Categories

اعلان

Loading…

ثبات او همپالنې په ځینو ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي دفترونه په زور تړلي دي

تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړو په یو شمېر ولایتونو کې د رایو شمېرلو د پروسې مخنیوی کړیو د دوی ولایتي دفترونه یې تړلي او کارمندان یې هم کار ته نه دي پرې ایښي.

 د ټاکنو کمېسیون ویاند ذبیح سادات تاند ته وايي، د عبدالله پلویانو په تخار، پنجشېر او پروان کې د دوی کارمندانو ته د رایو د بیا تفتیش اجازه نه ده ورکړې.

 نوموړی وايي، کمېسیون د ثبات او همپالنې مرکزي چارواکو سره تماس نیولی او د هغوی پوښتنو ته یې د قناعت وړ ځوابونه ورکړي دي: (( له دوی څخه مو وغوښتل چې له موږ سره همکاري وکړي تر څو په معین وخت د عقرب په ۲۳مه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړای شو.))

تاند ته په رسېدلیو انځورونو کې ځینې داسې کسان هم تر سترګو کېږي چې په شخصي کالیو کې وسلې ورسره دي او د ولایتي دفترونو په خوا کې ولاړ دي.

 دا په داسې حال کې ده چې دولت ساز ټاکنیز ټیم یو ویاند صمیم عارف نن پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړ چې د عبدالله پلویانو په سمنګان، تخار، پروان او پنجشېر ولایتونو کې د ټاکنو ولایتي دفترونه په زور تړلي او کارمندان یې تهدید کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی که دولت ساز بریالی شي، د زورګویي دا فرهنګ به له بېخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې دثبات او همپالنې ټیم د رایو له بیا شمېرنې سره حساسیت ښيي او وايي، تر څو چې بې بایومتریکه رایې جلاشوې نه وي، تر هغو د رایو بیا شمېرنه غیر قانوني ده او دوی یې تحریموي.

1,013 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"8b08147f-a610-4b44-b007-6817aecf4544","recipients":911,"external_id":"14e13b26-bced-67fa-7c68-3a93ec18e8cf","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
911

2 comments

  1. سلیم Reply

    د ګلمرجان پوست لاندې نوی سقویزم شاخ ولغتې وهي، دې لپاره چې غوبل جوړ شي او بیا یوسفارت رامخته شي اوناکام و بګیل ګلمرجان ۵ کلونو لپاره نور موفته کې بیمه و ټاپه کي. سفارت هم کیدای شي دې کارکې ورسره لاس ولري

  2. شاهین افغان Reply

    د افغانستان د بې ثباتي او همجنسګرایی ټیم حتما په دغو ولایتونوکې پرېمانه درغلي کړېده ، نوځکه د رایو د بیا شمېرلو مخنیوی کوي چې د افغانستان ملت ته رسوا او افشا نه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸