Categories

اعلان

Loading…

د لندن‌مېشتو ليکوالو غونډه

قلندر  ملنګ. 

نن دنومبر دمياشتي څلورمه نيټه ده ۔ په دې مياشت كې لندن تورتم وي خو دا تورتم  دكابل اوافغانستان له تورتمه توپير لري دلته تورتم دموسم په وجه وي اوهلته تورتم دتورتمو افكارو او  گروهو په بنياد را منځ ته كيږي ۔ دلته تورتم په رڼا وركيږي اوهلته رڼا خپل رنگ بايللي دی ۔ دلته لمر لږ ليده شي خو هلته لمر دظلمت كدې له پاسه ديو سيلاني  اوسيل بين حيثيت لري ۔ موږ كډوال يو ،بي وطنه يو ۔ هلته مو هر څه دچخاد او جهال په وجه بايللي دي. وطن يې را څخه اخيستي دې خو دلته مو څوك ددې وطن نه بولي ۔ اجمل صيب مرحوم هم نشته چې ووايي :

په زمانه يو څو غټان قابض دې خدايه په تارانه غله او  قطاع الطريقان قابض دي ۔ 

په هر حال نن بيا په كاروان رستورانت كې را ټول يو  اودلته خپل يادونه تازه كوو۔ 

نن غونډه له اوږدې مودې وروسته پيل شوه ۔علت خو يي ارومرو داوو چې زموږ ددسې غونډوو د سوسولوف روح (سوله مل )دافغانستان دټولټاكنو په صندوقونو كې سرگردانه وو۔ خپله هم سرورخان وو ، اوهم موږ يي په دې انتظارونو بايو متريك كړلو . خو بيا هم غونډه جوړه شوه .دليري اونږدې نه ټول ياران باداران اودشعر دقندو پتنگان راټول شوي وو۔ چاچي شعر درلود خو په جيب كې يې دشعر په كرښو گوتي كښته پورته كولي  چې دشعر كوم لغت ېې بايو ميتريك شوي نه وي ۔ خو هغو چې شعر نه دلود خپل نظريات يې بايو ميتريك كول اودټول ټاكنو غم اخيستي و۔ يو نيم خوار به لا پكې ويل چې اوس به څه چل كيږي؟

 ځوانه اوس به څه چل كيږي؟ 

يو اشنا چې دسر ويښتان ېې هم سپين و په خبرو كې را ودانگل وې ويل : يارانو تاسو به استاد غلام رحمان جرار صيب پيژانده كه نه ؟ 

بل وويل : باالكل مو پيژانده هغه دننگرهار هميشه بهار دپگړې گل و .ښه طنز ليكونكی اوشاعر وو۔ بيا يي وويل خبره دې كوه مطلب بتاو  

خبره خو داده  چې يو وخت دپښتونستان مساله گرمه وه حكومت هم په بوسو كې اوبه بهولي ۔ خلكو ته يې دوكه وركوله ۔ اويوازې په راديو كې به يې يو ساعته پروگرام خپراوه چې يو زيگنال يې درلود چې : 

دا پښتونستان زموږ دا پښتونستان زموږ 

 دا به دپروگرام په سر اوپاى دواړو كې بايو ميتريك كيده . 

خو جرار صيب عليه الرحمه يو سپيڅلي وطنپال شخصيت وو دطنز په ژبه يې يو شعر وليكه چې مطلع يې داوه .  چې دا پښونستان زموږ دا پښتونستان زموږ  

دا دپنداني كيسه كله به خلاصيږي لا داپښتونستان زموږ ۔

دا اوږود شعر خو اوس ټول زما په سرور خان كې پاتې نه دی  ۔ مطلب داچې دافغانستان ډارنو ،مرتجع ا ودتور ذهن خاوندانو اودخلكو ضد حكومتونو نه هيڅ سمه پاليسي درلوده اوهمدا ټوله خبره په همدې يو زيگنال كې خلاصه كيده  چې دا پښتونستان زموږ 

اوس زموږ دټول ټاكنو نه هم هغه دپندانې كيسه جوړه شوې ده ۔ دپنداني كيسه په كليوال فرهنگ كې چې يو ماشوم مشغولوي نو مور يا خور يې ورته وايي : دپنداني كيسه درته وكړم،؟كله چې ‎ ۔  ماشوم هو ووايي نو دا بيا خبره بدله كړي ورته وايي چې داسې مه وايه چې هو. ووايه چې نا ۔بيا تري وپښتي چې دپنداني كيسه درته وكړم؟ هغه بيا وايي .نا ۔ خور يا مور بيا ورته وايي ۔داسي مه وايه چې نه ۔ ووايه چې هو ۔  په همدې هو اونا كې ساعتونه اوړيدي شي اودپنداني كيسه خلاصه نه شي ۔ دافغانستان خلك مظلوم اولس چې ديوې قپ ډوډۍ پسې اود دوه روپو مزدورۍ پسې سرگردانه دي ۔ خو حاكم قشر اوپه مود اوفيشن كې لكه دلرغوني راجگانو ميرمنې يوازې په نارينه ځان لب سرين او  سرخي سپيده په مخ را پورې كوي او ستيج ته ودريږي او چې كله كوم سفير اوبهرني امريكايي ورنږدي شي ژر يې له خوټو ونيسي او ورته مچ يې كړي . په خوا كې يو يار چې حوصله يې تنگه شوه . وې ويل هغه ټپه مو اوريدلي ده چې وايي : 

چې موزيگی دى په كور ناست وي + خداې به دې كټ له غولو نه خالي كوينه ۔ 

تر هغو چې دا بي فرهنگه  اووطن پلوري اشرار حاكم وي او دهيواد په هستۍ يې خيټه اچولي وي  افغانستان به ارام نه شي . دوې نايبان دي دپاكوستان (درباني په تلفظ ) بې غمه اوسئ . 

يو بل تن بيا غږ كړ وې وېل : اصلي خبره په وايروس كې ده ۔ دا وايروس  چي كله له نيويارك اوواشنگتن نه را بهر شي اوپه دې هيواد پښه كيږدي داشرارو  خيټې وپړسيږي . بس نو خداى يې وركي . دسولې په نوم جنگ تود شي ، دمذاكراتو په نوم  ځان وژونكي موټر بمونه زيات شي اختلافات زيات شي ۔ له هماغې ورځې چې دا وايروس بيروت ته تللي دي افغانستان ښه ورځ نه ده ليدلې.  دا وايروس افغانستان ته دمستوفيت په سترگه گوري نه ديو هيواد په سترگه ۔ غواړي پيسې ترې يا پرې راټولي كړي ۔ هلكه خداى دي غرق وترق كه بس دي يو څه خو به دې په كوم قرار داد كې له بغداد نه هم پيدا كړي وي!؟ ۔ اوس نور زموږ له بيوزلي وطن نه لاس واخله ۔ په رسنيو كې خو دې ځوان نسل په خپل نوم نه يادوي دذليل زاده په نوم دې يادوي ۔ په همدې خبرو كې وو  چې ديارانو سرور دټاكنو له خبرو ډك شو۔دشعرونو بايو ميتريك ترې پاتي شو ۔ 

تاسو نه دې پټه نه وي چې غونډه ډېره په منډه نيول شوي وه ۔ هغه هم  دپوهاند زيار له پاره چې له كابله راغلي دى اوموږ ته به دكونډي زوى دفيلم دكركتر په  شان دكابل كيسي وكړي او زموږ خولې به ورته وازې پاتې شي ۔ خو زيار صيب رانغى په ماشينري((روغتیا)) كې كومه ستونزه پيدا شوې وه  ۔ نو داعلان سره اړ شو چې په شعرونو پيل وكړو . لومړې يو ې خوركۍ میرمن ثمر پوپل چې زړه يې ډك و۔ خپل څو شعرونه اومهرونه قطار كړل ښه شعرونه  وو ۔ خو داسې مالوميدل چې لږ شان باران پري شوې وو نم وهلي وو۔ لمر يې په سترگو هم نه وو ليدلی ۔ هغې دخپلو جوړو شويو لنډيو په باب هم خبري وكړې ۔ چې حاضرينو په غور واورېدې  اوټولو ته په زړه پورې وې . له هغې وروسته غلام محمد كامه وال خپل څو شعرونه ولوستل چې دلته پرې له تبصرې په څنگ تيريږم ، دهغه له شعرونو وروسته يو گډون وال وويل : تاسو شاعران شعرونه وواياست  خو له دې وروسته ځان چمتو كړئ چې كه په شعرونو كې دقافيې اووزن ستونزه وه نو د نقد خودكشه واسكت تيار دى پرې درځم ۔ هغه وويل چې زيمناك شعرونه كور كې وساتئ اودلته دچا خبره ښه شعرونه يعني شعرونه را وړئ ۔ داسې شعرونه را وړئ چې په دوبۍ او سينگاپور  كې هم پيدا نه شي ۔ 

نظيف الله تكل بل گډون وال شاعر وو  چې ښكلي غزل يې ولوست ۔ ټولو ورته په يوه خوله وويل  چي له دې وروسته همداسې شعر اوروه ۔ 

افضل ټكور هم خپل درې څلور شعرونه  ولوستل اوخپل ډك زړه يې په اوريدونكو تش كړ ۔ په چكچكو بدرگه شول ۔ 

کریم شیرین د غونډې بل برخه وال وو چې په لومړی وار ېې په دې غونډه کې خپل لنډ شعر یی ولوست .

دده په شعر پسې نورمحمد سعید خپله لنډه کیسه ولوسته چې د موضوع  نویوالی ، عالی ښکلی نثر او پیغام يي ګردو ګډونوالو خورا وستا یه .

((زموږ د چم قصا ب )) د اکبر کرګرسیمبولیکه کیسه وه چې لیکوال یی په خوند ولوستله او د غونډې د ټولو برخه والو پا م یی ځا نته راواړوه . نورمحمد سعید وویل . کیسه که څه هم اوږده او سمبولیکه وه او خوښه مې شوه خو فکر کوئ جې په دې بوخته نړۍ  کې به افغان لوستونکی په سوشل میډیا لکه فیسبوک کې دداسې اوږدو کیسو د لوست شوق وکړي ؟ سوله مل يي په ځواب کې وویل که غواړو چې ځان د سلو کلنو مخکنۍ کیسوفورذم چې لا هم په پښتو کیسه ایز بهیر برلاسی دی وژغورو او کیسه د نوښت په لور بوزو با ید داسې نوې تجربې راخپلې کړو . اوږدوالی مهم نه دی نوی فورم او نوی مضمون مهم دی .

په پاى كې عبدالوكيل سوله مل خپله لنډه كيسه ولوسته . په زړه پوري وه ۔ خو كرگر پرې زياته كړه ۔ سوله مل چې په دې وروستيو كې كومي كيسي ليكي دې ته يې پام نه وي چې څه ليكي او نه پوهیږم چې دی به پخپله څومره پرې پوهیږي ۔خو زما له نظره  په دا شان کیسو کې زياتي خبرې دهغه له تحت الشعور نه را پورته كيږي ا و دكاغذ پر مخ دتورو كاروان جوړوي ۔ زيگموند فرويد هم خداى بخښلى دى نشته چې څيړنه پرې وكړي . 

غونډه دبلې غونډې له پاره په تابيا كولو اويو لړ پريكړو پاى ته ورسيده۔

542 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"bdb030ee-d097-4d2b-82f6-e39b5454df61","recipients":894,"external_id":"5691c9d0-5f9c-9a57-c858-e647a6181aba","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
894

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2