړ کي ناچاپه پاته سوې وه چي بيا وروسته د نوي حکومت په منځ ته راتګ سره چاپ سوه.

دغه کار چي زه يې دلته وړاندي کوم سره له دې چي نوې موضوع نه ده خو بيا هم دغه اثر کيداى شي د پښتو ژبي د نحوي مسايلو او پرابلمونو په باب څه نا څه په ګټه شي.

د دې اثر په ليکنه کي زياته هڅه شوې ده چي مسايل په تطبيقي برخه کي د پخو ليکوالو، استادانو د اثارو او همدارنګه د پښتو ژبي د خوږو محاورو او زړو اصطلاحګانو څخه کار اخيستل شوى دئ.)( ٢٦: ١)

اوس هم زيات کسان سته چي پر ارسطويي ژبپوهنه باندي کار کوي او دغه ژبپوهنه يوازنى ژبپوهنه ده چي ژبي له ربړو څخه خلاصوي. ارسطو په دې عقيده  وو چي د ژبو اصلو ته بايد ور و ګرځو او د ژبي اصليت د هغو له اسلافو څخه را پيدا کړل سي.

محمد معصوم هوتک هغه نوم دي چي په دغه برخه کي يې زيات کار کړى او د متني ژبپوهني په مټ يې د پښتو ژبي د اوسنيو مشکلاتو د حل له پاره زيات کوښښونه کړي دي هغه په دې برخه کي په پرله پسې توګه زياتي مقالې او ليکني خپرې کړي او لا مصروف دئ (پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه)اثر يې هغه مهم او مغتنم اثر دئ چي د پښتو ژبي د اوسنۍ کشالې د پاى ته رسولو له پاره په کافي اندازه مواد لري.

دغه اثر لومړى ځل په ٢٠٠٧ مېلادي کال کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا خپور سوى دئ. (٤٠: ١١)په دغه اثر کي د په او پر موضوع او په همدې توګه د ياګانو پر مسئلو باندي په ښه توګه عملي بحثونه سوي او د ژبپوهني د اصولو په پام کي نيولو سره استدلال سوى دئ.بل سړى چي دغه مېتود يې تعقيب کړى دئ او پر دغه لار روان دئ هغه هارون خپل شعشعي دئ چي د پښتو ژبي د اوسنيو مشکلاتو د حل له پاره نه ستړي کېدونکي کارونه کوي هغه په دې برخه کي يو کتاب ليکلى دئ چي (د پښتو ژبي نننۍ مسالې) نومېږي په دغه کتاب کي د علامه حبيبي د نظريو پر اساس د پښتو ژبي ننني مشکلاتو ته اشارې سوي دي. دغه اثر په ٢٠١٠ مېلادي کال کي چاپ سوى دئ او يو غنيمت اثر يې بللاى سو.

په دې ليکنه کي چي اوس ستاسي درانه حضور ته وړاندي کېږي، د معيار او معياري ژي پر بېلابېلو  اړخونو او د ژبي د سوچه تابه پر څو اړخيزي څېړني سربېره، په نننۍ پښتو کي د ځينو التباسونو او ناوړه ترکيبونو د څو بولګو او په پاى کي د پښتو ژبي د رښتيني بشپړتابه په باره کي، ځيني تحليلي او انتقادي خبري سوي دي.(١١: ١٥)

پايله:

له دغو پورتنيو اثارو پرته نور زيات شمېر اثار او زياتو کسانو نوري هڅي هم کړي دي چي په خپل او پر خپل ځاى د درنښت او اهميت څخه برخمني دي، په دغو کسانو کي زيات شمېر داسي کسان سته چي موږ به يې پورته نومونه نه وي ياد کړي مګر زموږ په پورتني لنډ بحث کي په مجموعي توګه د پښتو ژبپوهني له نږدې دوه سوه کلن بهير څخه صرف د يوه لنډ جاج اخستل مراد وه نه د ټولو اړخونو را سپړل.

 کنې په ژبپوهنه کي د پښتو ژبي د تکړه ژبپوهانو حق تر دې سل چنده زيات دئ هغه کسان چي دلته يې پورته موږ يادوني و نه کړې هدف دا نه دئ چي هغوى زموږ هير دي بلکي دلته يوازي پر هغه لنډه تاريخي تواتر يو بحث وړاندي سو.

 په اوس وخت کي د ګلبدين حکمتيار د يوې لنډي رسالې، د پوهاند محمد اقا شيرزاد د پښتو نحوي، د پوهندوى ميراجان غوربندي د ګړدودپوهني،د محمد قسيم چمتو تشريحي ژبپوهني، د سيد محي الدين هاشمي د پښتو ژبي لنډ ګرامر ،د خليل الله اورمړي څېړني، د  رفيع الله نيازي او نورو ژبپوهنيزو څېړونکو نومونه چي د يوه جلا او ځانته اوږده تحليلي تحقيق په پايله کي به روڼېږي پاته کېدل تصادف نه دئ. په پورتنى لنډه څېړنه کي فقط لوستونکو ته د پښتو ژبپوهنيز بهير په اړه د يوه تصوير څرګندول وه چي راتلونکي څېړونکي يا زه په خپله به پر دغه موضوع بيا له سره کار کوم. د پښتو ژبپوهني د ځينو نوموتو څېرو چي نومونه يې پورته هم ياد سول د ژوند د ځينو اړخونو روښانه کول به د لوستونکو سره د دوى د لا ښه پېژندلو په مساله کي ډېره مرسته وکړي ، چي يو په بل پسي يې لاندي وړاندي کو.

ماخذونه:

  1. آرلاتو، انتوني. (١٣٧٣ش). در آمدي بر زبانشناسي تاريخي.(ژباړه: يحىا مدرسي). ايران: پژوهشګاه علوم انساني و مطالعات فرهنګي.
  2. ارلاتو، انتوني. (١٣٨٢ ش). ديباچه يى بر زبانشناسي تاريخي.(ژباړه: عين الدين نصر). کابل: چاپخانه بهير.
  3. بلخي، شيخ الرئيس بوعلي شينا.(١٣٥٩ش). مخارج الحروف. کابل: د افغانستان د علوم کاډمې.
  4. بېنوا، استاد عبدالروف. (١٣٥٧ ش). پښتو روزنه. کابل: د پښتو څېړنو بين الملي مرکز.
  5. پالوال، عبدالرازق. (١٣٥٠ش). پښتو نوى مصدر. کابل: کابل پوهنتون.
  6. پالوال، عبدالرازق.(١٣٩٠ ش). موږ محوه کېږو.کندهار:د اطلاعات او فرهنګ رياست.
  7. پښتو قاموس.(١٣٣٠ش). د پښتو ټولني د لغاتو د څانګي له خوا.
  8. تږى، حبيب الله.(١٣٤٦ش). نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل.کابل: پښتو ټولنه.
  9. حبيبي، پوهاند عبدالحى. (١٣٤٧ش). د پښتو ادب تاريخ. کابل: کابل پوهنتون.
  10. حبيبي، عبدالحى. (١٣٨٧ ش). د پښتو ادب لنډ تاريخ. کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  11. خپل شعشعي، محمد هارون. (١٣٨٩ش). د پښتو ژبې نننۍ مسالې. کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټوله.
  12. خپل شعشعي، محمدهارون. (١٣٩٠ش). د نوي قاموس ليکني مېتودلوژۍ ته يوه کتنه. کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  13. خويشکې، محمد صابر. (١٣٨٩ ل). پښتو غږ پوهنه او وييپوهنه. ننګرهار: مومند خپرندويه ټولنه.
  14. ډارمېسټيټر، ګايګر، مروګنسټيرن، بن ونيست. (١٣٥٦ش). تاريخ تلفظ و صرف پشتو.(دوه جلده).(ژباړه: د کتور روان فرهادي). کابل: پوهنځى ادبيات و علوم بشري پوهنتون کابل.
  15. ډورن، پروفيشور بوريس انډرويچ. (١٣٥٦ ش). پښتو منتخبات. (ټولونه او سريزه د ډورن). کابل: پښتو ټولنه.
  16. ډورن، پروفيشور بوريس انډرويچ. (١٣٥٦ ش). پښتو منتخبات. (ټولونه او سريزه د ډورن). کابل: پښتو ټولنه.
  17. رشاد، پوهاند عبدالشکور. (١٣٥٦ش). د ګولډن شتيت پښتو فرهنګ. کابل: د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى.
  18. رشاد، علامه اکاډيمېشن پوهاند عبدالشکور. (١٣٨٧ل). لغوي څېړني. کندهار: علامه رشاد اکاډيمې.
  19. رشتين، صديق الله. (١٣٢٧ش). پښتو ګرامر. کابل: پښتو ټولنه.
  20. رفيقي، حيات الله. (١٣٨٧ ش). مولوي صالح محمد هوتک. کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  21. روښان، بايزيد. (١٣٥٣ش) خيرالبيان. کابل: د ابياتو او بشري علومو پوهنځى.
  22. زيار، پوهاند دکتور مجاور احمد زيار. (١٣٨٤ش). پښتو پښويه.(درېيم چاپ). کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
  23. زيار، پوهاند دکتور مجاور احمد. (١٣٩٠ ش). پښتو وييپوهنه او وييرغاونه.(دوهم چاپ). ننګرهار:د مومند خپرندويي ټولني تخنيکې څانګه.
  24. زيار، پوهاند دکتور مجاور احمد. (١٣٩٠ش). پښتو آرپوهيز(اېتېمولوجيک) شيندګى. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
  25. زيار، پوهاند دکتور مجاور احمد.(١٣٦٠ش). پښتو ليکلار. ننګرهار: د ښووني او روزني پوهنځى.
  26. زيور، پوهندوي ډاکټر زرغونه ريښتين. (١٣٨٢ ش). پښتو نحوه(ګرامر). پېښور: د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.
  27. شاکر، نور احمد. ١٩٧١. ژبنۍ څېړني. کابل: کابل پوهنتون.
  28. شين، شانفورډا.(١٣٩١ش). توليدي فونولوژي. (ژباړه: پوهنمل بايزيد اڅک). کابل: کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى.
  29. شينوارى، سرمحقق دوست محمد دوست. (١٣٩٣ ل). د افغانستان ژبې او توکمونه. (دوهم چاپ). ننګرهار: ګورد کتاب خپرنځى.
  30. شينوارى، سرمحقق دوست. (١٣٦٣ش). زړه پانګه. کابل:د افغانستان د علومو اکاډيمې، د پښتو څېړنو بين الملي مرکز.
  31. الفت، ګل پاچا. (١٣٣٩ش). ليکوالي املا او انشاء. کابل: پښتو ټولنه.
  32. کاکړ، پيرمحمد. (١٣٩٣ ش). معرفة الافغاني. کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  33. لودين، څېړنوال ډاکټر دولت محمد. (١٣٥٣ ش). د نننۍ پښتو ژبې احصائيوي قاموس.کابل: پښتو ټولنه.
  34. لودين، څېړنوال ډاکټر دولت محمد. (١٣٥٥ ش). لغت پوهنه. کابل:  داجتماعي پوهنو د لوى مديريت خپرونه.
  35. ليهمن، وينفريډ فليپ. (١٣٧٠ش). تاريخي ژبپوهنه مبادي. (ژباړه: پوهنمل بايزيد اڅک). کابل: پښتو څانګه.
  36. نيازى، رفيع الله. (١٣٩٠ش). په پښتو کې د ګرامر ليکني تاريخي بهير. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
  37. هلالي، څېړنوال ډاکټر عبدالحکېم.(١٣٥٥ش). د پښتو ژبې د فونيمکې الفبې لارښود. کابل: پښتو ټولنه.
  38. هلالي، ډاکټر عبدالحکېم. (١٣٥٤ش). پښتو قاموس ليکنه. کابل: پښتو ټولنه.
  39. هلالي، عبدالحکيم. ١٩٧٦. د پښتو ژبي فونيمکي الفبا. کابل: پښتو ټولنه.
  40. هوتک، محمد معصوم.(١٣٩٠ ش). پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه.(دوهم چاپ). کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
  41. هومباخ، هيلموټ. (١٣٦٩ش). د کنيشکا د سره کوتل ډبرليک.(ژباړه: پوهاند زيار). کابل: د افغانستان د علومو اکاډمې.
  42. يچکا، يرژي. (١٣٦٨ش). پښتو خجڅېړنه.(ژباړه: کانديد اکاډمېسن پوهاند محمد رحيم الهام. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمې.

791 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"91ff3a97-0af7-4aee-91e9-53dcc813d138","recipients":911,"external_id":"d4338ab7-f11d-b57b-2985-2a08a8d08265","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
911

2 comments

  1. زرین ګل Reply

    ګرانه اوخوږه استاده ،
    . یوه تیروتنه مو سمه کړئ اوهغه داچې پانینی د لرغوني آریانا اوسیدونکی نه و ، هغه دلرغوني ګندهارا اوسیدونکی دی ، اوپراستاد زیارمو انتقاد سالم نه دی. بس
    خوشاله اوسې

  2. محمود مرهون Reply

    لرغونې اریانا پر درو برخو وېشل شوې
    مرکزي اریانا افغانستان چي ګندهارا یې برخه ده.
    جنوبي اریانا چي هندیان دي.
    غربي اریایان چي ایرانیان دي.
    وګوره د حبیبي صاحب د ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک.
    او پر زیار صاحب مي نقد په علمي دلیل جواب کړه هوايي مانا نه لري چي صحي نه دئ ولي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸