Categories

اعلان

Loading…

پاکستاني رسنۍ: امریکا به ډېر ژر له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي

تاند، سه شنبه، د عقرب ۷مه: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې زلمي خلیلزاد د مسکو څلور اړخیزې ناستې ته په وینا کې ټینګار کړی چې امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې مذاکرات بیا پیل کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یو ځل بیا د افغان سولې د بهیرملاتړ څرګند کړ او د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کېدو غوښتنه یې وکړه.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه وايي، امریکا د سولې د مذاکراتو لپاره د پاکستان په مهم رول یو ځل بیا هڅې پيل کړې دي.

دغې ورځپاڼې د چین، پاکستان، روسیې او امریکا د څلور اړخیزې ناستې د یو ګډونوال پاکستاني چارواکي له قوله خبر ورکړی چې زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن د سولې د مذاکراتو بیا پيلیدل غواړي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي.

ورځپاڼه وايي، د خلیلزاد بیا ځلي سفر او له عمران خان سره لیدل هم د دې لپاره دي چې څرنګه د سولې خبرې بیا پیل شي؟

دا په روانه میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دویم سفر دی.

خو بلخوا نن د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په ډاګه کړه چې زلمی خلیلزاد له طالبانو څخه د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د راخوشې کولو په مسئله کې کابل ته راغلی او د سولې په رابطه یې له دوی سره هیڅ بحث نه دی کړی.

865 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"c465924a-936d-4c0d-9bb0-131a4dc3e911","recipients":871,"external_id":"315f0a48-3251-f996-af18-4ea897528e02","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
871

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸