Categories

اعلان

Loading…

محور ورځپاڼه: ملي امنيت دې له پټو رازونو سره احتياط وکړي

د لويې جرګې د مخالفينو هغه کړۍ چې افغان دولت پېژندلې او لا يې کسان نيول شوي ندي، عام خلک سخت قهرولي دي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر سپنتا ولسي جرګې ته ويلي و، چې په کوټه کې له طالب مشرانو يې د دوی ټليفوني اړيکي ثبت کړې او د دوی حمايت کوونکي بهرنيان پېژني.

سرچينې وايي، بېلا بېلې استخباراتي کړۍ د جرګې د تخريب هڅه کوي او داسې شواهد تر لاسه شوي، چې د وړمې ورځې ځانمرګی بريد طالبانو ندی کړی.

په کابل کې هغه ځانمرګی بريد چې وړمه ورځ يې ګڼ کسان ووژل، د لويې جرګې او له امريکا سره د تړون په هکله يې د بهرنيو مخالفتونو شدت په ډاګه کړی دی.

سره له دې چې د دا ډول بريدونو پړه هر وخت طالبان پر غاړه اخلي، خو د ماهيت له اړخه دا کم مثاله بريد و، مواد د سورلۍ په موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د جرګې چاپيريال ته له ګڼو تالاشيو خوندي را تېر شوی و. اټکل کېږي، چې ځانمرګي ته له ساحې لارښوونه شوې وي.

سيمې ته رسېدلو خبريالانو ادعا کوله، چې بريد بېساری و او فکر نه کېږي طالبان په اسانۍ دومره حساسې ساحې ته ځان ورسولای شي. د بريد د تلفاتو په اړه د طالبانو په ادرس له نامعلوم لوري د رالېږل شوې اعلاميې او افغان امنيتي سرچينو راپورونه بيخي سره ورته وو.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ادرس له مبالغې پرته د پېښې دقيق جزيات ورکوي. په کابل کې تر طالبانو ورها خوا هم د لويې جرګې او تړون په اړه غبرګونونه جدي او دوامدار دي. ځينې کړۍ تورنې شوې، چې تقلبي اسناد يې په امريکا کې د افغان سفارت په ادرس ليک کړي، په ولسي جرګه کې د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا هم دغه خبره تاييد کړې ده.

له ولسي جرګې دباندې د ښاغلي سپنتا څرګندونو خلک سخت قهرولي دي. سپنا وايي، د جرګې يو بېرغي مخالف له کابله د مظاهرو او مخالفت جزيات د ټليفون له لارې په کوټه کې د طالبانو له وياند سره شريک کړي او دوی يې ثبت لري.

ډېری کتونکي په افغان دولت او امنيتي سرچينو نيوکې کوي، چې د ملي خيانت لپاره تعريف نلري او د ملي رازونو په افشا کولو هم يو څوک نه محکوموي.

په کابل کې د محور خبريال ته ډېری خلکو د دريو هغو کسانو نومونه هم په ډاګه کړي، چې ګومان کېږي ګاونډيو هېوادونو ته د امنيتي تړون په مخالفت کې جاسوسي کوي.

د تړون په اړه ذهنيت سوکه سوکه په بدلېدو دی، تر تېرې اونۍ د تړون څرنګوالي ته په دقت کتل کېدل او ډېری خلکو ټينګار کاوه، چې په تړون کې دې له احتياطه کار واخستل شي، دوی د افغانستان د ملي ګټو تضمين باندې ټينګار کاوه، خو د وړمې ورځې ځانمرګي بريد او د ګاونډيو استخباراتو مداخلې ذهنيت د تړون پرخوا مات کړی دی.

عام خلک د جرګې رابلل حتی حتمي نه ګڼي او وايي، دا د يو ولسمشر صلاحيت دی چې دا پېچلې دوسيه وتړي.

61 total views, 1 views today

4 comments

  1. اوشتون Reply

    زموږعجبه ساده خلګ دی په پشتوکی متل دی وای جنګ که دچغال کوی تایه به ده زمری نسی
    طالبانودادولس کاله دکم تکتیک سه کارنه واخستی چی اوس موژوه وایوچی هیس مشکل نسی جوړه وی

  2. تراب خان Reply

    دغه فرید چه مخکی په پارلمان کښی وه او اوس ځان جدا ګڼی دغه یو ملی خاین دی، دی او دده فامیل د پخوا څخه د نورو لپاره کار کوی، او دغه غونډه چه جوړه هم وه نو د پردو ګټو لپاره. سپانتا صیب ډیر ښه خبری وکړی

  3. دانگ پیلی Reply

    هاهاهاهاهاهاها طالبان دحکومت دبی کفایتی مصلحتی نظام او دفساد نه گته پورته کری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *