Categories

اعلان

Loading…

م. م په افغانستان کې د ماینونو د مخنوي لپاره پر بندیزونو غور کوي

تاند –  ملګرو ملتو په یوه راپور کې د م.م له امنیت شورا غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د ماینونو د ښخولو د مخنوي لپاره دې پر بندیزونو غور وکړي. په دې راپور کې ویل شوې دي چې د افغانستان د کانونو د استخراج مخه همدغه چاودیدونکو مواد نیسي.

افغانستان د لویدیځوالو د راپورونو له مخې  د شاوخوا یو ترلیون ډالرو په ارزښت تر مځکې لاندې معدنونه لري او دغه پراخه زیرمه کولی شي چې جګړه ځپلی افغانستان په پښو ودروي خو د ماینونو له کبله د دې زیرمو استخراج ستونزمن دی. د دې لپاره د ملګرو ملتو امنیت شورا کمیټې ته په وړاندې کړي راپور کې ویل شوې دي چې د دغو چاودیدونکو موادو د مخنوي لپاره باید بندیزونه ولګول شي څو طالبان له دغسې ماین ږدولو راوګرځوي.

طالبان د راپورونو له مخې په چاودنو کې له امونیم نایټریټ نه کار اخلي او افغان حکومت پر هغو امونیم نایټریټ بندیزونه لګولې دي چې له پاکستانه افغانستان ته واردیږي خو دا بندیز هغومره موثر نه دی چې افغانستان ته د دې موادو د داخلیدو بشپړه مخه ونیول شي.

په کورونو کې د جوړیدونکو چاودیدونکو موادو له کبله د افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفات هم روان کال د تیرو کلونو په پرتله اتیا په سلو کې زیات وو. افغان امنیتي چارواکي د دې تلفاتو د زیاتیدو علت دا ګڼي چې په اکثرو سیمو کې افغان ځواکونو د بهرنیو نړیوالو ځواکونو له مرستو پرته عملیات کړې دي.

که چیرته د ملګرو ملتو امنیت شورا د دولتونو په کچه بندیز ولګوي نو بیا دا امکان شته چې د پاکستان په فابریکو کې د امونیم نایټریټ تولیدات محدود شي یا یې بیخي مخه ونیول شي.

ملګرو ملتو په خپل راپور کې دا خبره هم کړې ده  چې روان کال  طالبان سخت ځپل شوې دي، هغوی نوې سیمې نه دې لاندې کړي، نور خلک یې نه دې ملګري کړې او تلفات یې هم ډیر شوې دي.

د ملګرو ملتو د راپور له مخې چې د افغان حکومتي سرچینو او د طالبانو د داخلي سرچینو په استناد یې چمتو کړی دی ویل شوې دي چې تر ۱۲۰۰۰ پورې طالبان روان کال یا وژل شوي، یا ټپیان شوي او یا هم نیول شوې دي. ملګرو ملتو د ناټو ځواکونو په مټ معلومات نه دې راغونډ کړې، ځکه چې ناټو ځواکونو دغه اطلاعات نه دې خپاره کړي.

 

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *