ټولي

اعلان

Loading…

دفاع وزارت: پر کونړ د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار یوو

تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه: د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د کونړ په اوسیدونکو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو خبرونه خپریږي چې، د خلکو سخت غبرګونونه یې پارولي دي .

د کونړ ولایتي او امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې  پاکستاني ځواکونه هڅه کوي څو د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي او دوی دغه کار ته اجازه نه ورکوي.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته ویلي چې د پاکستان پوځيانو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته نږدې تجهیزات زیات کړي او د افغانستان له ځواکونو سره جنګ ته تیاری نیسي

خو د ملي دفاع وزارت بیا ویلي چې ځواکونه یې د کونړ پر سنګرونو د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار دي.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، د افغانستان ځواکونه به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته نفوذ وکړي.

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"8b5b4590-f7cc-4934-a2fb-20b77108e2f1","recipients":881,"external_id":"6800049b-52d1-cf0e-f90d-3a7517dde892","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
881

1 comment

  1. ګل محمد نوری Reply

    مخکی می هم لیکلی وو او اوس هم وایم کچیری غواړی چی افغان دولت له پاکستان جنجال خلاص شی نو نړیوالو ته دی شکایت وکړی او خپل سفارت دی د یو میاشتی لپاره بند کړی چی نړی پوه شی پاکستان په افغانانو ظلم شروع کړی او بل د حل لاره نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

۸