Categories

اعلان

Loading…

مولانا عبدالله: د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان به بیا هم وځنډېږي

تاند، جمعه، د عقرب ۱۷مه: د ټاکنو کمېسیون غړی مولانا عبدالله یو وار بیا د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو د احتمال خبر ورکوي.

نووړی وايي، تخنیکي او نورو ظرفیتي ستونزو ته په پام ممکنه نه ده چې پایلې د عقرب په ۲۳مه نېټه اعلان شي.

ښاغلي عبدالله نن جمعه په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ظرفیتي ستونزو له کبله ممکنه نه ده چې پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلان شي: (( تر اوسه د رایو د بیا شمېرنې هیڅ اقدام نه دی شوي.))

خو دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خبرداری ورکړ چې د پایلو په اعلان کې ځنډ به ورته د منلو نه وي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې میزان د میاشتې په ۲۷مه او نهايي پایلې یې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون دواړه نېټې وځنډولې اوزیاته یې کړه د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د عقرب په ۲۳مه او نهايي پایلې به یې د قوس په ۱۶مه اعلان کړي.

736 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"d52b47f7-ea6b-40db-abd2-4eb807399d79","recipients":902,"external_id":"c901b182-3683-e827-d91a-c7619ce45187","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
902

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    په داسې مهم او حیاتي کمیسیون کې د مولانا عبدالله په شان د مغرضو او د ثبات او همپالنې ډلې غړي موجودیت د ټول ملت د نفرت سبب شویدی.
    د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید واقعا یو بېطرفه اوخپلواکه اداره او ټول ملت ته د منلو وړ وی.
    له بلې خوا کمیسیون یو ویاند او مسوول شخص لري چې د داسې مهمو پرېکړو په باب د ټولو په خوښه او ګډه فیصله ولس ته مالومات ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸