Categories

اعلان

Loading…

م.م. سږ کال ۱۲ زره طالبان د جګړې له میدانه حذف شوي

تاند- ملګري ملتونه، چې هرکال د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو راپورونه او شمېرنې خپروي، دا ځل د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د تلفاتو احصاییه خپره کړې ده.

د ملګروملتو له راپور سره سم، چې نن خپور شو، په روان ۲۰۱۳ کال کې دوولس زره وسله وال طالبان د جګړې له میدانه حذف شوي دي.

د راپور مطابق په دې موده کې دوولس زره طالبان یا وژل شوي، یا ټپیان شوي او یا هم نیول شوي دي.

د ملګروملتو په راپور کې دا هم ویل شوي چې په وروستیو درو کلونو کې سږ کال طالبانو تر ټولو زیاتې حملې کړي دي.

اټکل کېږي چې راتلونکی کال به طالبان حملې لا زیاتې کړي ځکه چې ناټو په دې کال (۲۰۱۴) کې له افغانستانه پاتې ۷۵ زره پوځیان باسي.

امریکا ویلي چې په روان ژمي کې به به ۳۵ زره عسکر وباسي.

د ملګروملتو په راپور کې، چې د ملګروملتو امنیت شورا ته یې چمتو کړی دی، دا هم ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو ته په سلو کې اتیا مرګ ژوبلې د طالبانو د سړک د غاړې د بمي چاودنو په نتیجه کې اوښتي دي.

په راپور کې د ماینونو له درکه ژوره اندېښنه ښکاره شوې او ویل شوي چې اوس په ماینونو کې له ډېرو قوي چاودېدونکو موادو کار اخیستل کېږي.

تقریباً هره دوهمه ورځ پر سړکونو د اېښودل شویو ماینونو د چاودنو په نتیجه کې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

2 comments

  1. javid Reply

    دطالبانوحذ ف کیدل بلکل غلط

  2. اوشتون Reply

    ډیره په زړه پوری احصایه ده چی ۱۲حذف سوه صرف فه سژکال کی خوتیاردمیږیانوشوردی چی دکاله ۱۲حذف کیژی بیاهم نه ختمیژی دکال په سرکی دټولوجنګیدونکوطالبانوشمیر۲۴زره شوول سوی اوګرانوکتونکوتاسی سه په کی وایاست

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸