Categories

اعلان

Loading…

سایبري امنیت او سایبري بریدونه! | مجیب حلیمي

سایبري امنیت (Cyber-Security) څه شی ده؟

سایبري امنیت د سایبر ناوړه بریدونو څخه د کمپیوټرونو ، سرورونو ، ګرځنده وسیلو ، بریښنایی سېسټمونو ، شبکو ، او معلوماتو دفاع کولو زده کړه ده، دا د معلوماتي ټیکنالوژۍ امنیت یا د بریښنایې معلوماتو امنیت په توګه هم پیژندل کیږي. سایبري امنیت په یو څو عام کټګوریو ویشل کېدای شي.

۱ د شبکې امنیت

د شبکې امنیت یا نيټورک سېکيورېټي د مالویر یا ګرځونکي بریدکونکي څخه د کمپیوټرې شبکو خوندي کولو زده کړه ده.

۲ د پوستکالو امنیت

دا برخه د سایبر امنیت په پوستکالو باندې د څرخي،چې څنګه کولی شو چې یو پوستکالی د خطراتو څخه وساتو،ځینې پوستکالي ددې لپاره جوړیږي چې اړینو معلوماتو ته لاس رسئ او همدارنګه اړوند سېسټم ته تاوان یا خطر پېښ کړي،د خطر د مخنیوي لپاره لومړی قدم د پوستکالي د جوړیدو څخه اخیستل کېږي.

۳ د معلوماتو امنیت

د معلوماتو د لېږد،اختیار او د ډوپلیکشن د مخنیوي لپاره  د معلوماتو امنیت څخه استفاده کېږي.

۴ عملیاتي امنیت

په عملیاتي امنیت کې د معلوماتو ملکیتونه اداره کول او د ساتنې لپاره یې طرزالعملونه او پریکړې شاملې دي. کاروونکو ته باید څنګه اختیار ورکړل شي؟، چې چیرې ډېټه زیرمه یا شریکه کړي، ټول د دې چتر لاندې راځي.

۵ د ناورین مخنیوی او د سوداګرۍ دوام

ددې برخې کار په یوې اداره کې د معلوماتو په عملیاتي امنیت باندې د سایبري بریدونو  څېړل دي،د سوداګرۍ دوام یوه طرحه ده چې یوه اداره بغیر د خاصو منابعیو څخه پرې فعالیت کوي،چې پدې توګه د سایبري بریدونو مخنیوی پرې کوي.

۶ دکارونکي یا End-User زده کړه

د سایبري امنیت تر ټولو ناخوندي ډول یې همدا دی،چې زیاتره سایبري بریدونه د همدې لارې اجرا کېږي،هر څوک کولې شي چې په ناڅاپي ډول یو ښه ویروس یو خوندي سېسټم ته وردننه کړي،سایبري بریدونه اکثره شک لروونکي برېښنالیکونه (Email) وي،او یا هم په فلشونو کې خپل سري پوستکالي وي چې د وینډوز زړه ته ځان رسوي،دا د یوې ادارې لپاره حیاتي موضوع ده تر څو خپل کاروونکو ته زده کړه ورکړي تر څو د سایبري بریدونو خوندي اووسي.

د سایبر بریدونو د ګواښ کچه

د امریکا متحده ایالات په کال کې  ۱۹ بیلونه ډالر یوازې د سایبري امنیت په خاطر مصرفه وي،تر څو د سایبري بریدونو څخه په امن کې وي،اما دوی بیا هم خبردارۍ ورکړی دی چې د بریدونو سرعت ورځ تر بلې په زیاتېدو دی،چې د مضرو کوډونو او سافټویرونو سره مقابله باید وشي.

د معیارونو او ټېکنالوژې ملي انسټيټیوټ (NIST) وړانديز کړې دی چې باید ټول برقي وسایل همیش د تعقیب لاندې ونیول شي.

د سایبري امنیت ګواښونه په درې ډوله دي

۱ سایبري جرایم یو سېسټم د مالیاتو پخاطر هدف ګرځول د یو یا ګروپي هېکرانو لخوا.

۲ سایبري بریدونه اکثره د سیاسي رقابت له وجهې رامینځ ته کېږي.

۳ سایبري ترورونه اکثره د وحشت او یا ویرې د خپرولو لپاره اجرا کېږي.

په عام ډول د بريدګرو لخوا داسې طریقه عمل په لار اچول کېږي تر څو ستاسې د کمپیوټر اختیار په لاس کې واخلي او مختلف قسمه ویروسونه وردننه کړي،لکه (viruses),(worms),(spyware),(Torjans),(ransomware).

(viruses),(worms) د ځانه اکثره ردعمل ښایې چې معلومات او سېسټم خرابه وي،

(spyware),(Torjans) د ډېټه د لیږد او غلا کولو لپاره استعمالیږي،

(ransomware) دا بڼه یې ډېټه (encrypt) یا بندیز شکل ته اړه وي تر څو بریدګر څخه بیا د بندیز د خلاصېدو کلي د پېسو په بدل کې وپېرې.

سایبري بریدونه هر قسمه ادارې زیانمنې کولی شي،د راپورنو له مخې سږ کال زیاتره صحت،مالیاتو،تولیدي،او دولتي ادارې هدف ګرځېدلي دي.

616 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:
response_body:
{"id":"43a961e6-c28a-43d7-9294-06bf13f575e2","recipients":867,"external_id":"a2389f16-3865-73e2-05c2-c37e6dd4de4d","warnings":["You must configure iOS notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to iOS users.","You must configure Android notifications in your OneSignal settings if you wish to send messages to Android users."]}
status:
200
recipients:
867

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2